د مياو قوم طب
中国国际广播电台

  

د مياو قوم  دطبي  څيړنې  له مخې  زهر ، د غذا  کمبود ،   ټپ ، سؤ هاضمه ،  ميکروب  او چينجي د انسان د ناروغيو  د رامنځته کيدو شپږ عوامل  تشکيلوي ٠  دغه راز  د ناروغيو   تشخيص  کول   په  عمده  توګه  د ناروغانو د اواز د اوريدو ،  د پوستکي د رنګ  د کتلو ، د لاسونو  په  واسطه  د ناروغانو د بدن  سره  د تماس نيولو  ،  مساژ کولو ،  وهلو  او داسي نورو طربقو  له لارې  تر سره  شي ٠

 

د مياو قوم  درملونه  په  عمده  توګه  د نباتي  ،  څارويو  او  لږ شمير کاني  درملونو څخه  جوړيږي ٠  د  مياو قوم  په  نظر  درملونه   په  يخ ،  ګرمي  او  برابر خاصيت  لرونکو درو ډولونو  ويشل کيږي  ٠ د دغه  خصوصيت  له مخې د ګرم خاصيت  لرونکو   درملو په  واسطه   سړه  ناروغۍ  علاج  کيږي ، د  يخ  خاصيت  لرونکو   درملونو په  مرستنه  د ګرمي  ناروغۍ  تداوي کيږي  او  برابر خاصيت  لرونکي  درملونه  د  بدن  ضعيفوالي ليري  کوي  ٠  د نامکملې احصايي   له  مخې  د مياو قوم  د استعماليدو وړ  درملونه  څه  د پاسه  يو زر  پنځو سوو ډولونو ته رسيدلي دي ٠

  

د مياو قوم  درملونه  په  عمده  توګه  د مياو قوم د اوسيدونکو غرنيو سيمو کې  پيدا  کيږي ٠ نو د جغرافيايي   چاپيريال  له امله   په  دي سيمه  کې د بوټو درملونو قسمونه  ډير  زيات  او  منابع  يي  ډير  عني  ښکاري ٠ په  دي سيمه کې  د درملونو د استعماليدو علتونه يي  خپل  هم   خپل  خوصوصيت لري ٠  اوس  په دي سيمه کې  د درملونو د کرلو لويه   توليدي  اډه  جوړه شوې ده ٠