中国国际广播电台
د ( چينګ ) سلطنتی سلسله له ١٦٤٤م عيسوی کال نه تر ١٩١١ م
عيسوی کاله پوری د ٢٦٨ کالو
دپاره وساتله شوه چه ١٢
امپراطورانو يی پکښی تسلط ټينګ
کړ ٠ او له هغه وخت نه چه د (
چينګ ) پوځيان له شمال ختيځ
چين څخه د لوی ديوال څخه په
پوری وتلو سره بيجينګ ته داخل
شول ، جملتاٌ ١٠ تنو
امپراطورانو يی د ګرد هيواد په
ارته خاوره کښی سياسی واک
وچلاوه ٠
د ( چينګ ) سلطنت په يوه وخت کښی دولتی مساحت څه دپاسه ١٢
مليونه مربع کيلو مترو ته پراخ
کړ ٠ په ١٦١٦م عيسوی کال کښی (
نورخاچ ) په شمال ختيځ چين کښی
د ( هاو جينګ ) ملک جوړ کړ ٠ په
١٦٣٦ م کال کښی ( هوانګ تای جی )
چه د ( نورخاچ ) زوی و دولتی
لقب يی په ( چينګ ) بدل کړ ٠ په
١٦٤٤ م کال کښی د( لی جه چنګ ) په
مشری بزګری قواوو د ( مينګ )
سلطنتی تسلط تر پښو لاندی کړ او د
( مينګ ) امپراطور ( چونګ جنګ )
په مايوسانه حالت کښی انتحار وکړ
٠ په دی وخت کښی د ( چينګ )
پوځيان ددی فرصت څخه په استفادی
سره د لوی ديوال څخه تيرشول ، د
( لی جه چينګ ) بزګری قواوی يی
پوپنا کړی او خپل پايتخت يی په
بيجنګ کښی وټاکه ٠ ٠ د( چينګ )
سلطنت په وار سره د هيواد د بيلا
بيلو سيمو بزګری قيام کوونکی
قواوی نسکوری کړی او د( مينګ )
سلطنت پاتی قواوو ته يی ماتی
ورکړی او ګام په ګام يی د ګرد
هيواد يووالی تاٌمين کړ ٠
د ( چينګ ) سلطنت په ابتدايی موده کښی د طبقاتی اختلافونو د
کمښت دپاره د امتيازی پاليسيو په
عملی کولو سره بزګران وهڅول چه
شاړی مځکی سمسوری کړی ، حکومت د
مالياتو د کمولو اوحتی معاف کولو
په هکله امتيازات جوړ کړل او
عملی يی کړه چه په دی وجه د
هيواد په مرکزی او سرحدی سيمو کښی
ټولنيز اقتصاد نسبتاٌ وده وموندله
٠ د ١٨ می پيړۍ په نيمايی کښی د (
چينګ ) فيوډالی اقتصاد يوی نوی
مرحلی ته داخل شو ٠ او په تاريخ
کښی ورته د ( کانګ شی ) ، ( يونګ
جنګ ) او( چيان لونګ ) د سعادتمنی
او نيکمرغی نه ډکه دوره ياديږی
چه د نوموړو ٣ امپراطورانو له خوا
رامنځ ته شوه ٠ ددولت د مرکزی
قدرت د پايښت دپاره امپراطورانو
شخصی تسلط لا زيات مضبوط کړ چه له
دی امله دولتی طاقت پياوړی او
ټولنيز نظم ثابت او ارام شو ٠
او د ١٨ می پيړۍ ترپايه پوری د (
چينګ )په سلطنت کښی د خلکو نفوس
٣ سوو مليونو تنو ته ورسيد ٠
په ١٦٦١ م کال کښی جنرال ( جنګ چنګ ګونګ ) د جنګی بيړيو په
قوماندانۍ د ( تايوان ) له ابنا
څخه په پوری وتلو سره د ( تايوان
) ټاپو ته ورسيد او د ( هالند)
استثمارچيانو ته چه تايوان يی
٣٨ کاله په خپل تسلط کښی ساتلی
و ماتی ورکړه ٠ او په دوهم کال
کښی يی د ( هالند) استثمارچيان
تسليمی ته مجبور کړل او په دی
توګه ( تايوان ) د خپل وطن غيږی
ته بيرته ستون شو ٠
د ١٦ می پيړۍ په وروستيو کلونو کښی تزاری روسيی خپل تسلط ختيځ
ته خپور کړ ٠ او ورسره جوخت د (
چينګ ) پوځ د لوي ديوال نه په
تيريدو سره د( مينګ ) سلطنتی
خاوری ته داخل شو ٠ تزاری روسيی
ددی فرصت څخه په استفادی سره د (
ياکسا) او ( نيبوچو ) دوه ځايونه
ونيول ٠ د ( چينګ ) سلطنتی حکومت
څو واره د روسيې له تيريکوونکو
څخه غوښتنه وکړه چه د چين له
خاوری څخه ووځی ٠ په ١٦٨٥ م او
١٦٨٦ م کالو کښی د ( چينګ )
امپراطور ( کانګ شی ) ٢ واره
پوځيانو ته امر وکړ چه د ( ياکسا)
پر روسي پوځونو باندی بريد وکړی
٠ په دی حالت کښی روسی پوځ
مجبوراٌ موافقه وکړه چه د خبرو
اترو له لاری د چين او روسيې تر
منځ د ختيځی سرحدی کرښی په باب
مسئله حله کړی ٠ په ١٦٨٩ م کال
کښی د چين او روسيې د دواړو خواوو
نمايندګانو په ( نيبوچو) سيمه
کښی خبری اتری وکړی او په پای کښی
يی د دواړو هيوادونو تر منځ لومړی
سرحدی تړون يعنی د ( نيبوچو )
تړون په رسمی توګه لاسليک شو ٠
د ( چيان لونګ ) د امپراطوری دوری په نيمايی کښی حکومت د (
جوينګر) قبيلی د ( ګردان ) تجزيه
غوښتونکو قواوو ته ماتی ورکړه
، د ( هوی ) قوم قيام کوونکو
پاڅون يی له منځه يووړ ٠ او د(
شينجيانګ ) وحدت يی ترلاسه کړ او
د يو لړ پاليسيو په عملی کولو
سره يی په سرحدی سيمو کښی
اقتصادی ، کلتوری او ترانسپورتی
انکشافات ترلاسه کړل ٠
د ( داو ګوانګ ) د امپراطوری دوری نه مخکښی ستر کلتوری
برياليبوتونه تر ګوتو شول ٠ او د
( وانګ فوځه ) ، ( هوانګ ځونګ سی
) ، ( ګو ايان وو ) او( دای جنګ )
په شمول يو شمير برجسته او غوره
مفکرين او د( څاو شوي چينګ ) ، (
وو جينګ ځه ) ، ( کونګ شانګ ژن )
او ( شه تاو) په شمول نامتو
اديبان او ممتاز هنرمندان منځ ته
راغلل ٠ د تاريخ پوهنی په ساحه
کښی هم زيات مؤفقيتونه وموندل
شول او د تاريخی اثارو د پيژندنی
په ساحه کښی هم لوی شخصيتونه په
وار سره را پيدا شول او د ( سه کو
چوان شو) په نامه فوق العاده اثار
او د تاريخی اونننی رسمونو نقاشيو
په باب لويه مجموعه او داسی نور
لوی اثار او کتابونه د حکومت له
خوا تاٌليف شول ٠ علاوه په دی په
علمی او تخنيکی ساحو کښی هم بی
شميره برياليتوبونه او مؤفقيتونه
منځ ته راغلل چه خصوصاٌ ساختمانی
ثمرونه يی ډير وتلی ؤ ٠
د ( چينګ ) په امپراطوری سلسله کښی اقتصاد يی د زراعتی چارو
په بنسټ پرمختګ وموند ٠ په
کلتوری او فکری برخو کښی فيوډالی
اصولو او قاعدو ته زيات او قوی
پام واړول شو او د ليک دود په
باب د مسبتدو او سختو قويودو له
امله زيات شمير ليکوالان ، کتاب
تاٌليف کوونکی او مربوط پرسونل
بنديخانو ته واچول شول ٠ دغه
سلطنت په يوه اوږده موده کښی په
خارجه چارو کښی هر اړخيز بنديز
ولګاوه ، نورو ټولو ته يی په
سپکه سترګه وکتل او پر ځان باندی
يی پاچاهی مقام وټاکه ٠
د ( چينګ ) د سلسلی د نيمايی نه وروسته په ټولنه کښی مخ په
زياتيدونکی اختلافونه او تضادونه
رامنځ ته شول او د حکومت سره د
مخالفت په غرض ډول ډول قيامونه
وار په واره پورته شول او په دی
جمله کښی د سپين نيلوفر په نامه د
مذهبی پاڅون په اثر د ( چينګ )
سلطنتی قوی سعادتمنی پای ته
ورسيدله ٠
په ١٨٤٠ م کال کښی دترياک د جګړی او وروسته پر چين باندی د
امپرياليستانو تيريو له امله د
چينګ امپراطوری حکومت مجبوراٌ له
تيريکوونکو سره يو لړغير مساوی
تړونونه لاسليک کړل ٠ د دغو غير
مساوی تړونونو په لاسليک سره يی
ځينی خاوری تيريکوونکو ته
ورکړی ، جنګی جبران يی پوره کړل
او د خپلو تجارتی بندرونو دروازی
يی دوی ته خلاصی کړی چه په نتيجه
کښی چين ګام په ګام په نيمی
فيوډالی ټولنی او نيمی مستعمری
باندی بدل شو ٠ د ( چينګ ) په
اخری موده کښی څرنګه چه د بيلا
بيلو درجو مامورينو زيات رشوتونه
وخوړل ، پر خلکو باندی يی زيات
ستمونه او ظلمونه وکړل ، نو
حکومت ډير فاسد او مفکوری يی
وروسته پاتی او مرکزی حکومت دا
جراٌت نه درلود چه له خارجی
تيريکوونکو سره مجادله وکړی ٠ نو
سلطنتی قدرت مخ په ضعيف کيدو و
او خلک يی په زياتو غمونو او
کړاوونو کښی ژوند تيراوه چه له دی
وجه د ( تای پينګ تيان ګو) او (
نيان جوين ) په شمول د امپراليزم
او فيوډداليزم په ضد يو لړ
غورځنګونه او پاڅونونه راپورته
شول ٠ واکدارانو د خپل تسلط د
ساتلو دپاره د خارجی تجارتی
غورځنګ او د ( ووشو ) داصلاح په
شمول په ځينو اصلاحاتو لاس پوری
کړ٠ دوی وغوښتل چه له دی لاری
هيواد بيا د سعادتمنی او خپلواکی
په لوری قدم ووهی ٠ خو دغه
فعاليتونه او اصلاحات ټول ناکام
شول ٠ بی شميره روشنفکرانو او وطن
پرستو مامورينو له خطرناکو
حالاتو څخه د لوی ملت د ژغورلو
دپاره نسل په نسل خونړی او سرتيری
مبارزی وکړی او د وطن پرستی
طوفانی څپی يی وار په واره اوچتی
کړی ٠ په ١٩١١ م کال کښی د ( شين
های ) انقلاب راپيښ شو او د (
چينګ ) لوی سلطنت په دی قوی
انقلابی طوفان کښی نسکور شو چه
له دی امله د هيواد څه دپاسه
٢٠٠٠ زره کاله فيوډالی نظام پای
ته ورسيد او د چين تاريخ يوی
نوی دوری ته داخل شو ٠
|