د تاريخی  يادداشت په نامه ستر اثر
中国国际广播电台
 

     

د تاريخی يادداشت په نامه لوی اثر د چين  په تاريخ  کښی يو ستر تاريخی کتاب  دی   او هم  د بيوګرافۍ  په شکل يو لوی ادبی اثر بلل کيږی چه  د چين په تاريخی او ادبی ساحو کښی يی ژوره او قوی اغيزه کړی ده  ٠ دغه تاريخی اثر د ميلاد نه دمخه په لومړی پيړی کښی د چين د لويديځ ( هان ) په سلسله کښی وليکل شول او پکښی  له لری لرغونی تاريخ څخه تر لويديځ ( هان ) پوری په ٣٠٠٠ کالو کښی د چين  سياسی ، اقتصادی او ثقافتی حالات ياد شوی دی ٠ دغه  ستر کتاب د چين  يو داسی لومړنی لوی اثر هم  ګڼل کيږی چه د شخصيتونو د بيوګرافۍ په شکل وليکل شول ٠ او له دی برکته  د چين د بيوګرافۍ د ادبياتو فصل پرانستل شو ٠ د چين په تاريخ او ادبياتو کښی د تاريخی يادداشت په نامه د لوی کتاب د خدمتونو د يادونی نه مخکښی به مونږ  لومړی د کتاب د ليکوال ( سه ماچيان ) په باب يو څه معلومات وړاندی کړو ٠  ( سه ما چيان ) د چين د لويديځ ( هان ) په سلسله کښی يو تاريخ پوه او اديب  ؤ ٠ او په يوه تاريخ پوهه کورنی کښې زيږيدلی او لوی شوی و ٠ دده  پلار په هغه زمانه کښی د تاريخ پيژندنی يو مامور  و ٠ د کوچنيتوب په وخت کښی ( سه ما چيان ) يو باعقله او هوښيار هلک و او په کتابونو کښی د ليکل شويو  نامتو تاريخی شخصيتونو او پيښو په مقابل کښی يی خپله خاصه نظريه درلوده ٠ د زلميتوب په موده کښی هغه نورو زياتو سيمو ته سفر وکړ او په سفرونو کښی يی د ټولنی رسم رواجونه او ولسی  دود دستورونه  له نژدی  نه وکتل ، د اقتصادی حالاتو او محلی پيداوارو په باب يی  زياتی څيړنی وکړی او د بيلا بيلوسيمو د مشهورو تاريخی اثارو څخه يی ليدنه کتنه وکړه ٠ دغه راز يی د مختلفو  سيمو د نامتو او اغيزه ناکو تاريخی شخصيتونو بيوګرافی او د لويو پيښو په باب مربوط  مواد او اسناد يی راغونډ کړل ٠ وروسته ( سه ما چيان ) د خپل پلار دوارث په حيث هم د تاريخ پيژندنی ماموريت په غاړه درلود  ٠ څرنګه چه  په هغه زمانه کښی د تيرو زمانو په باب يادداشتونه  د ملوک الطوائفو له خوا د خاورو د نيولو په مقصد په جنګی حالاتو کی ليکل شوی ؤ ٠ نو د ليکوونکو د تاريخی نظر د بيلتون  او د تنګ ليد له امله (  سه ما چيان ) د لرغونی اسنادو او اثارو د تنظيمولو په عين وخت کښی تصميم ونيوه چه په خپل قلم  د مکمل تاريخ  يو لوی کتاب وليکی ٠ په دی وخت کښی ( سه ماچيان ) په سياسی وجه د سلطنتی حکومت له خوا د تناسلی الی د ايستنی سزا  وګالله چه  له دی امله د ( سه ما چيان ) بدن او روح  خورا سخت زخمی شو ٠ که څه هم وروسته امپراطور بيا  ور باندی زيات اعتبار ټينګ کړ  خو دده    روحی  زخم هيڅکله   جوړ نه شو او ذهن يی  د پخوا نه  بيخی  بدل  شو ٠ دده په نظر د ژوند يوازنی مقصد يی د تاريخی  يادداشت په نامه د لوی کتاب ليکل دی ٠ په دی توګه ( سه ماچيان ) په ١٣کالو کښی  په ٥ لکو چينايی کليمو  ١٠٣ مقالی وليکلی او دغه کتاب يی بشپړ کړ ٠   دغه کتاب  د بيلا بيلو تاريخی دورو د امپراطورانو په شمول  په سياسی مرکز کښی د مختلفو طبقو د مهمو او  لويو شخصيتونو د بيروګرافيو په عمده وو محتوياتو  له  ٥ برخو څخه  عبارت دی ٠ په لومړی برخه کښی د تاريخ نه راهيسی د  بيلا بيلو پادشاهی او امپراطوری  سلسلو د رامنځ ته کيدو ،  پياوړی کيدو او زوال کيدو جريان او مربوطی مهمی او لويی تاريخی پيښی ثبتی شوی   ٠ په دوهمه برخه کښی د جدول په شکل د مختلفو تاريخی دورو مهمی او لويی پيښی څرګندی شوی  ٠ په دريمه برخه کښی د نجوم ، جنتری  قانون ، اوبو لګولو، اقتصاد او فرهنګ  په شمول د تاريخ په بيلا بيلو ساحو کښی خاص موضوعات او مقالی رايادی شوی  ٠ په څلورمه برخه کښی د تيرو بيلا بيلو دورو د ملوک الطوئفانانو فعاليتونه او مهمی پيښی يی وليکلی  شوی  او په وروستنی برخه کښی  په مختلفو تاريخی زمانو کښی د بيلا بيلو طبقو د نامتو او اغيزه ناکو شخصيتونو بيوګرافۍ او د ځينو قبايلو تاريخ  ثبت  شو  ٠  په تيره بيا  د امپراطورانو بيوګرافۍ ، د ملوک الطوئفانو  فعاليتونه او مربوطی مهمی پيښی او د تاريخ د بيلا بيلو طبقو د نامتو شخصيتونو بيوګرافۍ دغه دريواړه برخی د کتاب  اکثری  پاڼی نيسی ٠ په دغو ٣  برخو کښی په عمده توګه د شخصيتونو د يادولو له لاری تاريخ ثبت شو ٠ نوځکه ( سه ماچيان ) د تاريخی يادداشت  د ليکلو په هکله د بيوګرافی په شکل نوی ادبی سبک وټاکه ٠ د تاريخی يادداشت په نامه دغه کتاب تل د واقعی او ريښتيانی يادداشت په توګه وګڼل شو ٠ ( سه ماچيان ) هغه پخوانی عادت پريښود چه  ليکونکو د تاريخ د يادونی له لاری  د امپراطورانو او  ممتازو وزيرانو د کارنامو ستاينه وکړه او د همهغی دوری د سلطنتی  سعادتمنۍ او سوکالۍ قدردانی يی وکړه  ٠ د تاريخی يادداشت په دی لوی کتاب کښی ليکل شوی محتويات د نورو فيوډالی ټولنو د رسمی تاريخی يادداشتونو  څخه لا زيات  غنی او زياتو ساحو ته خپاره شوی  دی  ٠ د ( سه ما چيان ) مقالی نه يوازی د سياسی موضوعاتو په باب دی  ٠ بلکی د سياسی ، اقتصادی ، نظامی ، کلتوری ، او نجومی ، جغرافيايی اړخونو او ملی دود دستورونو سره يی  يو ځاي کړی او په واحده نظريه يی  يوه مکمله او  رنګارنګه تاريخی نړۍ  اخلافو ته وړاندی کړی ده  ٠ د  پيچلی  او تريخ  شخصی  سرنويشت له امله ( سه ما چيان ) فردی  حيات  او  شخصي ارزښت  ته خاصه او زياته توجه وکړه ٠ نو ځکه دغه کتاب د تيرو نورو فيوډالی ټولنو د رسمی تاريخی يادداشتونو سره د مينی او دښمنۍ د تميز په باب   څرګند توپير لری ٠ په دی کتاب کښی هغه د فيوډالی ټولنی د ظالمو  طبقو  په تيره بيا د ( هان ) سلطنت عالی مستبدی  ډلی پر عملونو باندی زياته افشا وکړه، د فيوډالی مستبد تسلط په  وړاندی د ګڼ شمير خلکو د مخالفت او مقاومت څخه يی ملاتړ وکړ  او په تودو احساساتو سره يی   د ټيټو ټولنيزو طبقو د معمولی  وګړو  صفت وکړ  او په احتراماتو سره يی  يو شمير  وطن پرست قهرمانان  وستايل  ٠ دده په لاس ياد  شوی زياتی پيښی او اشخاص د رسمی تاريخی ليد او عنعتوی مفکورو له لحاظه  د منلو وړ نه دی ٠ خو د ( سه ما چيان ) په نظر داسی شخصيتونه او فعاليتونه د يادونی وړ دی ٠ د تاريخی يادداشت په نامه دغه لوی اثر خورا زيات ادبی ارزښت لری ٠   لومړی ارزښت يی دا دی چه په هنری طريقو سره يی  د ريښتيايی تاريخی موادو په استعمالولو سره په بريالی توګه د ګڼ  شميرڅرګند  طبيعت لرونکو اشخاصو څيری روښانه کړی٠مثلاٌ د بزګرو پاڅون کوونکو قوماندانانو څنګه سياسی واک ترلاسه کړ ، او هغه قهرمانان چه په ظاهره کښی نا توانه او بی جراٌته  ښکاريدل  خو په حقيقت کښی کلک  عزم او عالی مرام لرونکی ؤ  ، مشهور سرتير مبارزين ، په جګړو کښی نه ماتيدونکی  جنرالان او قوماندانان ، ترهګر قاتلان  ، با عقله او هوښيار پوهان چه ظاهراٌ ضعيف ښکاری  ، شتمنه او بډايه کونډه ښځه ، او له خپل ميئن سره تښتيدلی باجراٌته ښکلی ښځه او داسی نور ٠٠٠ او د دغه عادی او معمولی شخصيتونو يادونی  په  دی لوی کتاب کښی تر ټولو نه طلايی او زړه راجلبوونکی برخه تشکيلوی  ٠ ( سه ماچيان ) په دغه کتاب کښی په  ساده او  ژوندی کليمو او سيستماتيکه توګه د تاريخی پيښو او اشخاصو په باب ښه  تشريحات وکړل او  په ادبی او هنری قلم  يی لوستونکی ځانته راجلب کړل چه جذباتی قوت يی بی حده دی   ٠ د کتاب ليک دود  څرګند او روان دی  او خلک  ور باندی ښه پوهيږی  نو په تاريخ کښی د چين د لرغونی اثارو څخه ترټولو نه  غوره او ځلاند کتاب بلل کيږی ٠