د تانګ په سلسله کي ځلانده او شګوفه  شعرونه 
中国国际广播电台

      

د تانګ سلسله د چين په تاريخ کي ډيره مهمه دوره وه او په دي دوره کي د هيواد اقتصاد ډير  أباد ، ټولنه يي أرامه او کلتور او هنر يي ځلانده و  ، په تيره بيا د شعرونو خلاقيت اوج  ته ورسيد او د ټولنې له عمده وو کلتوري فعاليتونو څخه وشميرل شو . په هغه وخت کي د ټول هيواد په سلطنتي ازموينه کي د شعرونو ليکلو د مضامينو ځاي ونيوه . د  تانګ د شعرونو په مجموعه کي چه تر اوسه پوري  ساتل شويدي ، د دوو زرو درو سوو شاعرانو لخوا ليکل شوي  نژدي پنځوس زره شعرونه شامل شويدي  .

 د تانګ په سلسله کي د شعرونو  خلاقيت په څلورو مرحلو ويشل کيږي چه لومړي ددې سلسلي په لومړيو کلونو کي يعني  له شپږ سوه اتلسم کال نه تر اوه سوه دوولسم کال پوري څلورو تنو مشهورو شاعرانو چه وانګ بو ، يانګ جيون ، لو جاو لين او لو بين وانګ  نوميدل ، د  چيني شعرونو دايمي شکل وټاکه او ددوي د کوششونو له برکته د شعرونو موضوعات د سلطنتي ژوند څخه د خلکو ژوند ته بدل شول چه د شعرونو د پرمختګ او ابادۍ دپاره لاره هواره شوه .

  دوهمه   مرحله  د تانګ أباده او سمسوره دوره وه او په دي موده کي د لي باي ، دو فو ، وانګ وي ، من ها ژن او داسي نور مشهور شاعران رامنځته شول او لي باي او دو فو ددې ددوي وتلي نماينده ګان وو او ددوي شعرونو د چين د شعرونو په خلاقيت باندي ژورې اغيزې واچولې .

دريمه مرحله له دوه سوه دوه شپيتم کال نه تر اوه سوه اوه ويشتم کال پوري وه او په دي موده کي باي جو يي ، يون شن او  لي هه او داسي نور مشهور شاعران رامنځته شول او ددوي شعرونه د ظلم او ستم ، جګړو او تالا کولو سره د مخالفت کولو دپاره وليکل شول . د مثال په توګه شاعر لي هه  يو ځوان مرګ شاعر و  او د خپل ژوند لنډ شل کاله يي د غريبۍ او خوارۍ په حال کي تير کړل  ، خو ډير خوندور شعرونه يي وليکل .

 څلورمه مرحله د اوه سوه اوه ويشتم کال نه  تر اته سوه نهه پنځوس کال پوري د تانګ د سلسلي اخري موده وه او په دې موده کي د لي شان ين او دو مو شعرونه ډير مشهور وو .