تاو يون مين د چين په لرغوني
زمانه کي يو مشهور اديب و او نه
يوازي ښه ښه شعرونه يي ليکل ،
بلکي له دي امله يي هم ډير شهرت
وموند چه ثروت او مقام يي تحقير
کړ او د واکمنو مامورينو اطاعت
يي و نه کړ .
تاو يون مين په
عيسوي درې سوه پنځه شپيتم کال کي
وزيږيده او د چين د لومړني
کليوالي شاعر په نامه وبلل شو .
هغه په داسي زمانه کي ژوند کاوه
چه ټولنه يي نارامه او د خلکو
ژوند يي ډير خراب و . د څلور سوه
پنځم کال د مني په فصل کي د خپلې
کورنی د ژوند دپاره يي د مجبوريت
لمخې د پن ځه په نامه د ګاونډي
ولسوالۍ د مشر دنده په غاړه
واخيستله . ددې کال په ژمي کي يو
مغرور مامور د پن ځه ولسوالي څخه
د ليدنې دپاره راغي او کله چه د
پن ځن ولسوالي ته ورسيد ، سمدلاسه
يي امر وکړ چه ولسوال تاو يون مين
خپل حضور ته راغواړي .
ددې خبر د
اخيستلو نه وروسته که څه هم تاو
يون مين په زړه کي و نه غوښت چه
دده سره د پيژندګلوۍ کتنه وکړي ،
خو لاهم د مجبوريت لمخې ورغی . په
دي وخت کي دده سکريتر ور ته وويل
چه د نوموړي مامور سره د ملاقات
په وخت کي بايد ښه کالي واغوندي
او غوره رفتار دي وکړي ، که داسي
نه وي ، هغه به عالي مقام ته
ستاسو بدې خبرې يوسي .
ددي خبرې داوريدو
نه وروسته درستکار تاو يون مين
ډيرپه قهر شو او په په ټينګ عزم
يي وويل چه ښه دي چه د لوږي مړ
شم ، خو د پنځه دو په وزن د
وريجو د اخيستلو دپاره به ملا کږه
نه کړم .( دو د اندازه ګيري
واحد دی او يو دو تقريبأ د دوو
ليترو سره برابر دي ) ورپسې هغه
سمدلاسه استعفانامه وليکله او د
پن ځه ولسوال
له دندې څخه چه
يوازي اتيا ورځې يي په غاړه
درلوده ، ووت او بيرته خپل کور ته
لاړ او له دي نه وروسته هغه هيڅ
حکومتي دنده وا نه واخيستله .
په خپل اجدادي
کور کي تاو يون مين په کرکيله
بوخت و او کليوالي ژوند يي تيراوه
.په دي موده کي هغه ډير زيات ښکلي
کليوالي شعرونه وليکل چه ځيني يي
د بزګرانو د مشکل ژوند او ځيني يي
د جسمي کارونو پوري اړه درلوده .
خو کليوالي ژوند
يي ډير ارام و ، خو هم له
مشکلاتو او ستونزو څخه ډک ښکاريده
ځکه چه بي زحمته راحت نشته . مګر
د طبيعي مصيبتونو په رامنځته کيدو
سره د زياتو زحمتونو په اثر يي
هيڅ حاصل نه تر لاسه کاوه . د
تاو يون مين د ژوند وروستي موده د
غريبۍ او ناروغۍ په حال کي تيره
شوه په تيره بيا دده کور د سوزيدو
له امله ويجاړ شو او د دري شپيتو
کالو په عمر د غريبۍ او ناروغۍ په
اثر د تل دپاره سترګې پټې کړې .
د تاو يون مين
تر ټولو لوي خدمت دا و چه د خپلو
وتلي استعدادونو په استعمالولو
سره د کرنې او کليوالي ژوند په
هکله يي زيات خوندور شعرونه وليکل
، پخوا د نورو شاعرانو په شعرونو
کي د توت ونې ، کنف ، چرګ او
سپي په باب کلمات نه ليدل کيدل .
خو د تاو يون مين په شعرونو کي
ډير ليدل کيږي او لوستونکو ته
ډيره مزه او خوند ورکوي .
پرته د شعرونو نه
تاو يون مين هم زيات ښکلي نثرونه
وليکل په تيره بيا د شفتالو
ګلانو لرونکي کلي په نامه نثر يي
ډير مشهور دی او په دي نثر کي
هغه يوه ښکلي خيالي ټولنه
ترسيمه کړيده چه هلته ګډوډي ،
جګړه ،پاچا او وزيران ، ماليات او
بيګار نه وي او خلک ارام او شتمن
ژوند وکړي شي . اديب تاو يون مين
د ښکلو کليماتو په استعمالولو سره
راتلونکو نسلونو ته دا غوره اثر
راپاتي کړ او تر اوسه پوري په چين
کي هغه خيالي ټولنه د شفتالو
ګلانو لرونکي کلي په نامه ياديږي
.
په حکومت کي يو
مامور له لاسه ورکړ شو ، خو په
چين کي يو لوي اديب رامنځته شو .
د تاو يون مين هغه روحيه چه د
پنځو دو وريجو دپاره به خپله
ملا کږه نه کړي ، د چين د ګڼ
شمير درستکارو او وجدان لرونکو
منورينو او پوهانو نښه او مظهر
دی .په بله ژبه په ورځني ژوند کي
که څوک نه غواړي چه د مادي ګټو د
لاس ته راوړلو دپاره خپل ايمان او
وفاداري له لاسه ورکړي ، هميشه دا
ويل کيږي چه دغه سړي داسي درستکار
شخصيت دی چه خپله ملا د پنځو دو
وريجو د لاسه ته راوړلو دپاره نه
کږوي .
|