中国国际广播电台
ګوان هان چين چه د چين د يون
په سلسله کي يعني په ديارلسمه
پيړۍ کي ژوندکاوه ، د چين په
ادبي او ډرامي تاريخ کي تر
ټولو نه لوي ليکوال و او هغه
ډرامه چه نوم يي د دوو ير
عداوت دې او دده لخوا وليکله
شوه ، د اوو سوو کالو راهيسې
په زياتو بهرنيو ژبو ترجمه او
پرته د چين نه په نورو
هيوادونو کي هم خپره شوه .
ګوان هان چين يو داسي پوه و
چه ښه شعرونه يي ليکلې شواي او
د ډول ډول موسيقي الاتو د غږولو
، د شطرنج ، نڅا او ښکار
کولو په هنرونو کي هم ډير تکړه و
، هغه د اوږدې مودې دپاره په
پايتخت کي ژوند وکړ او په
امپراطوري روغتون کي يي دنده
درلوده ، خو هغه د طبي فن سره
زياته علاقه نه درلوده ، خو د
ډرامو له ليکلو سره يي ډيره مينه
لرله . په هغه وخت کي يو ډول
ډرامه روانه وه چه ټولنېزې
پديدې پکي څرګنديدې ، نو د عامو
خلکو او عالي حکومتي مامورينو
لخوا ور ته تود هرکلي وويل شو ،
خو د ګوان هان چين لخوا ليکل شوې
ډرامې د عالي ربته وو مامورينو د
ساعت تيري دپاره نه وې ، بلکي د
عوامو خلکو د کړاوونو او رنجونو
هنداره ګڼل کيږي .
په هغه وخت کي د يون په سلسله کي
سياسي فساد ، ټولنيز تزلزل او نا
أرامتيا ، طبقاتي او ملي تضادونه
ډير سخت وو او د بې عدالتي دوسيې
بي شميره وې او د بيلا بيلو
قومونو زحمتکښو خلکو د غمونو او
کړاوونو په حال کي شپې ورځې
تيرولې . ګوان هان چين د عامو
خلکو له غمجن ژوند سره ډيره
همدردي او خواشيني درلوده او د
خپل ماموريت له دندې څخه يي
استعفاه وکړه څو چه د عامو خلکو
ژوند معلوم کړي او د ډرامو د
ليکلو له لاري د ټولنې تتې او
فاسدې پديدې افشا او خپل خيال
څرګند کړي چه د دوو ير د عداوت
په نامه مشهوره ډرامه په همداسي
حال کي وليکل شوه او دده وتلي او
نمونوي اثر ګڼل کيږي .
له
دي امله چه ګوان هان چين د خلکو
کړاوونه او ربړونه معلوم کړل او
په ژوند کي ددوي لخوا استعمال شوي
ژبې يي ښې وپيژندلې ، پرته له دي
نه هغه وتلي او برجسته هنري
استعدادونه درلودل ، نو دده لخوا
ليکل شوي اثرونه نه يوازي د
ټولنيزو واقعياتو څرګندوي دی ،
بلکي مبارزاتې روحيه هم ترسيموي
.
ګوان هان چين په خپل ټول عمر
کي اوه شپيته ډرامې وليکلې ، خو
يوازي اتلس يي پاتي دي . نو ويل
کيږي چه ګوان هان چين د چين د
ډرامې او ادبياتو په تاريخ کي مهم
مقام نيولی او په چين کي د ډرامه
ليکلو موسس ګڼل کيږي .
|