امپراطور( ياو)  (شوين ) ته  خپلی واکچاری سپاری

中国国际广播电台

 

 د چين په اوږد فيوډالی تاريخ کښی به امپراطور عموماُ د خپل واک چاری زوی ته سپارلی ٠ خو د چين په افسانو کښی د تر ټولو نه مخکښنيو  ٣ امپراطورانو يعنی د ( ياو) ( شوين ) او ( يوو ) تر منځ د واک د سپارلوچاری  په هيڅوجه د سکه اړيکو يعنی د خپلوی په اتکا نه ترسره کيدی  ٠  هر چا چه هم يی لوړ همت درلود او د استعداد خاوند به  ؤ  ، خلکو به هغه د خپل امپراطور په حيث مانه ٠  

د روايت له مخی ( ياو) د چين لومړنی امپراطور ؤ ٠ کله چه هغه زوړ شو ، ويی غوښتل چه خپل ځای ناست پيدا کړی ٠ نو هغه د بيلا بيلو قبايلو مشران  راغونډ کړل او ددی مسئلی په باب يی له دوی سره مشوره وکړه  ٠

يو سړی چه ( چی فانګ ) نوميده وويل چه ستاسی زوی يو زړه خلاص ځوان  دی چه ستاسو ښه ځای ناست ګرځيدلی شی   ٠ ( ياو) په جديت سره وويل چه سمه نه ده ٠ زما زوی  يو بی انصافه هلک دی  او هميشه له نورو سره جنجالونه کوی ٠ بل سړی وويل چه د( ګونګ ګون ) نومی سړی چه د اوبو د لګولو په چاروکښی مسوليت لری يو ښه سړی دی  ٠ ( ياو ) خپل سر وخوځاوه او ويی ويل چه ( ګونګ ګون ) په خوله خوږی خبری کوی او په ظاهره کښی د نورو احترام کوی ، خو په زړه کښی په پټ ډول  چلبازی کوی ٠  نو زما زړه نه غواړی چه هغه ته  د واک چاری وسپارم ٠ دغه مشوره بی نتيجی پاتی شوه ٠  ( ياو)  دخپل وارث د پيدا کولو دپاره دوامدار کوشش وکړ٠

څه وختونه تير شول ٠ امپراطور ( ياو ) بيا د قبايلو مشران خپل مخ ته راوغوښتل  ٠ په دی غونډه کښی څو تنو مشرانو د( شوين ) نومی زلمی معرفی کړ ٠ ( ياو ) وويل چه هو ! ما هم دده نوم اوريدلی دی چه هغه يو ممتاز زلمی دی ٠مهربانی وکړی چه  تاسی د شوين په باب ما ته  په مفصل ډول توضيحات  راکړۍ ٠ نو  دغو مشرانو داسی وويل چه د( شوين ) پلار يو خورا بی عقله سړی دی  او خلک ور ته  ړوندسړی وايی ٠ د( شوين ) مور لا پخوا مړه شوی ده او ميره مور يی ور ته په بده سترګه ګوری او هميشه ور باندی ظلم کوی ٠ دده کشر ورور ( سيانګ )چه  د ميری  زوی يی دی ٠ هغه يو ډير مغرورهلک دی ، خو پر پلار باندی ډير ګران دی ٠ ( شوين ) په داسی مشکل حالت کښی بيا هم  له خپل پلار، ميری مور او کشر ورور سره ښه ګوزاره کوی  ٠ نو ځکه خلک ( شوين ) ته باانصافه او باادبه زلمی وايی ٠

امپراطور ( ياو ) د( شوين ) په باب د کيسی د اوريدو نه وروسته تصميم ونيوه چه دغه زلمی په امتحان کښی واچوی او وبه ګوری چه هغه يو څرنګه زلمی دی ٠ نو خپلی ٢ لوڼی يی ( شوين ) ته ورکړی او دده دپاره يی د غلودانو يو ګدام جوړ کړ او زيات غوايان او پسونه يی د بسپنی په توګه  ورکړل ٠ د دغه حالت په ليدو سره د( شوين ) د ميری مور او ورور   سخت حسادت راپورته شو ٠ نو دوی  له ړوند سړی سره وار په واره دسيسی جوړی کړی څو چه ( شوين ) ووژنی ٠

يوه ورځ ( شوين ) د خپل پلار د امر سره سم د زينی په وسيله د غلودانو د ګدام د سقف د ترميمولو دپاره ګدام ته  پورته کيده ٠  کله چه ( شوين ) سقف ته ورسيد ، دده پلار يعنی ړوند سړی پر دی ګدام باندی اور بل کړ او  غوښتل يی چه خپل زوی ( شوين ) په اور کښی وسوځوی  ٠ ( شوين ) چه دغه اور وليد نو سمدستی د زينی د لټولو دپاره دی ٠ خوا ها خوا وکتل څو چه د زينی له لاری بيرته مځکی ته کښته شی ٠ خو زينه يی پيدا نه کړه ٠ په دی اضطراری وخت کښی  هغه په تلوار سره  ٢ لويې خولۍ چه د لمر د وړانګو د مخنيوی دپاره يی سقف ته وړلی وی ،  په ٢ لاسونو ونيولی ،  دوه مټان يی لکه د مرغه وزرونه خلاص کړل او د ګدام له سقف څخه يی ځمکی ته توپ وواهه  او په پای کښی ( شوين ) په امن سره  مځکی ته راښکته شو ٠   

د( شوين ) پلار يعنی ړوند سړی او  ورور يی ( سيانګ ) خپله ناکامی ونه منله  اوبيا يی  يوه بله دسيسه  جوړه کړه ٠  بله ورځ دوی ( شوين ) ته امر وکړ چه  له څاه څخه کثافت وباسی ٠ کله چه ( شوين ) د څاه تل ته ورسيد ، دوی د څاه له خوله نه خاوری او ډبری  وغورځولی څوچه ( شوين )  ووژنی ٠  څاه په ډبرو او خاورو ډکه شوه ٠ خوحال دا چه ( شوين ) د څاه له تل نه يوه بله لاره وکيندله او بيا په امن سره بيرته کور ته ورسيد  ٠

په هغه وخت کښی د هغه ورور ( سيانګ ) په دی خبر نه و چه شوين بيرته کور ته تللی دی ٠ نو په خوشحالۍ سره يی خپل پلار ته وويل چه  ( شوين ) طبعاُ مړ شوی دی٠    اوس مونږ کولای شو چه د( شوين ) جايدادونه وويشو ٠ خو کله چه هغه د ( شوين ) کوټی ته ننوت ، ويی ليدل چه ( شوين ) د خپل کټ تر څنګه موسيقی غږوله  ٠

سره له دی زلمی ( شوين ) بيا هم د پخوا په شان د خپل پلار، ميری مور او کشر ورور سره په روغه جوړه ژوند کاوه  ٠  پلار او ورور يی نور جراُت نه درلود چه د( شوين ) د وژلو په شوم نيت  نوی دسيسه جوړه کړی ٠

زلمی ( شوين ) د امپراطور ( ياو ) د  زياتو ازموينو څخه بريالی ووت ٠ او ( ياو ) هم دا استدلال ترلاسه کړ چه ( شوين ) په ريښتيا يو باانصافه او هوښيار زلمی دی ٠ نو تصميم يی ونيوه چه ( شوين ) د خپل ځای ناست په حيث وټاکی او د واک چاری ور ته وسپاری ٠ د چين  تاريخ پوهان  په دی ډول د واک د چارو سپارلو ته  ( شان ژانګ ) وايی ٠

( شوين ) چه د ( ياو ) واکمنی  ترلاسه کړه  د عامه خلکو په شان يی ساده  ژوند تيراوه  او له خپلو ولسونو سره يی يو ځای په کارونو کښی زيات  زحمتونه وګالل ٠ نو د خلکو اعتبار يی ترلاسه کړ ٠

څو کالو نه وروسته ( ياو ) مړ شو ٠ ( شوين ) وغوښتل  چه  خپلی امپراطوری واک د ( ياو ) زوی ته ورکړی ٠ خو خلکو دده نظريه ونه منله ٠ کله چه ( شوين ) زوړ شو په همدغه طريقه يی د امپراطور د واک چاری ( يوو ) ته چه هم سپيڅلی او هم هوښيار سړی ؤ  وسپارلی ٠

د چينايانو په عقيده د ( ياو )،  ( شوين ) او(  يوو ) په لرغونی دورو  کښی د خلکو په منځ کښی د منافعو او واکونو په باب هيڅ رقابت او کشمکش نه ؤ  ٠ امپراطور د عامه خلکو په شان ساده او ارام  ژوند تيراوه  ٠