د ارباب النوعو  ٥ جګ غرونه

中国国际广播电台


      
وروسته له دی چه د ښاپيری  ( نيو وا)  له خوا  انسانان جوړ شول ، په دنيا کښی په يوه موده کښی ارامتيا وساتله شوه ٠ په يوه ورځ  ناڅاپه د اُسمان او مځکی تر منځ  سخت ټکر رامنځ ته  شو ٠ او په دی اثر په اُسمان کښی  يو غټ درز راپيدا شو او مځکه هم وچاوديده او د مځکی له زړی نه  قوی اورونه  اُسمان ته وخوټيدل چه په دی اثر  ځنګلونه وسوځول شول او سيلابونه د غرونو له  تل نه په فواره شول او  غرونه له دی امله ويجاړ شول ٠ نو شيطانانو ، بلاګانو  او وحشي حيواناتو په هرځای کښی نيلی ځغلولی ٠ او انسانان  په ژورو او سختو مصيبتونو کښی ډوب شول ٠

ښاپيری ( نيو وا ) چه د انسانانو غمجنی زاری او ناری واوريدی  لومړی يی شيطانان ، بلاګانی او پيريان ووژل ،  بيا يی  سيلابونه  له منځه يووړل او وروسته يی د اُسمان د بياجوړيدو په کار پيل وکړ ٠ دغه ښاپيری  د لرګيو په وسيله غونډۍ جوړه کړه ترڅو چه لرګينه غونډۍ  له اُسمان سره  برابره جګه  شی ٠  بيا يی  د اُسمانی رنګ په شان  شنی  ډبری پيدا کړی ٠  څرنګه چه په مځکه کښی دومره زياتی شنی ډبری نه پيدا کيدی  نو دغی ښاپيری  سپينی ، ژيړی ، سری او توری ډبری هم راټولی کړی او د لرګينی غونډۍ دپاسه يی کيښودلی او د مځکی د سخت  اور په وسيله  دغی  ډبری ويلی شړی ٠   ويلي  شويو ډبرو  د اُسمان درز ډک کړ او په دی توګه اُسمان بيا جوړ شو ٠

که څه هم  اُسمان بيا جوړ شو ٠ خو په اصلی شکل  بيرته را منځ ته  نه شو ٠ څرنګه چه  شمال لويديځه خوا يی  يو څه ښکته شوه  نو لمراو سپوږمۍ لويديځ ته کوزشو او څرنګه چه  د مځکی په جنوب ختيځه خوا کښی يو غټ او ژور خندق پيدا شو  نو د سيندونو او دريابونو اوبه هم د جنوب ختيځ  په لور روانی شوی  ٠ او د وختونو په تيريدو سره دغه غټ  خندق  په سمندر بدل شو ٠

د ( بو های ) بحيری په ختيځ کښی د ګوی شو په نامه يو ډير ژور خندق  و  چه  هم د مځکی اوبه او هم د سمندر اوبه ټولی دی غټ خندق  ته بهيدلی  خو ددی خندق اوبه په برابره سطحه وساتلی  شوی ٠ يعنی  نه زياتی شوی   او هم نه کمی شوی  ٠ نو  له دی خندق څخه سيلاب  جوړنه شو  او انسانانو ته هم  تاوان  ونه رسيد   ٠

په دی ځای کښی ٥ جګ غرونه ولاړ ؤ چه په جلا جلا توګه د ( دای يو ) ،( يوان چياو )، ( فانګ خو ) ، ( اين جو ) او ( پونګ لای ) په نامه ياديدل ٠ او هر يو يی  سل زره متره جګوالی درلود  او ددوو غرونو تر منځ  د ٢ زرو مترو فاصله وه ٠ د غرونو په سر طلايی ماڼۍ جوړی شوی او زيات شمير ارباب النوع  پکښی اوسيدل ٠

په دغو غرونو کښی مرغان او حيوانات ټول سپين  ؤ او يو شمير عجيبی ونی ولاړی وی چه خوندوری ميوی يی توليدولی  او دغی ميوی د يشمونو او مرغلرو په شکل ډيری ښکلی وی  او انسان به د دغو ښکلو او خوندورو ميوو د خوړلو نه وروسته تل ژوندی پاتی کيدی ٠ ارباب النوعو به سپين کالی اغوستل   او د ملا په دوو اړخونوکښی به يی کوچنی وزرونه ليدل کيدل  ٠ دوی وکړای شول چه د دغو وزرونو په وسيله  د سمندر دپاسه او په ارت اُسمان   کښی د مرغانو په شان  په ازاده توګه الوتنه وکړی او  د خپلوانو او دوستانو د کتلو دپاره د دغو ٥ غرونو په منځ  کښی به   الوتل او راالوتل ٠ په ريښتيا ددوی ژوند  ډير خوشحاله او نيکمرغه و ٠

خو ددوی يو غم دا ؤ ٠ څرنګه چه دغه ٥ غرونه د سمندری اوبو پر مخ باندی  ولاړ ؤ  او د سمندری تل سره نه ؤ تړل شوی ٠ نو کله چه به طوفان راپورته کيده ،  غرونه به د سمندری څپو سره سم ښکته او پورته کيدل  او دا د ارباب النوع په وړاندی يوه لويه ستونزه وه ٠  نو دوی خپل استازی اسمانی امپراطور ته وليږه او خپل غم يی ورته ووايه ٠ اسمانی امپراطور هم په دی انديښنه کښی ؤ  چه  د اسمان څنډی ته به د دغو غرونو په رسيدو سره  دغه ارباب النوع  بی کوره پاتی شی ، نو سمندری  رب النوع  ( يوو چيانګ ) ته يی  امر وکړ چه ١٥ لوی شمشتۍ واستوی او دغه ٥ غرونه  په شا کړی  يعنی  يو شمشتۍ يو غر په شا کړ او٢ شمشتۍ د غره د ساتنی وظيفه عملی کړه  په دی توګه ٥ شمشتيو ٥ غرونه په شا کړل او نورو ١٠ شمشتيو د غرونو د ساتنی وظيفه اجرا کوله ٠ نو په نتيجه کښی دغه ٥ غرونه په سمندری اوبو کښی ټينګ شول او ارباب النوع   له دی کار څخه ډير خوشحاله شول  ٠

خو ناڅاپه په يوه کال کښی د ( لونګ بو ) په نامه د غټ انسان د دولت  يو غټ سړی  دی سمندر ته ورسيد  او پکښی يی  کبان  ونيول ٠ د دی غټ  سړی  وجود د غره په شان ډير جګ ؤ ٠  هغه وار په واره ٦ شمشتۍ چه د ٢ جګو غرونو د ريښی په حيث يی رول لوباوه ،  د سمندر له تل نه راونيولی  نو له دی امله دغه ٢ جګ غرونه د خپلو ريښو د له لاسه ورکولو له امله  د سمندری څپو سره سم  د مځکنی کری  شمالی قطب ته ورسيدل او په پای کښی د سمندر په تل کښی ډول شول ٠ او هغه ارباب النوع چه په دغو ٢ غرونو کښی اوسيدل ، په وارخطايی سره په اُسمان کښی ها خوا دی خوا الوتل او راالوتل  ٠

اُسمانی امپراطور په دی خبر شو ، نو ډير په قهر شو او د ( لونګ بو) نومی دولت د انسان وجود يی کوچنی کړ ٠ ترڅو دوی نوری پيښی جوړی نه کړی ٠ پاتی ٣ غرونه د شمشتيو په ملا تړلی او تر اوسه د چين په ختيځه  بحيره کښی ولاړ دی ٠