لوی قهرمان (پان ګو) اُسمان او مځکه جلا کوی

中国国际广播电台


       

  د روايت له مخی په لری لرغونی زمانه کښی اُسمان او ځمکه  سره يو وه او ګرده فضا لکه ديوی لويې هګۍ په شکل وه او په دننه کښی توره  تياره وه چه په  برو او لرو برخو  ، ښو او کيڼو خواوو  تميز نه کيده او ختيځ ، جنوب ، لويديځ او شمال نه پيژندل کيدل ٠ خو د هګۍ په دننه کښی يو ستر قهرمان روزل شوی ؤ او دغه قهرمان ( پان ګو ) نوميده او  اُسمان او مځکه يی جلا کړه ٠  قهرمان ( پان ګو ) په هګۍ کښی د ١٨ زرو کالو دپاره وروزل شو ٠ يوه ورځ  هغه  بالاخره  له خوبه راويښ شو ٠ هغه خپلی سترګې خلاصی کړی ، خو هيڅ  يی و نه ليدل چه توره تياره وه او له  ګرد وجود څخه  سخته ګرمی احساسه کيده او تنفس يی هم ډير مشکل ؤ ٠ هغه غوښتل چه ولاړ شی خو د هګۍ  قشر دده وجود کلک بند کړی ؤ  ٠  هغه سخت په غوصی شو ٠ نو له  خپل اړخ څخه يی  غټ تبر  په لاس ونيوه  او په زور سره يی لاس وخوځاوه ٠ د يوه قوی اواز په اوريدو سره دغه لويه هګۍ ويجاړه شوه ٠ او هغه شی چه ډير روڼ او سپک ؤ ، ورو ورو پورته کيده او په اُسمان  بدل شو ٠ او نور پاتی شي چه دروند او خړ  ؤ ،  ورو ورو ښکته کيده او په مځکی بدل شو ٠

 ( پان ګو ) چه اُسمان او مځکه يی جوړه کړی  ډير خوشحاله شو ٠ خو هغه په دی انديښنه کښی و چه اُسمان او مځکه به بيا يو ځای شی ، نو خپل سر يی په اُسمان وتاړه  او پښی يی پر مځکی باندی کلکی کړی او ودريدی ٠ هغه به په يوه ورځ کښی ٩ واره بدليده او هره ورځ به يی وجود ٣ متره جګوالی موند او اُسمان به دده د جګوالی سره سم هم اوچتيده ٠ او ورسره جوخت  مځکی به هم په هره ورځ کښی  ٣ متره پونډوالی مونده ٠ بيا ١٨ زره کاله تير شول ٠ او ( پان ګو ) د ٣٠ کيلو مترو په جګوالی  يو غټ سړی ګرځيدلی ؤ ٠  بی شميره کلونه بيا تير شول ٠ او اُسمان او مځکه د ( پان ګو) په قوت په خپل ځای ټينګ وتړل شول ٠ د پان ګو انديښنه بالاخره لری شوه او دغه لوی قهرمان چه  داُسمان او مځکی په جوړولوکښی  خپل ټول قوت وقف کړ او د ډيری ستړتيا له امله پر مځکی ولويئد او مړ شو٠

د ( پان ګو ) د مړينی په وخت کښی  وجود يی لوي بدلون وموند ٠ دده کيڼه سترګه په تک سره لمر،  ښی سترګه يی په نقره يی رنګ لرونکی سپوږمی ،  وروستی ساه يی په باد او وريځو ، او وروستی غږ يی په تندر بدل شو ٠دده له ويښتانو او ږيرو څخه په اُسمان کښی  ځليدلی ستوری جوړ شول ٠  دده له  سر ، لاسونو او پښو څخه  د مځکو ٤ قطبونه او  جګ غرونه  ، له  وينو څخه يی  سيندونه او جهيلونه ، له رګونو څخه  يی واټونه  او سړکونه ، دغه شان له غوښو څخه يی حاصله خيزی ځمکی ، له  پوستکو او د پوستکو د ويښتانو څخه يی  ګلان ، واښه ، او ونی جوړی شوی   ، علاوه په دی غاښونه او هډوکی يی د سرو زرو ، سپين زرو ، مسو ، اوسپنو او ډبرو په شمول په ډول ډول قيمتی معدنونو بدل شول او خولی يی په باران بدله شوه او له دی نه وروسته  دنيا رامنځ ته شوه ٠