中国国际广播电台
په لری لرغونی زمانه کښی د هيواد د شمالی برخی په يوه شاړه
مځکه کښی يو ډير جګ غر ولاړ و ٠
او په دی غرنی سيمه کښی سمسور
څنګلونه ليدل کيدل او د ځنګونو په
منځ کښی يو موټی غټ او طاقتور
انسانان اوسيدل ٠ ددوی د مشر پر ٢
غوږونو باندی ٢ طلايی مارونه
ځوړند ؤ او په لاسونو کښی يی هم ٢
طلايی مارونه نيول شوی ؤ ٠ څرنګه
چه دغه مشر ( کوا فو ) نوميده ،
نو دغو انسانانو ته د ( کوافو )
قبيله ويل کيده ٠ د ( کوافو )
دقبيلی خلک زړه سواندی ، مهربان ،
زحمتکښ او توريالی خلک ؤ او له
نورو سره يی کوم کشمکش نه کاوه ٠
دوی په ارام او خوشحاله زړه
نيکمرغه ژوند تيراوه ٠
په يو کال کښی هوا ډيره ګرمه وه ٠ پر مځکی باندی د لمر د تودی
وړانګی د شيندلو له امله د ونو
پاڼی ژيړی او مړاوی شوی او
سيندونه وچ شول ٠ د ( کوا فو ) د
قبيلی خلکو دغه سخته ګرمی و نه
زغمله ، نو يو د بل پسی مړه شول
٠ مشر ( کوا فو ) ډير غمجن شو ٠
خپل سر يی لمر ته پورته کړ او
خلکو ته يی وويل چه لمر ډير شرير
دی ٠ زه به هرومرو دغه لمر ونيسم
٠ تر څو هغه د انسانانو امر
قبول کړی ٠ خلکو چه دده خبره
واوريده ، ور څخه يی وغوښتل چه
ته مه ځه ! ګوره ، لمر زمونږ څخه
دومره لری دی ٠ که ته په دی کار
لاس پوری کړی ، هرومرو به د
ستړتيا له امله مړ شی ٠ ځينو يی
وويل چه ګوره ! لمر دومره ګرم دی
او ته به د ګرمۍ له امله مړ شی ٠
خو سره له دی ( کوا فو) بيا هم
پر خپل عزم باندی ټينګار وکړ او
خپلو مصيبت خپلو خلکو ته يی وويل
چه ستاسو د خوشحالۍ او ارامی د
ساتلو دپاره به زه حتماُ دغه کار
ترسره کړم ٠
( کوا فو ) له خپلو خلکو سره خدايی پامانی وکړه او د لمر د
راختلو خوا ته يی لوی لوی ګامونه
واخستل ٠ لمر به په اُسمان کښی
په بيړه سره حرکت کاوه او ( کوافو
) به پرمځکی باندی د غرونو د طی
کولو او د سيندونو په پوری وتلو
سره چټکی منډی وهلی ٠ ځمکه د(
کوافو ) د قوی ګامونو په وهلو سره
متزلزله کيده ٠ ( کوا فو ) ستړی
شو او پر مځکی کيښناست ٠ هغه له
خپلو بوټانو څخه خاوری وايستلی او
دغه خاوری سمدستی په لويی غوندۍ
بدلې شوی ٠ ( کوافو ) د ډوډی
پخولو دپاره ٣ ډبری راغونډی کړی
او ديګ يی ور باندی کيښود ٠ نو
دغه ٣ ډبری په ٣ جګو غرونو بدلی
شوی چه هر يو يی څو زره متره
جګوالی درلود ٠
( کوا فو ) بيا د لمر پسی د باد په سرعت منډی ووهلی او ورو
ورو لمر ته رانژدی کيده او کله
چه هغه د لمر د کوزيدو په ځای د
لمر مخ ته ورسيد د اور په شان
يوه تک سره کره دده تر سترګو
کيده ٠ لمر خپلی قوی او سختی
طلايی وړانګی دده پر وجود باندی
وشيندلی ٠ ( کوا فو ) په هيجانی
سره خپل ٢ مټان خلاص کړل ٠ څو چه
لمر په غيږ کښی ونيسی ٠ خو د لمر
د سختی ګرمی له امله ( کوافو )
قوی تږی احساسيده ٠ نو هغه د ژيړ
سيند غاړی ته لاړ ٠ او د سيند
ټولی اوبه يی وڅښلی ٠ خو تږه يی
لری نه شوه٠ نو هغه بيا د( وی )
سيند ته لاړ او د( وی ) د سيند
ټولی اوبه يی هم وڅښلی ٠ خو د
هغه تږی بيا هم کافی لری نه شوه ٠
نو ويی غوښتل چه شمال ته لاړشی
او د لوي جهيل ټولی اوبه وڅښی ٠
خو په نيمه لاره کښی ( کوافو ) د
ستړتيا او تږی له امله پر مځکی
پريووت او مړ شو ٠
هغه د مړينی نه مخکښی زيات تاسف احساس کړ او د خپلی قبيلی خلک
يی په ياد راغلل ٠ هغه امسا هوا
ته وغورځوله ،د امسا د لويېدو په
ځای سمدستی د شفتالو سمسور
ځنګلونه رامنځ ته شول او دغو
ځنګلونو کال په کاله ښه وده
وموندله او د سياحانو دپاره يی
لوی سيوری برابری کړ ٠ ترڅو خلک د
ونو تر سيوری لاندی خپلی ستړتياوی
لری کړی ٠
دغه کيسه چه نوم يی دی ( کوافو ) لمر تعقيبوی ، د چين په لری
لرغونی زمانه کښی د وچکالی د له
منځه وړلو په هکله د انسانانو قوی
ارزو څرګنده کړی ده ٠ که څه هم
په پای کښی ( کوافو ) مړ شو ،
خو دده توريالی او نه
تسليميدونکی روحيه هيڅکله نه مری
او تل ژوندی ده ٠ د چين په زياتو
تاريخی کتابونو کښی دغه کيسه او
مربوط روايات ليکل شوی دی ٠ او د
چين په ځينو سيمو کښی خلک د دغه
ستر شخصيت د يادونی دپاره جګ غر د
( کوافو ) د غره په نامه يادوی ٠
|