中国国际广播电台
څو زره کاله مخکښی د چين د ژيړ سيند او يانګځی سيند په سواحلو
کښی د زيات شمير قبايل اوسيدل ٠
( هوانګ دی ) د ژيړ سيند په غاړو
کښی د يوی غښتلی قبيلی مشر ؤ ٠او
په دی سيمه کښی د يوی بلی مشهوری
قبيلی مشر ( ايان دی ) نوميده ٠ (
هوانګ دی ) او ( يان دی ) دواړه
وروڼه ؤ ٠ د يانګځی سيند په غاړو
کښی د ( جيو لی ) په نامه يوه
قبيله وه چه مشر يی ( څه يو )
نوميده او په جګړه کښی ډير سرتير
توريالی ؤ ٠
( څه يو ) ٨١ تنه وروڼه درلودل چه هر يو يی د حيوان وجود او
د انسان بڼه لرله ٠ ددوی مسی
سرونو او اوسپنيزو مټو بی حده
قوتونه درلودل ٠ دوی د تورو ،
غشيو او لينديوپه شمول د ډول ډول
جنګی وسايلو په جوړولو ډير تکړه ؤ
٠ او د( څه يو ) په مشرۍ دغه
غښتلی قبيلی هميشه پر نورو
قبايلو باندی تيری کاوه ٠
يو وار( څه يو ) د ( ايان دی ) سيمه ونيوله ٠ ( ايان دی ) خپل
عسکر راسمبال کړل او له ( څه يو )
سره يی بالمثله مقابله وکړه خو
په جګړه کښی ( ايان دی ) سخته
ماتی وخوړله ٠ ( ايان دی ) چه د (
څه يو ) له خوا وشړل شو ، مجبوراُ
د ( هوانګ دی ) سيمی ( ځو لو) ته
وتښتيد او له ( هوانګ دی ) څخه
يی مرسته وغوښتله ٠ ( هوانګ دی )
لا پخوا دا نيت درلود چه ( څه يو
) او دده قبيله ويجاړه کړی ٠ نو
هغه د نورو قبايلو له مشرانو سره
يوه اتحاديه جوړه کړه او د( ځولو
) په ارته مځکه کښی يی له ( څه يو
) سره د ژوند او مرګ سخته جګړه
وکړه ٠ دغه جګړه په تاريخ کښی د
( ځولو ) لويه جګړه بلل کيده ٠
د جګړی په پيل کښی ( څه يو ) په خپلو غوره او مترقی وسايلو
او طاقتورو عسکرو وار په واره بری
وموند ٠ وروسته ( هوانګ دی ) د
ښامار او نورو عجيبو وحشی
حيواناتو په مرسته پر( څه يو )
باندی سخت بريدونه وکړل ٠ که څه
هم د ( څه يو ) پوځيان غښتلی ؤ ،
خو د ( هوانګ دی ) د نظامی قواوو
او صحرايی حيواناتو د ګډو قوی
بريدونو مخنيوی يی ونه شوکړی ،
نو( څه يو ) خپل جنګی طاقت له
لاسه ورکړ او پوځيان يی هم تيت او
پرک شول ٠
د ( هوانګ دی ) په امر عسکرو يی د ( څه يو ) د مغلوب شويو
عسکرو پسی منډی ووهلی ٠ ترڅو ( څه
يو ) او دده عسکر ټول له منځه
وايستل شی ٠ ناڅاپه په اُسمان
کښی توره تياره شوه ٠ طوفانی باد
ولګيده او قوی تندر له بريښنا سره
پر ارتی مځکی باندی وچليده او
سخت باران هم واوريده ٠ د ( هوانګ
دی ) پوځيانو په دی سخته او خرابه
فضا کښی خپل دښمنان ورک کړل ٠
اصلاُ د باد ، باران او تندر
ارباب النوعو د ( څه يو ) په
غوښتنه هم په دی جګړه کښی ګډون
کړی ؤ ٠ او ( هوانګ دی ) هم له
اُسمان څخه د وچکالی رب النوع
راوغوښت څو چه د ( څه يو )سره د
مرسته کوونکو ارباب النوعو سره
مقابله وکړی ٠ د سترګو په يوه رپ
کښی باد او باران ودريدل او
اُسمان بيا شين شو ٠
( څه يو ) بيا په خپل طلسم او جادو سخته لړه پر مځکی وشيندله
٠ نو د ( هوانګ دی ) عسکر لاره و
نه پيژندله ٠ په دی حالت کښی (
هوانګ دی ) د اُسمان د هغو ځلاندو
ستورو په مرسته چه تل شمالی خوا
ښيی ، د قطبنما يوه ګاډی جوړه
کړه او له دی امله خپل عسکر يی
له سختو لړو څخه خلاص کړ ٠
د زياتو سختو او شديدو جګړو نه وروسته ( هوانګ دی ) په وار سره
د ( څه يو ) ٨١ تنه وروڼه ووژل
او په پای کښی يی ( څه يو ) په
ژوندی توګه ونيوه ٠( هوانګ دی )
امر وکړ چه ( څه يو ) په
ځينځيرونو وتړی او هغه ووژنی ٠
څرنګه چه ( هوانګ دی ) په دی ويره
کښی ؤ چه ( څه يو ) به د مړينی
نه وروسته بيا جادو وکړی ، نو د (
څه يو ) سر او وجود يی په جلاجلا
توګه په دوو لری ځايونو کښی ښخ
کړل ٠ او هغه ځينځيرونه چه ( څه
يو ) يی تړلی ؤ په څړ غره کښی
وغورځول شول ٠ خو دغه ځينځيرونه
په ځنګل بدل شول چه پاڼی يی تکی
سری ښکاريدی ٠ د خلکو په عقيده
دغه سری پاڼی د( څه يو ) وينی دی
٠
د ( څه يو ) د مړينی نه وروسته دده توريالی څيره د پيری په شان
لا هم د خلکو د ويريدو وړ وه ٠ (
هوانګ دی ) پر خپل جنګی بيرغ
باندی د( څه يو ) تصوير جوړ کړ
څو چه دخپلو عسکرو جنګی مورال
راپورته کړی او دښمنان وويروی ٠
وروسته ( هوانګ دی ) د زيات شمير
قبايلو ملاتړی ترلاسه کړه او د
ټولو قبايلو د مشر په حيث ټاکل
شوی ؤ ٠
( هوانګ دی ) ډول ډول استعدادونه درلودل او زيات اختراعات يی
رامنځ ته کړی ؤ مثلاُ د ماڼۍ ،
ګاډی ، بيړۍ او رنګه کالی د
جوړولو په شمول داسی نور ډول ډول
مهارتونه يی درلودل ٠ د ( هوانګ
دی ) ميرمن ( لو ځو ) هم يوه
اختراع کوونکی ښځه وه ٠ پخوا د
وريښمو چينجی وحشی وی ٠ او
انسانان دوريښمو د چينجيو په
اهميت باندی هيڅ نه پوهيدل ٠ (
لوځو ) خلک پوه کړل چه څنګه د
وريښمو چينجی وروزی ، له دغو
چينجيو څخه د وريښمو تارونه
ترلاسه کړی او د وريښمو ټوکران
يی ور څخه جوړ کړی ٠ له دی نه
وروسته چين د اورښمو تمدن ترلاسه
کړ ٠ علاوه په دی ( هوانګ دی ) د
انسانانو پر وجود باندی د باران د
مخنيوی دپاره د چترۍ په شکل يوه
ودانی جوړه کړه او ( لوځو ) ددی
ودانی په شکل لاسی چترۍ جوړه
کړه ٠
د چين په لرغونو رواياتو کښی ( هوانګ دی ) يو ډير د احترام وړ
لوي شخصيت ؤ ٠ د چينايانو په
عقيده ( هوانګ دی ) د چينی ملت
مؤسس ؤ ٠ دوی خپل ځانونه د (
هوانګ دی ) وارثان بولی ٠ څرنګه
چه ( هوانګ دی ) او ( ايان دی )
دواړه وروڼه ؤ ، نو چينايان هم
خپل ځانونه د ( ايان ) ( هوانګ )
په اولادونو پوری تړلی ګڼی٠ دوی
د خپلو ګډو اسلافو د يادونی
دپاره د چين د ( شان سی ) ولايت
د ( هوانګ لينګ ) ولسوالۍ په
شمالی غرنی سيمه کښی د ( هوانګ دی
) مقبره جوړه کړه او د هر کال په
پسرلی کښی د چينايانو استازی د
نړۍ له بيلا بيلو سيمو نه دی ځای
ته راغونډيږی او دغه ستر سلف ته
چه چينی ملت يی جوړ کړی دی خپل
د احترام مراتب څرګندوی ٠
|