په تصوير کښی مار ته پښی وکښلی شوی

中国国际广播电台


      

په لرغونی زمانه کښی د ( چو ) په نامه ملک کښی يو اشراف ؤ چه اسلافو ته د عبادت کولو نه وروسته يی شراب خپلو شخصی ملګرو ته ورکړل ٠ دغو ملګرو وليدل چه شراب يوازی د يوه سړی دپاره دی او د ټولو دپاره ډير لږ  ښکاری  ٠   نو دوی موافقی ته ورسيدل  چه پر مځکی باندی به د مار د رسم کښلو په باب يوه سيالی پر ځای شی څوک چه تر نورو نه دمخه خپل کار ترسره شی  ،  نو دغه شراب به وڅښی ٠

يوه سړی تر نورو نه دمخه د مار رسم بشپړ کړ ٠ نو ډير مغرور ؤ  ٠ هغه  په کيڼ لاس کښی د شراب پياله ونيوله  او ښی لاس يی بيا پرمځکی خپل کار ته دوام ورکړ  او ويی ويل چه وګورۍ ! ما ته  نور  وخت هم شته چه د ماردپاره څو پښی وکښم ٠

خو  په دی وخت کښی يوه  بل سړی هم خپل کار ترسره کړ ٠ هغه د شراب پياله د لومړی سړی له لاس نه راواخستله او ور ته يی وويل چه مار په اصل کښی پښه نه لری ٠  تا ولی ور ته پښی ورکړی دی ؟ په دی توګه  دغه سړی  شراب وڅښل ٠ او هغه لومړی سړی چه بايد شراب وڅښی ، په دی سيالی کښی ناکام  شو ٠

له دی کيښی څخه خلک په دی پوه شول  چه هر څوک  غواړی  يو کار وکړی بايد  مشخص او څرګند مرام ولری او په ټينګه اراده يی ترسره کړی ٠ که نه ، حتماُ به ناکامی ترلاسه کړی ٠