د ( هه ) نومی سړی قيمتی يشم وړاندی کوی
中国国际广播电台


      

د( چو ) په ملک کښی يو سړی و چه ( بيان هه ) نوميده ٠ هغه په غرونو کښی يوه اصلی قيمتی ډبره وګټله ٠ نو پاچا ( لی ) ته يی وړاندی کړه ٠ پاچا ( لی ) يو يشم پوه سړی  خپل حضو ر ته راوغوښت چه دغه قيمتی ډبره وپيژنی ٠ يشم پوه وويل چه دا يوه معمولی ډبره ده او هيڅ ارزښت نه لری ٠ نو د پاچا ( لی ) په نظر هغه فريب خوړلی دی ٠  نو  د ( بيان هه )کينه پښه يی پری کړه ٠

د پاچا ( لی ) د مړينی نه وروسته ( وو )  په شاهی تخت ناست و ٠ ( بيان هه ) بيا دغه ډبره پاچا ( وو ) ته وړاندی کړه ٠ پاچا ( وو ) بيا يو يشم پوه خپل مخ ته راوغوښت ٠ دغه سړی هم وويل چه دا يوه عادی ډبره ده ٠ نو پاچا ( وو ) هم(  بيان هه ) ته فريبګر وباله  ، او  دده  ښی پښه يی قطع کړه ٠

د پاچا ( وو ) د مړينی نه وروسته ( وين ) د پاچا ځای ونيوه ٠ ( بيان هه ) ددی  ډبری  په وړلو سره د غرونو په بيخه د ٣ شپو او ورځو دپاره سخت وژړل چه اوښکی يی هم وچی شوی او وينی يی له سترګو نه وتويئدی ٠ پاچا(  وين ) چه دغه خبر يی واريد ،  د يوه نوکر په استولو سره له ( بيان هه ) نه پوښتنه وکړه چه په دنيا کښی داسی  کسان زيات ليدل کيږی چه پښی يی پری کړی شوی دی ٠ ته ولی دومره سخت ژاړی  ؟

( بيا هه ) ځواب وکړ چه زه ځکه دومره سخت ژاړم  علت يی دا دی چه يو قيمتی يشم په عادی ډبری وګڼل شو او وفادار سړی په غلوونکی  وبلل شو ٠ نو  پاچا ( وين ) بيا  يشم پوه ته امر وکړ چه پردی ډبری باندی په جدی او دقيق ډول  څيړنه وکړی ٠ بالاخره دغه ډبره په قيمتی يشم وپيژندل شوه چه په دنيا کښی نه ليدل کيږی ٠ وروسته   دغه يشم ته د ( هه ) نوم ورکړ شو  ٠

له دی کيسی څخه چه ليکوال يی د ( هان ) په امپراطوری دوره کښی جنرال ( هان فی ) نوميده ، د( بيان هه ) نومی سړی  په مثال يی خپل غمجن حالات وښودل  چه  سياسی نظر هم د امپراطور له خوا نه دی منل شوی  ٠ خو  له دی کيسی څخه بله  معنی هم څرګنده شوی ده  چه يشم پوه بايد پر يشم ښه پوه شی او  امپراطور بايد بااستعداده او ممتاز کسان ښه وپيژنی ٠ او يشم وړاندی کوونکی بايد تياری ونيسی چه د قيمتی يشم  د وړاندی کولو دپاره خپل عمر وقف کړی  ٠