د څاه په تل کښی د چنګاښ په باب کيسه
中国国际广播电台


      

د يوی څاه په تل کښی يو چنګاښ دی چه هره ورځ په خوشحالی سره تيروی ٠ يوه ورځ  هغه د سمندر څخه راغلی شمشتۍ ته وويل چه زه دومره خوشحاله يم چه کله کله بهر ته ځم او د څاه په اړخ توپ وهم  او کله کله څاه ته  بيرته راځم او د څاه په ديوال او تل کښی استراحت کوم او خپله ستړتيا لری کوم ٠ وګورۍ ! نور کوم چينجی به زما څخه نيکمرغه وی   !  ته ولی دلته نه اوسيږی  ؟

سمندری شمشتی وغوښتل چه څاه ته  ننوځی او د جنګاښ سره وګوری خو کله چه کيڼه پښه يی  څاه ته داخله شوه ، د څاه خوله يی ډکه کړه ٠ نو مجبوراُ يی پښه بيرته وايستله  ٠ دغه شمشتی د څاه د خولی په اړخ کښی  سمندری حالت چنګاښ ته معرفی کړ او ويی ويل چه ستا په نظر د زرو کيلو مترو اوږدوالی  فاصله ډيره لری ده ٠ خو سمندر دومره لوی او ارت دی چه  په خوله  يی  نه شم تشريح کولی ٠ که څه هم غرونه په ريښتيا جګ دی ، خو د سمندر ژورتيا  نه شی حسابولای   ٠ په لری لرغونی تاريخ کښی  د ( شيا يوو ) په زمانه کښی  به په هروله لسو کالو کښی   ٩ کاله  سيلابونه راپيښيدل ٠ خو سمندری اوبه زياتی نه وی  ٠ دغه شان د ( شانګ تانګ ) په موده کښی په ٨ کالو کښی   ٧ کاله  وچکالی رامنځ ته کيدی ٠ خو سمندری اوبه هم کمی نه وی ٠ له دی څخه څرګنديږی چه د لوی سمندر اوبه  نه د وخت په تيريدو سره بدليږی او هم نه د بارانو د اوريدو سره سم زياتيږی او يا کميږی ٠ دا زما تر ټولو نه لويه خوشحالی او فخر دی  چه په لوی سمندر کښی ژوند کوم ٠

چنګاښ د سمندری شمشتی د خبرو په اوريدو سره ډير حيران شو  او خپل ځان يی ډير وړوکی احساس کړ ٠

 دی متل  خلکو ته وښودل چه بايد په هيڅوجه د يوی لږی کاميابی د ترلاسه کولو له امله خپل ځان مغرور نه کړی  او يا بايدد خپلی يوی ښيګړی له امله  نورو ته په سپکه سترګه و نه ګوری  ٠