د ( يوو ګونګ ) په نامه بوډا غرونه لری کوی
中国国际广播电台


      

دغه کيسه چه نوم يی دی ، ( يووګونګ ) غرونه لری کوی ،  يوه ريښتيانی کيسه نه ده ٠ خو په چين کښی د زړو وړو له خوا ښه ويل کيږی ٠ 

په دی کيسه کښی ويل شوی دی چه پخوا يو سپين ږيری سړی و چه ( يوو ګونګ ) يعنی په چينايی ژبه  بی عقله  بوډا نوميده ،  عمر يی ٩٠ کالو ته رسيدلی ؤ ٠ دده د کور په وړاندی ٢ غرونه ولاړ ؤ چه يو يی ( تای هانګ شان ) او بل يی ( وانګ وو شان ) نوميدل ٠ او  دخلکو د تګ راتګ دپاره يی زيات مشکلات رامنځ ته کړی ؤ ٠

يوه ورځ دغه سپين ږيری  د کورنی ټولو غړو ته وويل چه  دغه ٢ غرونه زمونږ د کور مخه نيولی ده او له دی امله زمونږ د تګ راتګ دپاره زيات مشکلات راپيدا شوی دی ٠ زمونږ دکورنی ټول غړی  بايد په يوه زړه او پورت قوت سره دغه  ٢ غرونه لری کړی ٠ ستاسو نظر څرنګه دی ؟

د سپين ږيری زامنو او لمسيو چه دده  خبری واوريدی تصميم ونيوه   چه سبا به مونږ په دی  کار پيل وکړو ٠ خو د سپين ږيری ماندينی  سپين سری دا نظريه څرګنده کړه چه څرنګه چه  د جګوالی له امله د غرونو له منځه وړل  يو ناشونی کار دی ٠  مونږ له پخوا نه په دی ځای کښی  شپی او ورځی تيری کړی دی نو ولی دغه ژوند ته دوام ورکړی نه شو ؟ او بله ستونزه يی دا ده چه د غرونو خاوری او ډبری کوم ځای ته يووړل شی ؟

د سپين سری دغه خبری د ټولو له خوا د زيات بحث وړ وګرځيدی ٠ په پای کښی دوی فيصله وکړه چه خاوری او ډبری به سمندرته يووړل شی ٠

په دوهمه ورځ سپين ږيری د کورنی د ټولو غړو سره يو ځای په خپلو کارونو پيل وکړ ٠ ددوی  ګاونډۍ يوه کونډه ښځه وه ٠ ددی زوی چه د ٧، ٨ کالو  عمر درلود هم په خوشحالۍ سره په دی کار کښی ګډون وکړ ٠ خو څرنګه چه ددوی په کور کښی د دغو غرونو د وړلو دپاره الی  او وسيلی لږی  وی  او له سمندر سره يی فاصله ډيره زياته وه نو د يوی مياشتی په زيار ايستلو سره يی غرونو   په څرګنده توګه د پخوانيو غرونو سره څه توپير پيدا نه کړ ٠

يو بل سپين ږيری چه ( جه شو ) نوميده يو ډير زيرک او هوښيار بوډا ؤ ٠ هغه وليدل چه د ( يووګونګ ) کورنی دغرونو په وړلو بوخت دی ، ورباندی يی ډير وخندل ٠ او ( يووګونګ ) ته يی وويل چه  ستا عمر دومره زيات دی او په پښو تګ راتګ در ته  هم مشکل دی ٠ نو تاسی څنګه دغه غرونه له منځه وړلی شی ؟

( يووګونګ ) ځواب ورکړ  چه که څه هم  زه به  ژر مړ شم ، خو زما زوی ژوندی دی ٠ که زما زوی مړ شی ، زما لمسی به پاتی وی ٠ او په دی توګه  زما وارثان  نسل په نسل ساتل کيږی  حال دا چه غرونه ورځ په ورځ ، مياشت په مياشتی او کال په کال کميږی ٠ نو ولی به دغه کار ترسره نه شی ؟  سپين ږيری (جه شو) چه ځان  يی هوښيار باله ،  د ( يووګونګ ) د خبرو د اوريدو نه وروسته  نور هيڅ و نه ويل او لاړ ٠

په دی توګه سپين ږيری  ( يوو ګونګ ) او دده د کورنی ټول غړی د ګرمی او يخنی سره سره له سهار وختی نه تر تياری شپی  پوری د غرونو په وړلو لګيا ؤ ٠ په پای کښی ددوی عملونو پراسمانی امپراطور باندی اغيزه واچوله ٠ نو اسمانی امپراطور ٢ ارباب النوع دنيا ته وروليږل او دغه  ٢غرونه يی له منځه يووړل ٠ خو د ( يوو ګونګ ) له خوا د غرونو د وړلو په باب کيسه تراوسه د خلکو په منځ کښی ويله کيږی  ٠ له دی کيسی نه خلکو ته وښودل شول چه  څوک چه په  ټينګی ارادی  او نه ستومانه کيدونکی روحيی سره کار وکړی ، نو هرمرو به ټول مشکلات   لری کړی  او کاميابی به ترلاسه کړی ٠