د ( دونګ ګوه ) صاحب او د ( جونګ شان ) ليوه په باب کيسه  
中国国际广播电台


      

د ( دونګ ګو ) صاحب او ( جونګ شان ) ليوه په باب  کيسه د ميلاد په ١٣ مه پيړۍ کښی د چين د ( مين ) په امپراطوری سلسله کښی  د ليکوال ( ما جونګ سی ) په کتاب کښی ليکل شوی ده ٠ کيسه يی دا ده : ښاغلی ( دونګ ګوه ) يوه ورځ په يوه خره باندی يوه کڅوړه کتابونه بار کړی ؤ او د ( جونګ شان ) په نامه دولت ته لاړ ، څو چه يو ماموريت  ترلاسه کړی ٠ ناڅاپه يو زخمی ليوه دده مخی ته ورسيد او ور ته يی وويل چه صاحبه ! اوس ما  يو ښکاری  تعقيبوی او نوموړی زه په غشی  وويشتلی يم  او  زه ډيرسخت زخمی شوی يم ٠ نو له تاسو څخه غوښتنه کوم چه ما له دی خطر څخه وژغوری او  ما ستا په دی کڅوړه کښی  پټ کړی  ٠ ( دونګ ګو ) صاحب البته ښه پوهيږی چه ليوه انسان خوری ٠ خو هغه وليدل چه دغه ليوه زخمی شوی او زيات عذر او زاری يی وکړی   ، نو د  ليوه غوښتنه يی ومنله او د رسۍ په وسيله يی ليوه وتاړه او په کڅوړه کښی يی واچاوه ٠

يوی شيبی نه وروسته ښکاری  راغی ، خو ليوه يی پيدا نه کړ ٠ هغه  د ( دونګ ګو ) څخه پوښتنه وکړه چه تاسی يو ليوه ليدلی دی که نه ؟ او هغه چيری تښتيدلی دی ؟

 صاحب ځواب ورکړ چه ما ليوه نه دی ليدلی ٠ دلته وړوکی لاری زياتی دی ٠ ښايی چه ليوه به بلی لاری ته تښتيدلی وی ٠ ښکاری د ( دونګ ګو ) د خبرو د اوريدو نه وروسته   بلی لاری ته ولاړ ٠ کله چه ليوه چه په کڅوړه کښی  واوريدل  چه  ښکاری لاړ ، نو ( دونګ ګو ) څخه يی  غوښتنه وکړه چه ما له دی کڅوړی څخه وباسه څو چه خپل ځان ما ژر ژر له دی خطر څخه بچ کړم  ٠ دغه مهربان سړی د ليوه غوښتنه بيا ومنله او  ليوه يی له کڅوړی څخه وايست ٠ کله چه ليوه ازاد شو ، نو دغه مهربان صاحب ته يی چيغی وويل  چه اوس زه ډير وږی يم  ، زه  غواړم چه  تا وخورم ٠ ور پسی ليوه د  ( دونګ ګو ) پر بدن  باندی توپ وواهه ٠  ( دونګ ګو)  ډير په قهر شو ٠  ليوه ته يی وويل چه ډير  ناشکر يی ٠  هغه  په تش لاس  له  ليوه سره په مبارزه پيل وکړ ٠ په دی وخت کښی يو بزګر چه  کلنګ يی  په لاس کښی نيولی ؤ   له دی ځايه تيريده ٠ ( دونګ ګو ) له  بزګر څخه د مرستی غوښتنه وکړه ٠ او  له خطر څخه د ليوه د ژغورلو په باب کيسه يی هم بزګر ته وويله ٠ خو  ليوه  پردی  اعتراف ونه کړ چه ( دونګ ګو ) له خطر څخه هغه ژغورلی دی ٠ دغه سابقه دار بزګر لږ څه فکر نه وروسته وويل چه ستاسو د دواړو پر خبرو باندی  عقيده نه لرم ٠ ځکه چه دغه کڅوړه دومره کوچنی ده او ليوه ډير غټ دی ٠ هغه  په هيڅوجه پکښی نه ځايئږی ٠  نو تاسی بايد ما ته په عملی توګه وښيی او زه ښه پوه  شم  بيا ستاسو د يوه  پر خبرو باور وکړم ٠  ليوه د بزګر غوښتنه ومنله ٠ په دی توګه ( دونګ ګو ) بيا په رسۍ ليوه کلک وتاړه او په کڅوړه کښی يی واچاوه ٠ په دی وخت کښی سابقه دار بزګر د کڅوړی خوله سخته وتړله او ( دونګ ګو)  ته يی وويل چه ليوه حتما انسان خوری چه اصلی طبيعت يی هيڅکله نه بدليږی  ٠ ته چه پر ليوه باندی مهربانی کوی  ډير نا پوهه يی ٠ وروسته دغه سابقه دار بزګر په کلنګ  ظالم  ليوه وواژه ٠

په دی وخت کښی ( دونګ ګو ) پوه شو او له بزګر څخه يی زياته مننه وکړه ٠ اوس د ( دونګ ګو ) صاحب او ( جونګ شان ) ليوه له کلمو څخه په چينايی ژبه کښی ٢ اصطلاحګان  جوړ شوی دی ٠ يعنی  ( دونګ ګو ) صاحب هغه سړی ته ويل کيږی چه د سموالی او ناسموالی تميز نه کوی ٠ او ( جونګ شان ) ليوه  ناشکره  سړی  بلل کيږی ٠