جنوب ته د تګ  ګاډی د شمال پر لاری  نښه پريږدی
中国国际广播电台


      

د ميلاد نه دمخه له ٥ می پيړی نه تر ٣ می پيړی پوری چين جنګی دوری ته داخل شوی ؤ ٠ په هغه وخت کښی د هيواد په ارته خاروه کښی زيات شمير ملکونه موجود ؤ اوددوی تر منځ  کال په کال زياتی جګړی رامنځ ته کيدی ٠ نو ځکه په بيلا بيلو ملکونو کښی زيات شمير مشاورين رامنځ ته شول ، ترڅو د بری موندلو دپاره  پاچاګانو ته جنګی تاکتيکونه او نيرنګونه جوړ کړی ٠ دغو مشاورينو  تل د خوندورو او ژوندی مثالونو او اصطلاح ګانو په وړاندی کولو سره  خپلی  نظريی  څرګندولی  ترڅو پاچا ددوی  نظريه ومنی ٠ او هغه کيسه چه  جنوب ته د تګ ګاډی د شمال پر لاری نښه پريږدی   د ( وی ) د ملک پاچا ته  د وزير ( جی ليانګ ) له خوا د خپلی  نظريی د څرګندولو په وخت کښی ويله شوی وه ٠   

 د تاريخ په دی جنګی دوره کښی غښتلو او پياوړو ملوک الطوايفو وغوښتل چه پر نورو باندی د خپلی باداری مقام ټينګ کړی ٠ البته د ( وی ) د ملک پاچا هم دا نيت درلود٠ هغه پلان جوړ کړ چه لومړی د ( جاو ) د ملک پر مرکز ( خان دان ) باندی حمله وکړی او د ( جاو)  ملک دی ته اړ کړی چه  د ( وی ) ملک  ته خپل سر  ټيټ کړی ٠  

د ( وی ) ملک وزير ( جی ليانګ ) چه د ملک په بهر کښی په کار بوخت ؤ ، ددی خبر د اوريدو نه وروسته سمدستی  بيرته خپل ملک ته ورسيد او په  تلوار سره  د پاچا حضور ته لاړ ٠ په دی وخت کښی د ( وی ) پاچا د خپل نظامی پلان د عملی کولو په هکله  په عسکری ترتيباتو کښی لګيا   ؤ ٠ کله چه هغه وليدل چه وزير ( جی ليانګ ) په بيړی سره دده مخی ته راغی ، حيران شو  ٠ نو ور څخه يی پوښتنه وکړه چه ته ولی په دومره تلوار سره له ما سره ګوری ؟ ( جی ليانګ ) وويل چه ما په لاره کښی يو عجيبه حالت وليد ٠ نو په تلوار سره ستاسو حضور ته  ورسيدلم او ومی غوښتل چه دغه حالت سمدستی تاسو ته ووايم ٠ پاچا  کنجکاوی څرګنده کړه  او بيا يی تری پوښتنه  وکړه چه څه دی ليدلی دی ؟ ( جی ليانګ ) وويل چه ما په لاره کښی يوه ګاډی وليدله چه شمالی خوا ته يی حرکت کاوه  ٠ ما د ګاډی چلونکی څخه پوښتنه وکړه چه ته چيری ځی ؟  هغه ځواب راکړ چه زه د ( چو ) ملک ته ځم ٠ زه حيران شوم او ور څخه می پوښتنه وکړه چه د ( چو ) ملک په جنوب کښی دی ، ته ولی شمال ته ځی ؟ هغه بی له فکره ما ته وويل چه زما اس  په ځغاستی کښی  ډير تکړه اس دی ، نو زه به حتما  د ( چو) ملک ته ورسيږم ٠ زه لا زيات حيران شوم او بيا می ور څخه پوښتنه وکړه چه که څه هم ستا اس ډير طاقتور او قوی دی ، خو  شمالی خوا  ستا هدف نه دی  ٠ هغه بيا وويل چه انديښنه مه کوه ! ځکه چه  په لاره کښی زما زيات لګښتونه چمتو شوی دی ٠ زه بيا هم دده پرخبرو پوه نه شوم ٠ نو بيا می ور ته وويل چه که څه هم ستا لګښتونه زيات دی  خو شمالی خوا ته د تګ لاره د ( چو ) ملک ته د رسيدو لاره نه ده ٠ هغه په لويه خندا سره بيا ما ته وويل ستا خبری  هيڅ ارزښت نه لری ٠ د ګاډی د چلولو په هکله زما مهارت ډير ښه دی ٠  اه !  زما پاچا ! هغه زما خبرو ته هيڅ توجه ونه کړه اود شمال په لوری يی خپل  حرکت ته دوام ورکړ  ٠

د ( وی ) پاچا د ( جی ليانګ ) د خبرو د اوريدو نه وروسته  زيات وخندل او ويی ويل چه ايا په ريښتيا سره  په دنياکښی داسی ناپوه سړی پيدا کيږی  ؟ وزير ( جی ليانګ ) بيا خپلو خبرو ته دوام ورکړ او ويی ويل چه  زما لوی خانه ! تاسی نه غواړی چه د بيلا بيلو ملکونو مشرتابه ترلاسه کړی ؟ ددی هدف د ترسره کولو دپاره بايد تاسی لومړی د نورو اعتبار ترلاسه کړی ٠ خو اوس تاسی د خاوری د پراخوالی او د پوځونو د زياتوالی په اتکا دا پلان جوړ کړی دی چه  د ( جاو )  پر ملک باندی حمله وکړی  او له دی لاری خپل مقام پياوړی کړی ٠ خو تاسی به ددی عمل په نتيجه کښی له خپل لوی  هدف څخه لری ولاړشی ٠  لکه څنګه چه د ګاډی چلونکی  چه اصلاُ جنوبی خوا  دده د تګ  هدف دی خو شمال ته لاړ ٠  

  ور پسی د ( وی ) پاچا خپل سر  ټيټ کړ ، يو څه چرت يی وواهه ، بيا يی د ( جی ليانګ ) نظريه  ومنله او د ( جاو ) پرملک باندی يی د حمله کولو نيت  پريښود ٠

له دی کيسی څخه خلکو ته دا وښودله شوه چه هغی ګاډی چه جنوب يی د خپل حرکت هدف دی ، د شمال پر لوی منډی وهی نو په نتيجه کښی به خپل هدف ترسره نه کړی ٠