د ( سی هو ) په نوم د جهيل په باب کيسه
中国国际广播电台


      

د چين په ختيځه برخه  کښی د ( هان جو)  نومی ښار شته او په دی ښار کښی د(  سی هو ) په نامه يوښکلی جهيل پروت دی ٠ دجهيل ښکلا د لرغونی تاريخ نه راهيسی د بی شميرو داخلی او خارجی سيلانيانو زوړنه کښلی او کاږی يی ٠  په ١٤مه پيړی کښی د ايتاليی نامتو مسافر ( مارکوپولو )  د ( هان جو ) ښار ته ورسيد او د ( سی هو )  جهيل  يی داسی ستايلی دی چه که څوک د ( سی هو ) جهيل په چاپريال کښی ژوند وکړی  لکه  په جنت کښی ژوند کوی  ٠ د ( سی هو ) جهيل د چين په ختيځه برخه کښی د( جه جيانګ ) ولايت په مرکز ( هان جو ) ښار کښی واقع دی او دغه جهيل  د يوی قيمتی مرغلری په حيث د خلکو په زړونو کښی خوږی خاطری پريښودلی دی  ٠ د جهيل ٣ خواوی شنه غرونه دی ،  اوبه يی خورا رڼی بهيږی  او د جهيل په غاړو د ( بای تی ) او ( شو تی ) په نامه هغه ٢ اوږدی لاری چه  د چين د ٢ نامتو شاعرانو نومونه ور باندی کيښودل شوی دی  لکه ٢ وريښمينی  شنی فيټی د اوبو د نرمو څپو سره  سريښی شوی دی او سيلانيان چه په دغو ٢ لارو چکروهی  هم رنګارنګ ګلان او شنی ونی کتلی شی  او هم د اوبو او غرونو د ښکلی منظری څخه خوند اخستلی شی   ٠ د ( سی هو ) د جهيل هوا د کال په ٤ فصلونو کښی د خلکو دپاره مناسبه ده  ٠ نو د لرغونی تاريخ  نه راهيسی د چين زيات شمير مشهورو شاعرانو او ليکوالانو د  ښکلی منظری په ليدو سره حتی ونه غوښتل چه له دی ځايه  ولاړشی ٠ دوی  د ( سی هو ) د جهيل د ستاينی په هکله زيات ښکلی  شعرونه او مقالی وليکلی او تر اوسه پوری يی د خلکو په زړونو کښی کلک مقام نيولی دی  ٠ د بيلګی په توګه د ( سونګ ) په  امپراطوری سلسلو کښی نامتو شاعرچه  ( سو دونګ پو ) نوميده ٠ د ( سی هو ) جهيل د چين د لرغونی زمانی د مشهوری ښکلی پيغلی ( سی شه ) په توګه راياد کړ او په دی باب يی يو نا فنا کيدونکی شعر  وليکه او دغه شعر تر اوسه پوری د خلکو په منځ کښی نسل په نسل ويل کيږی ٠

د ( سی هو ) د جهيل په باب ښکلی روايات ډول ډول دی ٠ او د ( دوان چياو ) د پل په باب کيسه  د چين په  روايت کښی يوه ډيره مشهوره کيسه  بلل کيږی ٠

د روايت له مخی يو سپين مار ؤ چه  په مذهبی روزنی  کښی د زر کالو د زحمت ګاللو نه وروسته ديوی ښکلی پيغلی په توګه بدل شو ٠ په چينايی ژبه سپين ته ( بای ) وايی  نو هغه د پيغلی ( بای ) په نامه ياديده ٠ او  يو بل شين مار ؤ چه هم د ٥ سوو کالو زيار ايستلو نه وروسته په يوی هوښياری  نجلۍ بدله شوه ٠په چينايی ژبه ( سياو )  کوچنی ته او ( شين ) چينګ ته وايی ٠ نو  په دی کيسه کښی خلکو ور ته د ( سياو چينګ ) نوم ورکړ ٠ دوی دواړه  په دی خبر شوی چه د ( سی هو ) جهيل ډير ښکلی دی ، نو په ملګرتيا سره د دی جهيل سيل ته ولاړی  ٠ کله چه دوی د ( دوان چياو ) په نامه پل ته ورسيدی  ، پيغلی ( بای ) يو  ځوان زلمی چه ( شو سيان ) نوميده ډير خوښ کړ ٠  نو نجلۍ ( سياو چينګ )  د خپلی خور لنډی  د مرستی دپاره جادوګری  وکړه ٠ او د جادو ګری له امله  په اسمان کښی توری وريځی راټولی شوی ٠ بيا وروسته  سخت باران واوريد٠ زلمی (  شو سيان ) په تلوار سره خپله  چترۍ خلاصه کړه او د جهيل غاړی ته ولاړ  او  بيړۍ يی راوغوښتله تر څو کور ته بيرته ولاړ شی ٠  هغه وليدل چه  ٢ نجوڼی په باران کښی  ولاړی دی ، نو  خپله چترۍ يی دوی ته ورکړه  او پخپله  په باران کښی ددوی څخه لری ولاړ  ٠  پيغلی ( بای ) وليدل چه دغه زلمی يو پاک ځوان دی  ، نو هغه يی  لا زيات خوښ کړ ٠ مقابلتاُ زلمی ( شو سيان ) د پيغلی ( بای ) د ښکلا له امله هم ورسره مينه پيدا کړه ٠ دوی دواړو د نجلۍ ( سياو چينګ ) په مرسته واده وکړ او د جهيل په غاړه يی د ناروغۍ د علاج دپاره يو کلينيک  پرانست ٠ او د همدی کار له امله د ګاونډيانو له خوا  زيات وستايل شول ٠

خو دجهيل په بله غاړه  د ( جينګ شان ) په نامه معبد ؤ او د معبد د لوی بودا ( فا های ) په نظر ميرمن ( بای ) چه په اصل کښی  پيری وه ،  حتماُ به انسان ته ضرر ورسوی ٠ نو هغه په پټ ډول ( شو سيان ) ته د ميرمنی ( بای  ) راز ووايه ٠که څه هم ( شو سيان ) د ( فا های ) پر خبرو باندی دومره يقين نه درلود خو بيا يی هم  په وارخطايی سره شپی ورځی تيرولی  ٠ د وريجو جشن  راغی ٠ د رسم رواج سره سم په دی جشن کښی  بايد خلک شراب وڅښی  ٠ ترڅو کورنی يی په امن شی ٠ (  شو سيان ) د راهب ( فا های ) د خبرو سره سم هم خپلی ماندينی ته شراب ورکړل ٠ که څه هم  ميرمن ( بای ) اميدواره شوی وه ٠ خو  هغه د خپل ميړه د قوی غوښتنی سره سم شراب وڅښل ٠ په نتيجه کښی داسی  تراژدی را پيښه شوه چه هغه خپلی اصلی څيری  يعنی سپين مار ته بيرته واوښته   او ( شو سيان ) ديوه غټ سپين مار  په ليدو سره د سختی ويری له امله مړ شو ٠ سپين مار يعنی ميرمن ( بای ) د خپل ميړه د ژغورلو دپاره د لری فاصلو په وهلو سره د ارباب النوعو د اوسيدو غره ته لاړه  څو چه هغه  اعجازی دوا  غلا کړی چه مړ شوی انسان د دوا د خوړلو نه وروسته   بياراژوندی کولی شی ٠خو د هغی د غلا عمل ناکام شو ٠  د غره رب النوع د زلمی ( شو سيان ) سره د سپين مار د سپيڅلی مينی له امله هم متاُثر شو نو دوا يی د تحفی په توګه ورکړه ٠ ( شو سيان ) په دی عجيبه دوا  راژوندی شو او هغه په دی  پوه شو چه  ماندينه يی که څه هم يو سپين مار دی  خو  ورسره ډيره مينه لری ٠ نو ددوی تر منځ مينه لازياته قوی او پخه شوه  او په خوشحالی يی يی  ژوند تيراوه ٠

خو ( فاهای )  ونه شو زغملی چه سپين مارپه دنيا کښی د انسان په شان ژوند وکړی ٠ نو ( شوسيان ) يی په دوکه ماری سره معبد ته يووړ او ( شو سيان ) يی دی ته اړ کړ چه په معبد کښی په بودايی بدل شی  ٠ سپين مار او شين مار ډير په قهر شول ٠ دوی د اوبو د حيواناتو په په وړلو سره پر دی معبد باندی بريد وکړ څو چه ( شو سيان ) له دی معبد څخه بچ کړی ٠ دوی په پرله پسی توګه طلسم وکړ ، سيلاب يی راپورته کړ او دغه معبد يی د سيلاب په اوبو کلابند کړ ٠ مقابلتاُ (  فا های ) هم  په جادوګری سره  ورسره مقابله وکړه ٠ په پای کښی سپين مار د اميدواری له امله ماتی وخوړله او د شين مار په حفاظت له غره څخه شا ته لاړه ٠ په دی وخت کښی  ( شوسيان ) دراهبانو د بی پروايی څخه په استفادی سره د ( جينګ شان ) د معبد څخه وتښتيد ٠ کله چه دوی د ( دوان چياو ) پل ته ورسيدل  ، او يو له بل سره مخامخ شول ، سخت ډير يی وژړل  ٠ ( شوسيان ) او سپين مار د زياتو کړاونو او مصيبتونو د ګاللو نه وروسته بالاخره يو ځای  شول  او يو له  بل سره يی د پخوا په پرتله مينه نوره هم زياته شوه ٠  ميرمنی ( بای  ) يو زوی وزيږاوه  ٠ خو ( فاهای ) د ( شو سيان ) کور ته راغی ٠ هغه په بی رحمۍ سره سپين مار د(  لۍ فونګ ) په نامه څلی کښی بنده کړه او ويی ويل : تر څو چه دغه څلی ويجاړ شی  هغه  دنيا ته  بيرته راتلای شی ٠

د زياتو کلونو نه وروسته شين مار بالاخره مذهبی روزنه بشپړه کړه او د ( سی هو ) جهيل ته بيا ورغی ٠ هغه پر ( فا های ) باندی غلبه وموندله ، د جهيل اوبه يی له منځه وايستلی ، د ( لۍ فونګ ) څلی يی ويجاړ کړ او سپين مار يی له دی څلۍ څخه وژغوره ٠

د ميرمنی  ( بای) او(  شو سيان ) د مينی په باب د غم ښادۍ نه ډکه کيسه د سيلانيانو زړونه راکاږی او د ( سی هو ) جهيل له دی امله لا ښکلی او د اعجاز نه ډک ښکاری ٠