د ( شان سی ) ولايت د ( اين ) په ولسوالۍ کښی لرګين  بودايی څلی  
中国国际广播电台


      
د چين په بيلا بيلو ځايونو کښی  په زرګونو زرګونو بودايی څلی ليدل کيږی ٠ د چين بودايی مذهب د هند څخه راغلی دی ٠ خو د چين د بودايی څلی ساختمانی شکل د چين د عنعنوی ساختمانی خصوصيت سره يو ځای شوی او په خپل ځانګړی خصوصيت سره  د بيلا بيل شکل لرونکی نامتو بودايی څلی اباد شوی دی ٠  

د ( سيکا ) په نامه څلی چه د چين د ( شان سی ) ولايت د ( اين ) په ولسوالۍ کښی د بودايی ماڼۍ په نامه معبد کښی ولاړ دی ، يو لرغونی لرګين څلی بلل کيږی ٠ دغه څلی  د ميلاد په ١٠٥٦ م کال کښی يعنی د ( لياو )  په دوره کښی په جوړولو پيل شوی  ٠ او د ١٤٠ کالو نه وروسته پوره اباد شوی دی  ٠ دغه د ٧٠ مترو په لوړوالی لرګين څلی  پر هغه  بنسټ باندی ولاړ دی چه د مځکی څخه ٤ متره  جګوالی لری  ٠  د څلی لاندنی قطر ٣٠ متره دی ٠ دغه لرګين بودايی څلی د سرو ناجو ونو له ٣٠٠٠ مکعبو مترو لرګيو څخه جوړ شوی دی  او  وزن يی ٣٠٠٠ ټنه  دی   ٠

د ( اين ) په  ولسوالی کښی د لرګين  څلی ساختمانی ابادی د هغو زمانو غوره عنعنوی او ملی خصوصيت لرونکی ساختمانی شکل په ميراث وړلی دی کوم  چه د ميلاد نه دمخه د ٢٠٦ م کال نه د ميلاد تر ٢٢٠ م کاله پوری  يعنی د ( هان ) د امپراطوری  سلسلی   او د ميلاد  د ٦١٨ م کال نه  تر ٩٠٧ م کال پوری يعنی د ( تانګ ) د امپراطوری زمانی نه راهيسی جوړ شوی دی ٠ او ټول ډيزاين  يی  ډير علمی او دقيق او تشکلات يی مکمل اوښکلی دی٠  دغه  ٨  ضلعی  لرګين څلی له ورايه ٥ پوړونه لری ، خو په حقيقت کښی يوه  ٩ پوړيز ودانی ده او د هری طبقی په بهر کښی ٢٤ لرګينی ستنی  او په دننه کښی ٨  لرګينی ستنی ولاړی دی ٠ د څلی پاسنی برخه چه په چينايی ژبه ور ته ( څا ) وايی   د ٨ ضلعی په مخروطی شکل اوسپنيزه ودانی ده ٠ او دغه برخه يعنی ( څا ) د بودايی نړۍ سمبول دی ٠ د څلی د هری طبقی په بهر کښی زنګونه تړل شوی دی  ٠ او کله چه نرم باد لګيږی ،  د زنګ خواږه اوازونه  له لری ځايه اوريدل کيږی ٠

د ( اين ) د ولسوالۍ لرګين څلی د خپلو جوړيدو د ٩٠٠ کالو راهيسی د څو ځلو قوی زلزلو څخه بريالی وتلی دی ٠  په تاريخی کتاب کښی داسی ليکل شوی دی چه د دی څلی د جوړيدو د ٣٠٠ کالو نه وروسته په هغه سيمه کښی  په ٦ اعشاريه ٥ درجو يوه سخته زلزله وشوه ٠ او له دی امله په مسلسلو ٧ ورځو کښی کوچنی زلزلی هم رامنځ ته شوی ٠ په دی پيښه کښی  د څلی شاو خواو کورونه او ودانی ټولی ونړيدی ٠ خو يوازی دغه لرګين څلی ښه ساتل شوی دی ٠ په دی وروستيو څو کلونو کښی د ( اين ) د ولسوالی په شاو خواو  سيمو کښی  د رامنځ ته شويو زلزلو له امله  د لرګين څلی ټول وجود هم لړزنديده ٠ او د زنګونو اوازونه  يی هم راپورته کيدل ٠ خو د څلی ساختمانی ودانی ته کوم  تاوان  رسيدلی نه ؤ ٠ دغه شان د چين په معاصر تاريخ کښی د نظامی ديکتاتورانو ترمنځ د جګړو په موده کښی دغه لرګين څلی د توپونو په څه دپاسه ٢٠٠ ډزو  وويشتل شو ٠خو اصلی  تشکلات  يی  ويجاړ شوی نه دی ٠

 په چين کښی يو زيات شمير جګ څلی د تالندی او بريښنا له امله ويجاړ شوی دی خو د ( اين ) د ولسوالۍ څلی د قوی بريښنا په لګيدو سره بيا هم ښه ساتل شوی دی ٠ نو د خلکو په منځ کښی دا پوښتنه راپورته شوی ده چه علت يی څه دی ؟

دا د لرګين څلی د دقيق او علمی ساختمانی  ډيزاين  نتيجه ده ٠ په دی څلی کښی د څو پوړيزی ابادۍ له لاری د زلزلی سره د مقابله کولو طاقت تقويه شوی دی ٠ او د ناجو د ونو له لرګيو څخه په استفادی سره چه  نرم خاصيت لری ، دغه ودانی د بهرنی قوت په ټکر وهلو سره نه ويجاړيږی ٠ علاوه په دی ، څرنګه چه د څلی  پاسنی برخه په اوسپنو جوړه شوی ده ، نو د بريښنا او تالندی د مصيبت مخه نيولی شی او په جوړولوکښی يی لکه  په اوسنی عصری ودانۍ کښی د بريښنا په ضد تجهيزات نصب شوی دی ٠   

د ( اين ) ولسوالی لرګين بودايی څلی په نړۍ کښی تر ټولونه ښه ساتل شوی جګ لرګين بودايی څلی بلل کيږی چه ساختمانی شکل يی عجيب او ښکلی او ظاهری بڼه  يی شانداره او باعظمته ده ٠ او له  دی څخه په پوره توګه تصديق شوی ده چه په لرغونی  چين کښی  ماهرانو د ساختمانی جوړښت ، د قوت د برابری ، د زلزلی سره د مقابله کولو او د تالندی او بريښنا  په ضد  ساحو کښی ستر موفقيتونه ترلاسه کړی دی ٠