د( شن يانګ ) د امپراطوری ماڼی په باب کيسه
中国国际广播电台


      

د ( شن يانګ ) امپراطوری ماڼۍ چه د چين په شمال ختيځ کښی واقع ده ، د پيمانی او موجوديت له لحاظه يی د بيجينګ د امپراطوری ماڼی نه وروسته په هيواد کښی دوهم مقام نيولی دی  ٠ د بيجينګ امپراطوری ماڼۍ په نړۍ کښی زيات شهرت لری ٠ خو د بيجينګ د امپراطوری ماڼۍ سره د ( شن يانګ ) د امپراطوری ماڼۍ توپير دا دی چه دغه ماڼۍ د ( مان ) د قوم د امپراطورانو له خوا جوړه شوی وه ٠  د ( شن يانګ ) د امپراطوری ماڼۍ  ځانګړی تاريخ او قوی قومی رنګ د  خلکو زياته  توجه ځانته راجلب کړی او کوی  يی  ٠

د ( شن يانګ ) امپراطوری ماڼۍ د چين په شمال ختيځه سيمه  کښی د ( لياو نين ) ولايت د مرکز ( شن يانګ ) ښار په منځنی برخه کښی واقع ده ٠  دغه ماڼۍ  د ١٦١٦ م کال نه تر ١٩١١م کاله پوری د ( چينګ ) د سلطنت د تاسيسيدو په لومړی وخت کښی  امپراطوری ماڼۍ وه ٠ د مانۍ تاريخ ځانګړی خصوصيت درلود ٠ د ١٧ می پيړی په ابتدايی وخت کښی د چين په شمال ختيځ کښی د ( مان ) په نامه قوم چه کوچيانی ژوند يی تيراوه ، د ( هاو جين ) په لقب  رژيم جوړ کړ ٠ د ( هاو جين ) لوی خان ( نورهاچ )  ( شنګ يانګ ) ښار د خپل مرکز په توګه وتاکه او پکښی يی د شاهی ماڼۍ په جوړولو پيل وکړ ٠ د ( نورهاچ ) زوی ( هوانګ تای جی ) پر امپراطوری  تخت باندی د کيښناستلو نه وروسته  پخوانی دولتی لقب ( هاو جين ) په ( چينګ ) بدل کړ او  د امپراطوری  ماڼۍ ابادی  يی بشپړه کړه ٠ او دغه امپراطوری ماڼی هم  د( شنګ يانګ ) امپراطوری ماڼۍ ده ٠ د ( چينګ ) د سلسلی  دوو امپراطورانو ( هوانګ تای جی ) او ( فولين ) په دی ماڼۍ کښی  امپراطوری مراسم پر ځای کړل او  امپراطوری واکونه  يی ترلاسه کړل ٠ وروسته د ( چينګ ) پوځيانو جنوب ته لښکر کشی وکړه او د چين  مرکزی سيمی ته داخل شول ، د ( مينګ ) امپراطوری  حکومت يی نسکور کړ   او د چين  په ټول هيواد کښی يی نوی مرکزی واکمن  رژيم تاسيس کړ ٠ د ( چينګ ) امپراطور خپل مرکز له ( شنګ يانګ ) څخه بيجينګ ته انتقال کړ ٠ او په دی توګه د ( چينګ ) د سلسلی امپراطوران د بيجينګ په امپراطوری ماڼۍ کښی واوسيدل او ( شنګ يانګ ) ښار د ( چينګ ) د سلسلی د دوهم مرکز په توګه وټاکل شو ٠ نو د ( شن يانګ ) امپراطوری ماڼۍ هم  په دوهمی امپراطوری ماڼۍ وبلله شوه ٠

 

  

د ( شنګ يان ) امپراطوری ماڼۍ ٦٠ زره مربع متره ځمکه نيسی او پکښی څه دپاسه ٧٠ ودانۍ او څه دپاسه ٣٠٠ سالونونه او کوټې جوړی شوی دی  ٠ د چين د عنعنوی امپراطوری ماڼۍ د ساختمان سره ددی ماڼۍ توپير دا دی چه ور باندی د کوچيانی قوم قوی رنګ پوښول شوی دی ٠ د مانۍ ساختمانی ودانۍ په منځنيو ، ختيځو او لويديځو لارو ويشلی شوی دی  ٠خصوصاُ په ختيځه لاره کښی د ودانيو ترتيبات د کوچيانی قوم  ښه نمايندګی کوی ٠ په دی لاره کښی عمده ودانی  ديوال نه لرونکی شاندار  سالون دی چه امپراطورانو به پکښی دولتی چاری اجرا کولی او مهم او درانده مراسم به يی پکښی پرځای کول ٠ د لوی سالون په دوو اړخونو کښی لس وړوکی ودانۍ په ٢ قطارونو مخامخی ولاړی دی چه د لسو مهمو وزيرانو د کار کولو دپاره برابری شوی وی ٠ دغه لس ودانۍ هم  ديوالونه نه لری ٠څرنګه چه  په ساختمانی نظر دغه شانداره  سالون  تر نورو نه ښکلی او باعظمته  دی ،  نو ور ته ماڼۍ ويل شوی ده ٠  خو داسی ودانی د کيږدۍ په شکل جوړی شوی دی ٠او دا  د کوچيانی ژوند څخه  د ( مان ) د قوم  د ودی  ښه څرګندوی  دی  ٠

د ( شنګ يان ) په امپراطوری ماڼۍ کښی د ( مان ) قوم رنګارنګ دود دستورونه ليدل کيږی ٠ مثلاُ په منځنی ساختمانی لاره کښی  د ( چينګ نين ) نومی ماڼۍ د لويې دروازی په وړاندی  ميدان کښی د ٧ مترو په جګوالی يو لرګينه ستنه ولاړه ده چه بنسټ يی يوه غټه  سپينه ډبره ده  ٠ د ستنی  پر سر باندی  د قلعی په موادو جوړه شوی يوه غټه کاسه  تړله  شوی  ده ٠د روايت له مخی دغه د ( سو لوين ) په نامه ستن اسمان ته د ( مان ) د قوم  د عبادت کولودپاره مقدس ستنه بلل کيده  ٠ د ( مان ) د قوم د عنعناتو سره سم اسمان ته  د عبادت کولو په وخت کښی به د ستنی د سر په قلعی کاسه کښی وريژی او غوښی برابری وی څو چه  مرغان داسی خوراکونه وخوری ٠ دغه رسم رواج د يوه روايت څخه راغلی دی ٠ د ( چينګ ) د سلطنت موسس ( نورهاچ ) په يوه وخت کښی د دښمنانو له خوا تعقيبيده ٠ هغه د خطرناکو حالاتو  څخه د ځان د بچ کولو دپاره به هاخوا دی خوا ته منډی وهلی ٠ په پای کښی هغه  د سختی ستړيا له امله طاقت له لاسه ورکړ چه  کومه لاره پيدا کړی ٠  نو مجبورا يی  په يوه هغه وچه وياله  کښی چه له واښو څخه ډکه وه ځان پټ کړ ٠  په دی وخت کښی يو شمير مرغان راغلل  او ټول  د ( نورهاچ ) پر وجود باندی راکوزيدل ٠  دغو مرغانو په خپلو بدنونو د( نورهاچ ) وجود  پټ کړ ٠ او په دی توګه ( نورهاچ ) د دښمنانو څخه وژغورل شو  ٠وروسته ( نورهاچ ) د ( جينګ )  دولت تاسس کړ او پر امپراطوری تخت باندی کيښناست ٠ هغه ددغو مرغانو څخه د مننی دپاره ټولو خلکو ته امر وکړچه د خپل کور په انګړ کښی کاسه لرونکی  جګه  ستن وتړی  او په کاسه کښی دی خوراکونه برابرکړی ٠  ددی روايت سره سم  د ( شن يانګ ) په امپراطوری ماڼۍ کښی د لوی سالون په انګړ کښی دغه کاسه لرونکی جګه ستنه  هم وتړله شوه او وروسته دا د ( مان )د قوم  يو رسم رواج  وګرځيد ٠

د ( شن يانګ ) په امپراطوری ماڼۍ کښی د ( مان ) د قوم کلتور په هرځای کښی ليدل کيږی ٠ مثلاُ د اوسيدو کوټه د رسمی سالون څخه جګه ده ٠ دا په غرنی او ځنګلداری سيمو کښی د( مان ) د کوچيانی قوم  د يوه عادت ادامه بلل کيده چه  د ښکارکولو په وخت کښی به دوی عموماُ جګ ځای  د اوسيدو د کور په توګه ټاکه  ٠ خو ان د ( چينګ ) سلسلی په ابتدايی وخت کښی واکمنی طبقی  د مرکزی سيمی  کلتور منلی و ٠ نو د ( هان ) د قوم کلتور د ( شنګ يانګ ) په امپراطوری ماڼۍ کښی هم ليدل کيږی ٠ مثلاُ  لوی او شاندار رسمی سالون  د ( سونګ ) د امپراطوری سلسلی د ساختمانی شکل سره سم اباد شوی دی ٠ دا د ( هان ) د قوم د عنعنوی ساختمانی شکل بلل کيږی ٠ دغه شان  د اوسيدو د کوټو نومونه يی هم د ( هان ) د قوم  په کلتوری او ادبی سبک ټينګ شوی ؤ  ٠

د ( شن يانګ ) امپراطوری ماڼۍ عمده  جوړښت په ١٦٢٥ م کال کښی د لسو کالو د هلو ځلو نه وروسته بشپړ شو ٠ وروسته دغه ماڼۍ د ( چينګ ) د سلسلی د ( کانګ سی )، ( يوونګ جنګ ) او ( چيان لونګ ) د ٣ امپراطورانو له خوا ترميمه او نوی شوه  چه ساختمانی ابادۍ يی په دوامداره توګه  ١٥٠ کاله  ونيول ٠ نو ځکه د ( شن يانګ ) امپراطوری ماڼۍ د ( هان ) ، ( مان ) ، ( مغول )، ( خوی ) ، ( تبت ) او داسی نورو قومونو د ساختمانی هنری سبکونو په يوځای کولو سره جوړه شوی ده ٠  نو ويل کيږی چه د ( شن يانګ ) امپراطوری ماڼۍ د چينی ملت فرهنګی مجموعه  ده او  د يوه واحد او زياتو قومونو لرونکی هيواد په حيث د چين يوه مهمه علامه بلل کيږی ٠