د ( يانګ ځی ) سيند د ٣ تنګناو په باب کيسه
中国国际广播电台


     

د ( يانګ ځی ) سيند د چين لومړی لوی سيند او د اسيا ٣م اوږد درياب بلل کيږی ٠ د ( يانګ ځی ) سيند په بره او منځنی برخه کښی ٣ تنګناوی پرتی دی چه  د ( ځای تانګ ) تنګناوه ، ( وو سيا ) تنګناوه او د ( سی لينګ ) تنګناوه نوميږی ٠ د ( يانګ ځی )  سيندپه اړه  د ٣ تنګناوو د ساحلی کرښو اوږدوالی ٢ سوو کيلو مترو ته رسيږی او د سيند په دواړو غاړو کښی جغرافيايی بڼی عجيبی او رنګارنګی  او منظری يی ډيری ښکلی دی ٠ دغه سيمه د نړی مشهوره منظره داره سيمه بلل کيږی ٠د ( يانګ ځی ) د سيند د ٣ تنګناوو په لويديځه کرښه کښی د ( ځای تانګ ) نومی تنګناوه ده چه پکښی دسپين امپراطور ښار ، په چينايی ژبه د  ( بای دی چنګ ) په نامه يوه مشهوره منظره داره سيمه ده ٠ د سپين امپراطور د ښار نوم  له يوی ريښتيانی تاريخی کيسی څخه اخستل شوی دی ٠ د کيسی خاوند ( ګونګ سوين شو ) نوميده ٠ کيسه يی داسی ده :

په ٢٥م ميلادی کال کښی  چين د امپراطوری سلسلی د بدلولو په حال کښی ؤ ٠ د  لويديځ ( هان ) امپراطوری حکومت د بزګرانو د قواوو د پاڅون له امله نسکور شو او نوی امپراطوری حکومت پکښی لا  نه و جوړ شوی ٠ نظامی قوماندان ( ګونګ سوين شو ) چه د هيواد په جنوب لويديځ  کښی تسلط ټينګ کړی ؤ ،  د سياسی حالاتو  بدلون ته په انتظار  ناست ؤ ٠ 

د روايت له مخی يو وار  ( ګونګ سوين شو ) يو خوب وليد او په دی خوب کښی يو  سړی  ور ته وويل چه ته به د ١٢ کالو دپاره امپراطوری واک ترلاسه کړی  ٠ کله چه هغه راويښ شو ، ډير عجيب احساسيده ٠ د دوهمی ورځی په  سهار هغه په خپل انګړ کښی چکر واهه او ويی ليدل چه د يوی څاه له خولی نه سپين بخار راوځی او لکه يو سپين ښامار اسمان ته الوځی ٠ هغه ګمان وکړ چه دا زما دپاره د امپراطوری  تخت باندی  د کيښناستلو فال دی ٠ نو هغه د ځان دپاره امپراطوری مراسم پرځای کړل ،  ځان يی د اسمانی امپراطور  زوی وګاڼه او  د سپين امپراطور لقب يی له ځان سره  وتاړه ٠ او هغه ښار يی چه د ( ځای تانګ ) په تنګناوه کښی واقع دی ، د سپين امپراطور ښار ونوماوه ٠ او د ښار د ښه حفاظت  دپاره يی  لوی قوت  وروليږه ٠

د ( ګونګو سوين شو )  نژدی  دوست ( ما يوان ) يو ډير تکړه سړی او د پوهی خاوند ؤ ٠ هغه د ( ګونګ سوين شو ) د کيسی د اوريدو نه وروسته په خاصه توګه له بهر نه ( ګونګ سوين شو ) ته لاړ ٠ خو دا دده له اټکل نه بهر وه چه ( ګونګ سوين شو ) په خاصه توګه د ( ما يوان ) دپاره يوه جوړه معمولی جامی جوړی کړی او په شانداره ميلمستيا کښی چه شاهی ګارد او وزيرانو او قوماندانونو پکښی برخه درلوده ، ( ما يوان ) يی خپل مخ ته راوغوښت او خپل دوست ( مايوان ) يی د لوړی رتبی د مامور په حيث مقرر کړ او د ټولو پوځيانو د قوماندان  صلاحيت يی ورکړ ٠ د ( مايوان ) ملګری ددی حالت په ليدو سره ډير خوشحاله شول ٠ دوی  وغوښتل چه په دی ځای کښی پاتی شی ٠ خو ( مايوان ) دوی ته وويل چه اوس  ټول هيواد له ګډوډی نه ډک دی او تر اوسه  ما ته معلوم نه دی چه څوک به د هيواد وحدت ترسره کړی ٠ په داسی حال کښی ( ګونګ سوين شو ) ونه پوهيده چه  په محتاطی رويی  د بااستعداده کسانو هرکلی وکړی څو چه د دولت د لويو پاليسيو د ټاکلو په باب زمونږ نظريی او پيشنهادونه واوری ، برعکس يی توجه  کوچنيو پديدو ته واړوله ٠ نو ښکاره ده چه هغه يوازی يو غټه  نانځکه ده ٠ داسی سړی څنګه  قهرمانان او پوهان ځانته راجلبولی شی ؟ ورپسی هغه په قطعی توګه د ( ګونګ سوين شو ) څخه ولاړ ٠

په دی وخت کښی د هيواد په منځنی سيمه کښی لوی شخصيت ( ليو سيو) په ( لويانګ ) ښار کښی د  ختيځ ( هان ) واحد رژيم جوړ کړ ٠ هغه ( ګونګ سوين شو ) ته ليک وروليږه او پکښی يی د اوضاعو تحليل وکړ او ورته يی نصيحت ورکړ چه خپلی وسلی پريږدی او ځان  ختيځ ( هان ) ته تسليم کړی ٠ خو ( ګونګ سوين شو ) فکر وکړ چه زه هم امپراطور يم او د امپراطور په حيث زه څنګه ( ليو سيو) ته سر ټيت کړم ؟  نو هغه د( ليو سيو) غوښتنه په قطعی توګه رده کړه ٠ په ٣٧ م ميلادی کال کښی د ( ليو سيو ) پوځ پر ( ګونګ سوين شو ) باندی  زورور بريد وکړ او ( ګونګ سوين شو ) په جګړه کښی ووژل شو ٠

  ( ګونګ سوين شو ) د ١٢ کالو دپاره پر امپراطوری تخت باندی کيښناستلی ؤ  او په پای کښی هغه د نورو له خوا ووژل شو ٠ ( ګونګ سوين شو ) د چين په جنوب لويديځ کښی د ٢٨ کالو دپاره تسلط وکړ او  څرنګه چه هغه  په امپراطوری موده کښی   په دی سيمه کښی  ارامتيا ساتلی  او د منځنی سيمو څخه دی سيمی ته دجنګی اور  د خپريدو مخه  يی نيولی وه ، او دغه راز يی  د کرهنی  او  اوبو لګولو چارو ته انکشاف ورکړی او د محلی سيمو د خلکو دپاره يی د خيرخواهۍ کارونه ترسره کړی ؤ ٠ نو ځکه دده د مړينی نه وروسته محلی خلکو دده د يادونی دپاره د سپين امپراطور په نامه ښار کښی د سپين امپراطور په نامه  يو معبد جوړ کړ ٠

د سپين امپراطور نومی ښار نه علاوه ، د ( يانګ ځی ) سيند د ٣ تنګناوو په سواحلو کښی زياتی رنګارنګی کيسی او داستانونه او ډول ډول تاريخی اثار پاتی شوی دی ٠ مثلاُ د ( يانګ ځی ) سيندد ٣ تنګناوو په کرښو کښی  د ١٢ غرونو ښکلی څوکی  ولاړی دی او خلک ور ته د ښکلو ښاپيريانو څوکی وايی ٠ او  يوی يوی څوکی ته يی ځانګړی نوم ورکړ او ددوی په اړه يی يوه  يوه  ښکلی افسانه  جوړه کړی ده  ٠

اوس د مځکنی کری په چوکاټ کښی  د اوبو لګولو په باب تر ټولو نه لويه  پروژه په دی سيمه کښی د ابادۍ په حال کښی ده ٠ ددی پروژی سره سم به د ( يانګ ځی ) د سيند اصلی کرښه  د ٣ تنګناوو په سيمه کښی قطع شی ٠ له دی امله به  د اوبو جګوالی   ١١٠ مترو ته  او د سمندری سطحی نه به  ١٧٥ مترو ته ورسيږی ٠   په دی وجه به د دی سيمی  يوه برخه ښکلی مصنوعی او طبيعی منظری په اوبو کښی  ډوبی شی او په عين وخت کښی به يو شمير نوی منظره لرونکی سيمی ابادی  شی ٠