د ( چيان ) مقبری د بی ليک دود کتيبه
中国国际广播电台


      

د چين په لويديځه سيمه کښی د ( شان سی ) ولايت د( وی ) سيند په شمالی غاړه  کښی د ( چيان ) په نامه يوه مقبره ولاړه ده او په  څه دپاسه ٢٠٠٠ کلن فيوډالی تاريخ کښی هغه يوازی مقبره بلل کيږي  چه  امپراطور او ملکه  په ګډه سره پکښی ښخ شوی  ؤ  ٠ يعنی په دی مقبره کښی د ( تانګ ) د سلسلی امپراطور ( لی جی ) او د ( جو ) د سلطنت  ښځه امپراطوره ( ووځه تيان ) چه هم د امپراطور ( لی جی ) ملکه وه ، پکښی ښخ شوی ؤ  ٠ ( وو ځه تيان ) د چين په تاريخ کښی يوازنی ښځه امپراطوره وه او ددی ټول عمر له اعجازی کيسو څخه ډک ؤ ٠ ددی د مړينی نه وروسته د مقری په وړاندی يوه لويه ډبرينه کتيبه ولاړه وه ٠ خو ور باندی هيڅ کوم ليک دود نه وليکل شوی ٠ نو خلک ور ته نا ليکل شوی  سپينه  کتيبه وايی ٠ اوس حکومت   په دی هڅه کښی دی چه د ( چيان ) مقبره د نړيوالو کلتوری ميراثونو په لست کښی شامل کړی  ٠

 ( وو جه تيان ) په ميلادی ٦٢٤ م کال کښی وزيږيده او د ١٤ کالو په عمر امپراطوری ماڼۍ ته وغوښتله شوه ٠ او د ( تانګ ) د سلسلی د دوهم امپراطور ( تانګ تای جونګ ) ښځه شوه ٠ ( وو ځه تيان )  د ټينګی ارادی او اوسپنيز عزم خاونده  وه ٠ امپراطور ( تانګ تای جونګ ) يو وحشی اس درلود او هيچا دا طاقت  نه درلود چه دغه اُس ارام کړی ٠ ( ووځه تيان ) امپراطور ( تانګ تای جونګ ) ته وويل چه زه کولای شم چه دغه اس ارام کړم ٠ خو ماته  اوسپنيزه تازيانه او چاړه  پکار دی  او زه به لومړی په اوسپنيزی  تازيانی  د اُس بدن او سر ووهم  ، بيا وروسته به په چاړه د هغه ستونی پری کړم  ترڅو هغه زما امر ومنی  ٠ امپراطور ( تانګ تای جونګ ) ددی له خبرو څخه  ډير حيران شو او دا نظر يی درلود چه د امپراطور ښځه  بايد غير تشريفاتی خبری ونه کړی٠ خو د ( تانګ تای جونګ ) زوی يعنی شهزاده ( لی جه ) په پټ ډول  ( وو ځه تيان ) ډيره خوښه کړه  ، که څه هم ( وو ځه تيان ) ور څخه ٤ کاله مشره وه ٠

د امپراطور( تانګ تای جونګ ) د مړينی نه وروسته ( ووځه تيان ) د  شاهی کورنی د اصولو سره سم  معبد ته لاړه   او په معبد کښی يی بودايی مذهبی  روزنه  ومنله ٠  خو د ( تانګ تای جونګ ) زوی ( لی جه ) چه امپراطوری واک يی ترلاسه کړی ؤ  او پر ځان باندی يی د ( تانګ ګاو جونګ ) امپراطوری لقب کيښود ، ( وو ځه تيان ) يی بيرته امپراطوری ماڼۍ ته راوغوښتله او دده د  معشوقی ملکی په توګه  يی وټاکله ٠خو دغه د فخر وړ مقام د ( وو ځه تيان ) حرص پوره نه کړ  ٠ هغی وغوښتل چه د امپراطور د لومړی ملکی چوکۍ ترلاسه کړی ٠ نو هغه يوه حيله ناکه دسيسه جوړه کړه ٠ په اصل کښی د امپراطور (  تانګ ګاو جونګ ) لومړی  ملکی ( وانګ ) ځانته کوم ماشوم  نه درلود ، نو ماشوم ور باندی ډير ګران ؤ ٠ او په هغه وخت کښی ( وو ځه تيان ) يوه لور درلوده ٠ يوه ورځ  ملکی ( وانګ ) د ( وو ځه تيان ) د شيرخواری لور د کتنی دپاره ورغی ٠ کله چه  لومړی ملکه ( وانګ ) بيرته خپلی ماڼی ته لاړه ، ( وو ځه تيان ) د خپلی لور ستونی پری کړ او  مړه شوی لور يی پر بړستی  پټه کړه ٠ لږه شيبه وروسته  امپراطور ( تانګ ګاو جونګ ) راغی ٠ خو کله چه هغه وليدل چه لور يی مړه ده ،  ډيرحيران شو او ( ووځه تيان ) د سختی ژړا له امله بی هوشه  پرمځکی باندی پريووتله  ٠  وروسته ( تانګ ګاو جونګ )  خبر شو چه   ملکه ( وانګ ) مخکښی دلته راغلی وه ،  ډير په قهر شو ٠  او داسی  يی فکر وکړ چه دغه شيرخواره نجلی د ملکی ( وانګ ) له خوا وژله شوی ده ٠  نو وروسته يی  خپلی  ملکی ( وانګ ) ته  د دښمنۍ په سترګه کتل  ٠ لږ وخت نه وروسته ( ووځه تيان ) د بل نيرنګ په جوړولو سره امپراطور ( تانګ ګاوجونګ ) ولمساوه چه ملکه وانګ له رسمی او محترم مقام څخه وشړی  او په دی توګه ( وو ځه تيان )  دامپراطور د لومړی  ملکی  پر ځای  په امپراطوری ماڼۍ کښی د کورنی چارو د اداره کولو فوق العاده واک ترلاسه کړ ٠

( ووځه تيان ) د لومړی ملکی مقام د ترلاسه کولو نه وروسته په دولتی  چارو کښی د ملکی د لاس نه وهلو په باب د عنعنوی اصولو سره سره په دولتی چارو کښی برخه واخستله او د وخت په تيريدو سره يی امپراطور ( تانګ ګاو جونګ ) هم يو اړخ ته  کړ او د امپراطور په ځای به يی په ځانګړی توګه  د دولتی چارو اداره کوله  ٠ وروسته امپراطور ( تانګ ګاوجونګ ) د مجبوريت له مخی ( ووځه تيان ) ته  صلاحيت ورکړ چه په رسمی توګه د دولتی چارو اداره وکړی ٠ او په دی توګه ( وو ځه تيان ) د ( تانګ ګاو جونګ ) په شان  په سلطنتی حکومت کښی  هم امپراطوری مقام ترلاسه کړی ؤ   ٠

د ( تانګ ګاو جونګ ) د مړينی نه وروسته ( وو ځه تيان ) په ځانګړی توګه دولتی چاری اداره کولی ٠ هغی  په وار سره ٢ امپراطوران چه ټول ددی زامن ؤ  ووژل ٠ ( وو ځه تيان ) د خپلو ٦٧ کالو په عمر دولتی لقب ( تانګ ) په ( جو ) بدل کړ او هغه په خپله په رسمی توګه په امپراطوری تخت باندی کيښناستله ٠ او په دی توګه هغه د چين په تاريخ کښی يوازنی ښځه امپراطوره  وه ٠

( وو ځه تيان ) به د امپراطوری واک د ترلاسه کولو نه وروسته په زور سره استبدادی پاليسی چلوله ، په زيات قوت سره به يی خپل پلويان او وفاداران  روزل او ددوی حمايت به يی کاوه ،  په لويی پيمانی سره به يی پر مخالفينو باندی سخت ظلمونه او ستمونه کول  ،  د ( تانګ ) د امپراطوری کورنی غړی به يی وژل او حتی د خپل زوی په وژنه کښی يی چه د امپراطور وارث ؤ   هيڅ ځنډ ونه کړ ٠ د ( تانګ ) د سلسلی نه پاتی وزير ( شوجينګ ايی ) او ( لوبين وانګ ) ټينګ عزم ونيوه چه د ( تانګ ) امپراطوری رژيم بيا راژوندی کړی ٠ دوی د ( يانګ جو ) په ښار کښی پوځی پاڅون رامنځ ته کړ او د ( ووځه تيان ) د مستبد رژيم سره د مخالفت کولو په هکله يی يوه جذباتی مقاله هيوادوالو ته خپره کړه ٠ ( وو ځه تيان ) ددی مقالی د کتلو نه وروسته د ٣ لکو تنو پوځيانو په استولو سره دغه پاڅون تيت او پرک کړ او ٢ قوماندانان يی ووژل ٠

خو له بلی خوا (  وو ځه تيان ) بزګری ته په ډيره درنه سترګه وکتل ٠  بااستعدادو او پوهو کسانو ته يی د احترام په سترګه وکتل او ددوی د عقل او هوښياری څخه يی ښه استفاده وکړه ٠ علاوه په دی دغه امپراطوری  په ټولنه کښی  د ښځو مقام هم زيات  لوړ کړی ؤ  ٠ ( وو ځه تيان ) د ١٥ کالو دپاره پرامپراطوری تخت باندی کيښناستلی وه ٠ خو په حقيقت کښی نوموړی  ښځی  نيمه پيړۍ  په هيواد کښی خپل تسلط قايم کړی ؤ ٠ د ( وو ځه تيان ) له خوا د دولتی چارو د اداره کولو له برکته  د هيواد عمومی  طاقت پياوړی شوی ؤ ،  ټولنی  يی ارامتيا موندلی وه ، نفوس يی مخ په زياتيدو ؤ او اقتصاد يی ښه وده ګټلی  وه ٠ او په څو وارو سره يی  تيريکوونکو پوځيانو ته ماتی ورکړی وی او له دی امله  د ( تانګ ) د سلسلی  سمسورتيا او سعادتمنی په دوامداره توګه پرمختيا ترلاسه کړی وه ٠

د ( وو ځه تيان ) ټول عمر ٨٢ کاله ؤ  ٠ د مړينی نه وروسته ددی مړی د امپراطور  ( تانګ ګاو جونګ ) سره څنګ په څنګه د ( چيان ) په مبقری کښی  ښخ  شو ٠ د مقبری په وړاندی يوه نا ليکل شوی  کتيبه ولاړه ده ٠ دغه کتيبه له  يوی  غټی  ډبری څخه  جوړه شوی وه چه جګوالی يی ٨ مترو ته  او پلنوالی يی ٢ مترو ته رسيږی ٠ دغه کتيبه په   دقيقه او ظريفه هنر جوړه شوی وه ، خو ور باندی هيڅ  څه نه دی ليکل شوی  ٠ او له دی امله يی  ډير شهرت موندلی دی٠ د ځينو خلکو په نظر ( وو ځه تيان ) ځکه د ځان دپاره دغه خالی او تش کتيبه جوړه کړی وه ،  علت يی د ځان ستاينه وه ٠ او دا يی څرګنده کړی وه چه زما کارنامه د قلم د لياقت نه بهر ده ٠ او د ځينو خلکو په نظر( ووځه تيان ) داسی فکر کاوه چه د مړينی نه وروسته به می مړی  حتماٌ د ( تانګ ګاو جونګ ) سره په يوه مقبره کښی ښخ شی ٠ نو دا به يو مشکل کار وی  چه ايا پر ما باندی به د ( جو ) د امپراطوری لقب  کيښودل شی او يا د امپراطور ( تانګ ګاو جونګ ) د لومړی  ملکی په حيث به وبلل شم ؟  ٠ نو ځکه هغی د يوی سپينی کتيبی په جوړولوسره دغه مشکل لری کړ ٠ خو لا زياتو خلکو دا نظر درلود چه د ( وو ځه تيان ) دغه عمل يو هوښيار عمل دی ٠ ځکه چه هغه پوهيده چه د مړينی نه وروسته به خلک ور باندی بيلا بيلې تبصری وکړی ٠  نو ښه به دا وی چه  ددی د کارنامو او يا اشتباه وو په باب به د اخلافو له خوا تبصره وشی ٠