د ( لوشان ) د غره په باب کيسه
中国国际广播电台


      

د چين د جنوبی سيمی د ( جيانګ سی ) په ولايت کښی د ( لو شان ) په نامه غرنی سلسله پرته ده  چه منظره يی ډيره ښکلی ده او د لرغونی تاريخ نه راهيسی د ( لوشان ) د غرونو په باب زيات په زړه پوری روايات  او افسانی  نسل په نسل د خلکو په منځ کښی ويل شوی دی  ٠

د ( لو شان ) غرنی سلسله  د چين د جنوبی سيمی د ( جيانګ سی ) ولايت په شمالی برخه کښی  ښکته پورته غزيدلی  ده او د عظمت ، اعجاز ، خطر او ښکلا  له لحاظه په نړۍ کښی ځانګړی شهرت لری  ٠ او بی شميره اديبان ، شاعران او ليکوالان د خپلو کلتوری ابتکاراتو دپاره د ( لوشان ) غرونو ته ورغلی ؤ ٠  له دی امله  د ( لوشان ) غرونه  د چين د کليوالی شعرونو او د لوی طبيعت د شعرونو ځانګو  او د چين د غرونو او اوبو د تصويرونو سرچينه  بلل کيږی ٠ په ميلادی ٨ پيړۍ کښی د ( تانګ ) د امپراطوری سلسلی نامتو شاعر ( لی بای ) د ( لو شان ) د غرونو د ابشارونو د ښکلا د ستاينی په هکله داسی  نا فناکيدونکی شعر  ليکلی ؤ چه د يو کيلو مترو په جګوالی ابشار لکه  کهکشان له اسمان څخه مځکی ته کوزيږی ٠ د ( سونګ ) په امپراطوری سلسله کښی نامتو اديب ( سوشی ) په  څو واره سره  د ( لوشان ) غرنی سيمی ته سفر کړی ؤ او د غره د ښکلا په باب يی داسی فلسفيانه  جملی وليکلی چه  زه د ګړنګونو او لاښونو په لمنو کښی ګرځم  ، خو په هر ځای کښی  د لوی طبيعت  معما زما تر سترګو کيږی ، ځکه زه د غرونو اصلی بڼه نه پيژنم ، علت يی دا دی چه زه د دغو غرونو په منځ کښی يم ٠ ( سو شی ) د خپل شعر په واسطه  هم د لوی طبيعت ستاينه کړی او هم يی د ژوند فلسفه  ښودلی وه  ٠

د ( لو شان ) نور ٢ نومونه   ( کوانګ لو ) او  ( کوانګ شان ) دی ٠ د روايت له مخی د ميلاد نه مخکښی په ٤ پيړۍ کښی د ( جو ) په زمانه کښی  د ( کوانګ شو )  په نامه يو سړی ؤ چه د ( لوشان ) د غره په لمن کښی يی د تاويستی تيوری په باب څيړنه کوله ٠  د ( جو ) پادشاه چه په دی خبر شو ،   نو وار په واره يی د استازی په استولو سره هغه ته بلنه ورکړه ٠ خو ( کوانګ شو ) له دغو استازيو سره کتنه ونه کړه او د غرونو په لمنو کښی يی ځان پټ کړ  ٠ وروسته ( کوانګ شو ) غيب  شو ٠ دخلکو په قول ( کوانګ شو ) له مذهبی روزنی څخه بريالی وتلی او په رب النوع ګرځيولی ؤ   ٠ نو وروسته خلکو د ( کوانګ شو ) د تاويستی د څيړنی ځای  د رب النوع  کور باله ،  او  دغه غرونه  يی د ( لوشان ) غرونه  نومول  او يا د ( کوانګ شان ) او ( کوانګ لو )  په نامه ياديدل ٠

په ميلادی ٣٨١ م کال کښی يعنی د ختيځ ( جين ) په زمانه کښی  د ( هوي يوان ) په نامه لوی راهب د خپلو شاګردانو په وړلو سره د ( لو شان ) غرونو ته ورسيد او د محلی مامور په مرسته يی د ( دونګ لين ) په نامه يو معبد جوړ کړ ٠  په دی توګه ( لو شان ) د بودايی مذهب د ( جين تو ) فرعی ډلی د رامنځ ته کيدو ځای ګڼل شوی  او هم د چين په جنوبی سيمه کښی د بودايی فعاليتونو د پرځای کولو مرکز ګرځيدلی دی ٠ ( هوی يوان ) د ( لوشان ) په غرنی سيمه  کښی  د بودايی مذهبی چارو د پراختيا دپاره  د ٣٦ کالو دپاره خدمتونه ترسره کړی ؤ او هغه په خپل  لوړ همت ، سپيڅلو اخلاقو او غنی پوهو د خلکو  احترام تر لاسه کړی ؤ ٠

د ( دونګ لين ) د معبد او لوی راهب (  هوی يوان ) په باب رنګارنګی کيسی لا تر اوسه پوری په بودايی حلقی کښی ويل کيږی ٠ د روايت له مخی د ( دونګ لين ) د معبد د جوړيدو په وخت کښی د ساختمانی موادو د کمبود له امله راهب ( هوی يوان ) هره ورځ  په سخته انديښنه کښی ؤ ٠ يوه شپه ناڅاپه په اسمان کښی قوی تالنده  او سخته بريښنا ولګيده  ٠ او  طوفانی باران اوريدل ٠ ټول راهبان په کوټو کښی پټ  شول  ٠ دوهمه ورځ چه اسمان شين شو، دوی د ودانۍ په ميدان کښی يوحوض وليد او زياتو لرګينوموادو د حوض د اوبو په سر باندی حرکت کاوه  ٠ د راهب ( هوی يوان ) په نظر داسی لرګۍ د رب النوع له خوا راليږل شوی دی ٠ نو هغه له دغو لرګيو څخه يوه لويه ماڼۍ جوړه کړه او ور باندی  يی د رب النوع د ماڼۍ نوم کيښود  او دغه حوض يی د لرګيو د راوړلو حوض ونوماوه ٠

د ( دونګ لين ) د معبد په وړاندی د سپين نيلوفر په نامه يو حوض موجود دی او په دی حوض کښی پاکی اوبه بهيږی او يو يو سپين نيلوفير د شنو پاڼو په ښکلو منظرو کښی  خورا ډيره  په زړه پوری شګوفه کوی ٠ د روايت له مخی دغه حوض د ( دونګ جين ) په تاريخی زمانه کښی  د نامتو شخصيت ( شيې لين يوان ) له خوا وکيندل شو ٠ ( شيی لين يوان ) د ختيځ جين په تاريخی زمانه کښی د نامتو سياستمدار ( شيې سيوان ) لمسی ؤ او د نامتو خطاط ( وانګ شی جه ) وراره  ؤ ٠ هغه په  خپل عقل او هوښيارۍ  تل نورو ته په سپکه سترګه کتل  ٠ هغه ( لوشان ) ته ورغی او ويی غوښتل  چه د سپين  نيلوفرپه نامه  ټولنه کښی ګډون وکړی چه دغه ټولنه د لوی راهب ( هوی يوان ) له خوا جوړه شوی وه  ٠ ( هوی يوان ) دده غوښتنه ونه منله او ور ته يی وويل چه ستا زړه او روح  پاک نه دی ٠ ته بايد لومړی ٣ حوضونه وکينی او وروسته کله چه ستا زړه او روح د نيلوفر په شان پاک او سپيڅلی وی ،  بيا به په دی ټولنه کښی د ګډون کولو غوښتنه  ومنل شی  ٠ ( هوی يوان ) او ( شيی لين يوان ) د خبرو او ديالګ نه وروسته يو له بل  زيات احترام کاوه  او ددوی تر منځ ژوره دوستی قايمه شوه ٠ وروسته ( شيې لين يوان ) په دی خبر شو چه  ( هوی يوان ) مړ شوی ؤ ، په لوی غم کښی ولوئيد او په خاصه توګه له لری ځاي نه ( لو شان ) ته لاړ او د ( هوی يوان )د مقبری  پر کتيبی باندی يی د لوی راهب ( هوی يوان ) مذهبی  کارنامه او خدمتونه وليکل ٠

د ( لوشان ) غرنی سيمه د چين د کلتوری او روحی عنعنانو څخه  په علاوه  ښکلی طبيعی منظره هم لری  او دغه غرنی سيمه په چين کښی د سيل وړ مشهوره منظره لرونکی سيمه بلل کيږی ٠