中国国际广播电台
ټولوته معلومه ده چه د چين په جنوبی سيمو کښی لرغونی باغوانی
هنر په هيواد او نړۍ کښی شهرت
لری ٠ خود چين په شمال کښی يو
ځای شته دی چه د لرغونی
باغوانی هنر له امله يی هم
خورا ډير شهرت موندلی دی ٠
دغه ځای د ( شا ن سی ) د
ولايت د ( تای يوان ) د ښار
په اطرافو کښی د ( جين سه )
په نامه د عبادتخانی سلسله
ده ٠
د ( جين سه ) په نامه د عبادتخانی سلسله چه له سلو ودانيو څخه
عبارته ده ، د ( تای يوان ) د
ښار په جنوب لويديځ طرف کښی د (
شويان عونګ ) په نامه د غرنی
سلسلی په لمنی او د ( جين ) د
سيند د سرچينی په اړخ کښی پرته
ده چه ودانی او طبيعی منظری يی
لکه ښکلی تصوير د خلکو تر سترګو
راځی او حتی سيلانيان د دغو ښکلو
منظرو په ليدو سره نه غواړی چه
بيرته ولاړشی ٠ د ( جين سه ) د
ودانۍ په باب کيسه داسی ده :
د ميلاد نه مخکښی په ١٠٦٤ م کال کښی د ( جو ) سلطنت لومړی
پاچا ( جو وو
وانګ ) د ( شانګ ) سلطنت د نسکوريدو څخه د ٢ کالو نه وروسته د ځوانۍ په
عمرکښی مړ شو او شهزاده ( جی
سونګ ) په سلطنتی تخت باندی
کيښناست ٠ په تاريخ کښی دی
پاچا ته د ( جو چنګ وانګ ) نوم
ورکړ شو ٠ د خلکو په قول د ( جو
چنګ وانګ ) د کوچنتوب په وخت کښی
به دده کاکا ( جو ګونګ ) دولتی
چاری اداره کولی ٠ په ډيری
وفادارۍ سره به يی دولتی واک
چلاوه او په وار سره يی ٢
شورشونه له منځه يووړل او په
زيات قوت سره به يی د يوه ښه پاچا
په حيث د ( جو چنګ وانګ ) جدی
روزنه کوله ٠
يوه ورځ ( جو چنګ وانګ ) له خپل کشر ورور( شو يو ) سره په
شاهی ماڼۍ کښی لوبه کوله ٠ هغه د
ونی يوه پاڼه خپل ورور ته ورکړه
او ور ته يی وويل چه اوس زه ددی
پاڼی په وسيله د ملوک الطوائف په
حيث تا مقرروم ٠ دغه خبره د کاکا
(جو ګونګ ) له خوا واوريدله شوه ٠
نو څو ورځی نه وروسته کاکا له (
جو چنګ وانګ ) څخه غوښتنه وکړه
چه يوه بختوره ورځ وټاکی څو چه
په دی ورځ ( شو يو ) د ملک
الطوايف په توګه مقرر کړی ٠( جو
چنګ وانګ ) په مسکا سره کاکا ته
وويل چه دا زما ټوکی دی ٠ کاکا (
جوګونګ ) په جدی اواز ور ته وويل
چه پاچا ټوکی نه شی کولای ٠ د
پاچا خبری به د مامورينو له خوا
په يادداشت کښی وليکل شی او موزيک
والا به ور څخه سندره جوړه کړی
او هغه به ووايی او وزيران به
دغه خبری په عمل بدلی کړی ٠ (
جوچنګ وانګ ) د کاکا د خبرو د
اوريدو نه وروسته په جدی توګه د (
تانګ ) خاوره ورور( شويو ) ته
ورکړه ٠ دا د چين په تاريخ کښی
يوه مشهوره کيسه ده ٠
په هغه وخت کښی د ( تانګ ) خاوره د اوسنی ( شان سی ) د ولايت
د ( ايی ) ولسوالی وه ٠( شويو )
چه لوی شو، د ( تانګ ) سيمه به
يی اداره کوله ٠ هغه به د زراعتی
چارو انکشاف ته لوی قوت ورکاوه ،
د اوبو لګولو چارو ته به يی په
درنه سترګه کتل او له دی برکته
محلی خلکو د ارامی او سوکالی نه
ډک ژوند تر لاسه کړ او( شو يو )
د خلکو له خوا ډير وستايل شو ٠
وروسته د( شو يو ) زوی ( شيې فو )
چه د ( شويو ) ځای يی نيولی ؤ ،
ويی ليدل چه د ( جين ) د سيند
اوبو د ( تانګ ) د محلی خلکو ښه
روزنه کړی ده ، نو د ( تانګ ) په
ځای يی د ( جين ) نوم ور باندی
کيښود ٠ ځکه نو اوس ( شان سی )
ته هم ( جين ) ويل کيږی ٠ خلکو
د ( شو يو ) د کارنامو د يادونی
دپاره د ( جين ) د سيند د سرچينی
په اړخ کښی د ( شويو ) په نامه
عبادتخانه جوړه کړه ، او دی
عبادتخانی ته د ( جين ) عبادتخانه
هم ويل کيږی ٠
د ( جين ) په نامه د عبادتخانی د جوړيدو تاريخ تر اوسه معلوم
نه دی ٠ ددی عبادتخانی په باب تر
ټولو نه مخکښنی يادداشت د ميلادی
٤٦٦ م کال نه تر ٥٧٢ م کال پوری ؤ
٠ له دی نه څرګنده شوی ده چه د (
جين ) د عبادتخانی تاريخ د شمالی
( وی ) څخه پيل شوی ؤ چه تر اوسه
پوری يی څه دپاسه زر کاله تاريخ
لری ٠ په دی اوږده زمانه کښی دغه
ودانی څو ځله ترميمه او پراخه شوی
وه او بڼه يی هم وار په واره بدله
شوی ده ٠ په ميلادی ٦٤٦ م کال
کښی د ( تانګ ) د امپراطوری سلسلی
دوهم امپراطور ( لی شه مين ) د (
جين ) عبادتخانی ته لاړ او د
کتيبی يوه مشهوره مقاله يی وليکله
٠ دغه شان هغه امر وکړ چه
عبادتخانه دی په لويی پيمانی سره
پراخه کړی شی ٠ په ١١ می پيړی
کښی د ( سونګ ) د سلسلی امپراطور
د ( شويو ) د مور دپاره د مقدسی
مور په نامه شانداره ودانی جوړه
کړه او وروسته ددی ودانی په
مرکزيت يو لړ ودانی جوړی شوی چه
سلسله يی هم د عبادتخانی او هم د
شاهی ماڼی په شکل ډيره ښکلی او
باعظمته وه ٠
د ( جين ) د عبادتخانی يو لړ
ودانۍ نه يوازی د بيلا بيلو
تاريخی دورو د ساختمانی هنر
نمايندګی کوی ، بلکی د دوو غټی او
لرغونی ونو په درلودلو سره يی هم
شهرت موندلی دی چه يوه ونه يی ٢
زره کاله تاريخ لری او بله ونه يی
هم څه دپاسه زر کاله تاريخ لری ٠
او دغی ٢ لرغونی ونی چه تر اوسه
پوری له تازهګۍ او حيات نه ډکی
شنی ښکاری ، ښی سمسوری دی ٠ د
سيند د رڼو اوبو او نورو شنو ونو
په يو ځاي کيدو سره د ( جين ) د
عبادتخانی په چاپيريال کښی منظره
ډيره په زړه پوری ده ٠
|