| 
中国国际广播电台
  
کانفيوسيوس د ميلاد نه دمخه په ٦ مه پيړۍ کښی د چين په تاريخ
کښی يو مشهور متفکر او تعليم
پوه شخصيت ؤ ٠ او
کانفيوسيالستی دکتورين  چه
دده له خوا رامنځ ته شوی ؤ ،
د چين په کلتوری ساحه کښی تر
ټولو نه ډيره مهمه برخه
تشکيله شوی ده او د چين په
اوږدو تاريخی دورو کښی
فيوډالی واکمنانو به
کانفيوسيالستی مفکوره خپله
رسمی مفکوره بلله  ٠نو ځکه د
کانفيوسيوس کورنی تل د مشهوری
او تشريفاتی کورنی په حيث
افتخار درلود او د کانفيوسيوس
له اخلافو څخه هم يو شمير
نامتو شخصيتونه رامنځ ته شوی
دی ٠ دده د ٢٠م نسل لمسی (
کونګ ژونګ ) له دغو لويو
شخصيتونو څخه ؤ ٠ او د ( کونګ
ژونګ ) په باب  کيسی  تل د
خلکو په منځ کښی خوله په خوله
ګرځی  :   
( کونګ ژونګ ) په ميلادی ٢ مه پيړۍ کښی د چين د ( هان ) په
امپراطوری تاريخ  کښی يو پوه او
با عقله سړی ؤ ٠ د کورنی په
اغيزو  هغه د کوچنتوب په وخت کښی
يو  ډير هوښيار هلک ؤ  ٠ ( کونګ
ژونګ ) چه ١٠ کالو ته ورسيد ،  د
خپل پلار سره يو ځای  مرکز (
لويانګ ) ښار ته لاړ ٠ څو چه   د
( لو يانګ ) د ښاروال ( لی يوان
لی ) سره د پيژندګلوی کتنه وکړی ٠
( لی يوان لی ) يو ډير مغرور او
پوه سړی ؤ ٠ هغه ونه غوښتل چه له
هر چا سره کتنه وکړی ٠ خو ( کونګ
ژونګ ) ډير وغوښتل چه له دغه لوی
پوه کاکا سره وګوری ٠ يوه  ورځ  (
کونګ ژونګ ) د ( لی يوان لی ) د
کور مخ  ته ورغی او د دروازی
ساتولو د خدمتګار څخه يی  د
ننوتلو غوښتنه وکړه  ٠ عسکر وليدل
چه هغه  يوازی يو هلک ؤ ، نو دده
غوښتنه يی رده کړه ٠ ( کونګ ژونګ
)  بيا ور ته وويل چه زه د ( لی
يوان لی ) خپل  يم ٠ مهربانی وکړی
چه ( لی يوان لی ) ته زما نوم
ووايی ٠  هغه به حتماُ  ما ومنی ٠
 
دغه نوکر ( لی يوان لی ) ته د ( کونګ ژونګ ) نوم او غوښتنه
وويله ٠(  لي يوان لی )د نوکر د
خبرو څخه  حيران شو ٠ ځکه چه د
نوموړی هلک نوم يی هيڅ نه پيژانده
٠ خو سره له دی هغه بيا هم په
کنجاوی سره ( کونګ ژونګ )  ځانته
ومانه او د ( کونګ ژونګ ) څخه يی
پوښتنه وکړه چه ته له ما سره
څرنګه سکه اړيکه لری ؟  
 
( کونګ ژونګ ) ځواب ورکړ چه زه د کانفيوسيوس لمسی  يم او تاسی
 د تاويست دکتورين د موسس ( لی
دان ) خلف يی ٠ ټولو ته معلومه ده
چه کانفيوسيوس په احترام سره له (
لی دان ) څخه د تشريفاتو په باب
معلومات واخستل ٠ او ددوی تر منځ
د استاز او شاګرد اړيکه قايمه شوی
وه ٠ نو ځکه زمونږ تر منځ  هم
داسی اړيکه  موجوده ده  ٠
 
 
په اصل کښی د چين په تاريخ کښی  د کانفيوسيوس نه علاوه  د ( لی
دان ) په نامه يو بل مشهور فيلسوف
او د تاويستی دکتورين موسس ؤ ٠ د
خلکو په قول به کانفيوسيوس خپل
ځان د ( لی دان )  شاګرد باله او
 ( لی دان ) يی خپل استاز  ګاڼه ٠
 
په هغه وخت کښی د ښاروال ( لی يوان لی ) په کور کښی زيات شمير
ميلمانه راټول شوی ؤ ٠  دوی د ١٠
کلن ( کونګ ژونګ ) د هوښيارۍ څخه
 ډير حيران شول ٠ يو ميلمه چه (
چنګ وی ) نوميده  هم يو پوه سړی ؤ
٠ هغه د ( کونګ ژونګ ) د کيسی د 
اوريدو نه وروسته  داسی وويل چه
 دا طبيعی نه ده  چه هوښيار هلک
به حتماُ د لويدو نه وروسته  په
يوه  پوه او بااستعداده  سړی
 وګرځی ٠ هوښيار هلک ( کونګ ژونګ
) سمدستی ځواب ورکړ چه زه فکر کوم
چه  ښاغلی ( چنګ ) د کوچنتوب په
وخت کښی حتماُ هوښيار ؤ  ٠ معنی
يی دا وه چه  ښاغلی ( چنګ ) يو
ناپوه سړی دی ٠ ښاغلی ( چنګ ) د (
کونګ ژونګ )  خبرو ته   هيڅ ځواب 
ورکړی نه شو ٠   
ددی کيسی نه علاوه د ( کونګ ژونګ ) له خوا نورو ته د ناکونو د
ويشلو په باب  کيسه هم د چين په
ټولنه کښی زياته مشهوره ده ٠ په
دی کيسه کښی ويل شوی دی چه کله به
 ( کونګ ژونګ ) د خپلوکورنی
غړوسره   يو ځای  ناکونه خوړل  ٠
نو ( کونګ ژونګ ) به په با ادبه
توګه  لوی ناکونه  لويانو ته
ورکول او وړوکی ناک به يی ځان ته
ساته  ٠   
( کونګ ژونګ ) چه لوی شو  په يوه بااستعداده سړی بدل شو او د
يوی سيمی د اداره کولو وظيفه يی
په غاړه واخسته  ٠  په هغه وخت
کښی  چين   د جلا جلا برخو  په
ويش پيل وکړ  او د چين تاريخ  د ٣
ملکونو دوری ته د داخليدو په حال
ؤ     ٠ ( کونګ ژونګ ) اصلاُ يو
عنعنوی پوه ؤ او په خپلو خبرو او
مقالو کښی به يی د اوضاعو په
مقابل کښی زياته انديښنه ښودله ٠
خو له بدمرغه  هغه  په پای کښی د
يوه بل مشهور سړی ( چاو چاو)  له
خوا ووژل شو ٠   
 
 
 |