د غره  پر برج  باندی د اور لګولو په باب کيسه 
中国国际广播电台

د چين په بيلا بيلو فيوډالی سلسلو کښی امپراطور د دولت ترټولونه عالی واک درلود او د عالی صلاحيت څخه برخوردار ؤ ٠ خو که امپراطور له دولتی واک څخه د لوبی  په شان بی ځايه استفاده کوله  ،  نو  حتماُ به ماتی  خوړله   ٠

( جو يوووانګ ) د ميلاد نه مخکښی په ٨ مه پيړۍ کښی د ( جو ) د سلسلی وروستنی امپراطور او  يو ناپوهه او شرير امپراطور ؤ ٠ هغه به  دولتی چارو ته هيڅ اهميت نه ورکاوه  او شپی  او ورځی به  يی په شاهی ماڼۍ کښی له  ښکلو ښځو سره د شرابونو په څښلو او شهوت کښی تيرولی  ٠  او يوه معشوقه  ښځه  ( باو سی )  ور باندی ډيره ګرانه ؤه ٠ که څه هم ( جو يوو وانګ ) د ( باو سی ) هره غوښتنه او تقاضا  پوره کوله خو دغه  ښځه  لا هم  هره ورځ  په لوی غم کښی لويئدله او پر مخ  باندی به يی  هيڅ ډول خندا نه ليدله کيده  ٠ امپراطور ( جو يوو وانګ ) د خپلی معشوقی ښځی د خوشحالۍ دپاره زيات کوششونه  وکړل  ،  خو  ټول ناکام شول  ٠

يوه ورځ ( جو يوو وانګ ) د معشوقی ښځی ( باو سی ) سره يو ځای  بهر ته سيل کاوه ٠ دوی د ( لی شان ) غره د کلا  برج   ته پورته شول  ٠ امپراطور ( جو يوو وانګ ) ( باو سی ) ته د برج د اهميت په باب  معلومات  ورکړل  او ور ته يی وويل چه دا د جنګی خبر د خپورولو ودانی ده ٠ په هغه وخت کښی  له سرحد نه  تر مرکز پوری  په هره  ټاکلی فاصله کښی  يوه کلا  جوړه  شوی وه  او عسکرو به د کلا پر برج  باندی شپی  او ورځی  څارنه کوله ٠ کله چه دښمنان  پر سرحدی کرښی  باندی تيری وکړی  ،  عسکرو به  پر برج  باندی اور لګاوه ٠ او له دی لاری به يی ګاونډيو پوځيانو ته خبرتيا ورکوله ٠   ګاونډيو  عسکرو  چه اور يی وليد ،  هم به   پر خپل برج  باندی اور بل کاوه او له دی لاری به يی  جنګی خبر په بيړه سره مرکز ته رساوه ٠ دغه شان  کله چه به د دولت مرکز له تهديد سره مخامخ کيده ،  د ( لی شان ) د غره  پر برج  باندی  به هم اور بليده او د ( جو ) د سلطنت  په اړه ملوک الطوائفو  به د دی اور په ليدو سره سمدستی خپل عسکر  د ( جو ) مرکز ته ورليږل ٠

( باو سی ) د امپراطور د خبرو په اوريدو سره بيا هم باور نه درلود چه د اور له لاری به د لری فاصلو څخه مرسته کوونکی پوځيان راوغوښتل شی ٠ د ( باو سی ) د خوشحالی او خوښی دپاره امپراطور ( جو يوو وانګ ) سمدستی عسکرو ته امر وکړ چه د ( لی شان ) د غره پر برج  باندی اور بل کړی ٠ کله چه د ( لی شان ) د برج اور بل شو ، سمدستی د شاوخواو پر برجونو باندی اور هم بل شو ٠ په دی توګه  دغه اور د برجونو په وسيله خپريده  او د بيلا بيلو ځايونو د ملوک الطوائفو له خوا وليدل شو ٠ دوی ګمان کاوه چه مرکز يی د تيريکوونکی  تهديد  سره مخامخ شوی  ، نو دوی سمدستی  د خپلو عسکرو  سره يو ځای  مرکز ته ورسيدل ٠

خو کله چه دوی د لی شان د غره په لمنی کښی راغونډيدل ،  ويی ليدل چه امپراطور ( جو يوو وانګ ) له خپلی معشوقی ښځی  ( باو سی ) سره په کراره کرارۍ کښی  ناست ؤ چه  شراب يی څښل او سندری يی ويلی ٠ خو د کوم دښمن پته يی نه لګيده  ٠ نو دوی پوه شول چه امپراطور دوی غولولی دی ٠  ملوک الطوائف مجبوراُ په نا رضا مندی سره له خپلو عسکرانو سره  له مرکز څخه ولاړل ٠ ( باو سی ) وليدل چه مغرورو  او تورياليو ملوک الطوائفو  فريب خوړلی دی   ، پر مخ   يی خندا پيدا شوه ٠ ( جو يوو وانګ ) وليدل چه  معشوقه ملکه يی په خندا شوه  ، هم ډير خوشحال شو ٠

کله چه ملوک الطوايف خپلوطن  ته بيرته ورسيدل ، ( جو يوو وانګ ) بيا عسکرو ته امر وکړ چه پر برج  باندی اور  بيا  بل کړی ٠ ملوک الطوائفو بيا له خپلو پوځونو سره د مرکز پر خوا  منډی ووهلی ٠ ( جو يوو وانګ ) او ( باو سی ) وليدل چه دغو ملوک الطوائفو بيا فريب وخوړ ، په سخته خندا شول ٠ په دی توګه دوی دواړو وار په واره داسی لوبی کولی ، په پای کښی  مختلفو ملوک الطوائفو د برج اور ته  هيڅ اهميت ورنه کړ ٠

لږ وخت وروسته  امپراطور ( جو يوو وانګ ) وغوښتل چه ( باو سی ) د لومړی ملکی په توګه ټينګه کړی  او د ( باو سی ) زوی د شهزاده په حيث وټاکی ٠ ددی هدف د ترسره کولو دپاره ( جو يوو وانګ ) خپله اصلی  ملکه او شهزاده له چوکۍ څخه لری کړل   ٠ د ملکی پلار د( شنګ ) د ملک پاچا ؤ  ٠ کله چه هغه واوريدل چه  لور يی د ملکی له څوکی څخه ايستل شوی ده ، ډير په قهر شو او سمدستی يی د ځينو ملوک الطوائفو سره اتحاد جوړ کړ او د( جو) پر سلطنت باندی يی بريد وکړ ٠ ( جو يوو وانګ ) په تلوار سره امر وکړ چه د برج دپاسه اور بل شی ٠ خو   ملوک الطوايفو ور باندی اطمينان نه درلود او د ( لی شان ) د غره د برج د اور د  بليدو سره سره دوی هيڅ عسکر مرکز ته ور ونه ليږل ٠ نو په دی توګه  د ( جو) د سلطنت مرکز  ژر مات شو ٠ امپراطور ( جو يوو وانګ ) ووژل شو او ( باو سی ) هم ونيوله شوه او د ( جو ) سلطنت  له منځه لاړ ٠