د وريجو د سوپ د ويشلو په باب کيسه
中国国际广播电台

( فان جونګ ايان ) د چين په تاريخ کښی يو وتلی سياستمدار او اديب ؤ ٠ هغه نه يوازی په سياسی ساحه کښی  زياتی کارنامی  قايمی کړی وی ، بلکی يی په ادبی او  نظامی ساحو کښی هم زياتی پوهی درلودی او دده هغه مقاله چه د ( يوی يانګ ) د عمارت په نامه ياديږی ، ډير مشهوره ده  ٠ په دی مقاله کښی يوه جمله چه وايی ، بايد د نورو نه مخکښی د غمونو په باب فکر وکړی او د نورو نه وروسته  نيمکرغی او ښادی   ترلاسه کړی ، د اسلافو له خوا زياته خوښه شوه ٠ اوس به تاسو ته د ( فان جونګ ايان ) د کوچنيتوب په دوره کښی د درس ويلو په باب يوه کيسه وړاندی کوو ٠

( فان جونګ ايان ) په ميلادی ١٠ مه پيړۍ کښی د ( سونګ ) په امپراطوری دوره کښی په يوه غريب کور کښی وزيږيده ٠ کله چه هغه د ٣ کالو له عمر څخه کم عمر درلود ، پلار يی د ناروغۍ له امله مړ شو ٠ نو کورنی  يی خورا غريبه  شوه  او په بی وزلی سره يی تريخ ژوند تيراوه ٠ ( فان جونګ ايان ) د څه دپاسه لسو کالو په لنډ عمر بهر ته لاړ او د ( اين تيان ) ښار په ښوونځی کښی يی درس ووايه ٠ د زده کړی په موده کښی يی  ژوند ډير ساده ؤ ٠ څرنګه چه هغه د ډوډۍ د اخستلو کافی پيسی نه درلودی ،  نو په يوی اوږدی مودی کښی به يی هره ورځ د وريجو سوپ خوړل ٠ هغه به هر سهار د وريجوسوپ جوړول  چه سوړ او کلک شی ،  سوپ به يی په ٣ برخو ويشل او مالګين سبزی به يی ميده ميده کول  او په دی توګه به يی  شپه او ورځ تيروله  ٠

يوه ورځ چه  ( فان جونګ ايان ) د وريجو سوپ خوړل ، دده يو نژدی دوست راغی ٠ هغه وليدل چه ( فان جونګ ايان ) يوازی د وريجو سوپ او مالګين سبزی خوړل ،  نو ويی غوښتل چه په خپلو  پيسو د ( فان جونګ ايان ) ژوند يو څه ښه کړی ٠ خو ( فان جونګ ايان ) په قطعی توګه دده مرسته رده کړه  ٠ نو هغه  مجبوراُ په دوهمه ورځ زيات خوندور خوراکونه ( فان جونګ ايان ) ته ورکړل  ٠

څو ورځی نه وروسته دغه دوست بيا ( فان جونګ ايان ) ته ورغی ٠ خو هغه په حيرانتيا سره وليدل چه دده د تحفی په توګه وړل شوی  چرګ ، کب او داسی نور خوراکونه په اصلی شکل په خپل ځای کښی  پاتی او  ټول خراب شوی دی  ٠  نو په قهر سره يی ( فان جونګ ايان ) ته  وويل چه ته يو ډير مغرور سړی يی ، او  د نورو  هيڅ ډول مرسته نه منی ٠ زما زړه  له دی امله سوړ شو ٠

( فانګ جونګ ايان ) په مسکا سره وويل چه تا پر ما باندی غلط فکر کړی دی ٠ داسی  نه ده چه زه ستاسو خوراکونه نه خورم ٠ بلکه زه د خوړلو جراُت نه لرم ٠ ځکه چه ستاسو د خوندورو خوراکونو د خوړلونه وروسته  به زه  څنګه د وريجو په  سوپ او مالګينو سبزو کښی  مزه او خوند پيدا کړم ؟  دده دوست د ( فان جونګ ايان ) د خبرو د اوريدونه وروسته د هغه د لوړ همت   ډيره  ستاينه وکړه ٠

يو ځل  يو سړی له ( فان جونګ ايان ) څخه پوښتنه وکړه چه ستا مرام څه دی ؟ هغه ځواب وکړ چه زما يو مرام دا دی چه د ډاکتر په حيث د خلکو د ناروغۍ ښه علاج وکړم  او بل مرام می دا دی چه د صدراعظم په توګه دولتی چاری ښی اداره کړم ٠ وروسته ( فان جونګ ايان ) د صدراعظم په حيث وټاکل شو او د ( سونګ ) په سلسله کښی يو مشهور سياستمدار وګرځيد  ٠

( فان جونګ ايان ) د تعليمی چارو پرمختګ او د بوروکراتو سازمانونو  اصلاحاتو ته  د هيواد د غښتليتوب د دوو مهمو برخو په توګه زيات اهميت ورکړ ٠ هغه د هيواد په چوکاټ کښی په زيات قوت سره  ښوونځی جوړ کړل  او ښوونځيو ته يی زيات شمير ښوونکی وروليږل  او د هيواد د اړتياوړ پرسونلو په روزلو کښی يی زيات قوت واچاوه ٠ علاوه په دی هغه  بااستعداده  کسانو ته د احترام په  سترګه کتل او دوی يی  د لوړ رتبه  مامورينو په حيث وټاکل ٠ مثلاُ  نامتو سياستمدار او اديب ( عاو يانګ شيو)، اديب ( جو دوين ايی ) او فلسفه پوه ( جانګ جای ) ټولو د ( فان جونګ ايان ) مرستی ترلاسه کړی وی ٠

( فان جونګ ايان ) د خپلو کارونو سره سره په ادبی او کلتوری ساحه کښی هم زياتی هلی ځلی وکړی ٠ او يو شمير  غوره  مقالی يی وليکلی ٠ دده په نظر ادب بايد د ټولنی له واقعاتو سره سم د ټولنيز انکشاف او بشری پرمختګ دپاره خدمت وکړی او دده دغه نظر وروسته  پر ادبی انکشاف باندی زياته اغيزه اچولی وه ٠