د ( لو يانګ ) په ښار کښی د کاغز بيه جګه شوه
中国国际广播电台


         

د چين په لرغونی ټولنه کښی چه د مطبعی چارو ترقی نه وه موندلی ،  شعرونه او مقالی په دی طريقه مروجی شوی وی چه  د لوستونکو په قلم  کاپی او بيا به نورو ته خپريدی  ٠ په تاريخ کښی يو اديب چه ( ځو سه ) نوميده ، يوه داسی ښکلی مقاله وليکله چه  د اشرافو او واکمنانو له خوا خوښه شوه او  دغه مقاله  يی په قلم کاپی  او ژر ژر نورو ته خپره شوه  ٠ په دی وجه په يوه وخت کښی  په بازارونو کښی د کاغز بيه په بيړی سره اوچته شوی وه ٠ او يوه خوندوره کيسه په دی بنسټ د خلکو په منځ کښی  خوله په خوله ګرځيده  ٠

( ځو سه ) د ميلاد په ٢٥٠ م کال کښی وزيږيده او د چين د ( جين ) په امپراطوری دوره کښی يو ستر اديب ؤ ٠ دده څيره بدرنګه وه  او د کوچنتوب  په وخت کښی يی دومره هوښياری هم نه درلوده ٠ هغه د خطاطۍ ، د ډول وهلو  او موسيقی غږولو په تمريناتو کښی برخه اخستی وه ،  خو بريالتوب يی ترلاسه کړی نه و  ٠ وروسته چه هغه لږ څه  لوی شو ، د پلار په  لارښوونه يی  زيات کتابونه ولوستل  او ښی  ښی مقالی يی وليکلی  ٠

  د ٢٠ کالو په عمر کی يی کشره خور  چه ( ځو فنګ ) نوميده  دامپراطوری ملکی له خوا د امپراطور د  ښځی په توګه انتخابه شوه  ٠  نو ( ځوسه ) د کورنۍ له نورو غړو سره يو ځای مرکز ( لويانګ ) ته انتقال  وکړ او په دی توګه ( ځو سه ) ته لا زيات فرصتونه برابر شول چه د اشرافو په ټولنه کښی يی د لويو اديبانو سره  ملګرتيا وکړه او زيات تماسونه يی ونيول  او ددوی په اغيزو د ( ځو سه ) د مقالی د ليکلو سويه لا زياته اوچته شوه او په پای کښی هغه د ( سان دو فو ) په نامه هغه ستره او مشهوره مقاله وليکله چه د خلکو په منځ کښی  نسل په نسل ساتل شوی ده ٠  

د ( سان دو فو ) په نامه مقاله  ( ځو سه ) په خپل ٣٠ کلن عمر کښی وليکله  ٠ ددی مقالی د بشپړيدو نه وروسته  لوی اديب ( هوانګ پو می ) د مقالی سر ليک وليکه ٠ دغه مقاله لومړی د اديبانو په منځ کښی خپره شوه  او وروسته  اشرافو او بډايانو هم دی مقالی  ته زياته علاقه وښودله او زړونو يی وغوښتل چه دغه مقاله  کاپی کړی او و يی لولی  ٠ په نتيجه کښی په ( لو يانګ ) ښار کښی د کاغز اړتيا هم نه شوه رفع کيدی  ،  نو بيه يی ورځ په ورځ اوچته شوه   ٠

 د ( سان دو فو ) په نامه مقاله يوه څرنګه  مقاله  ده ؟ ٠ په چينايی ژبه ( سان )  ٣  ته او ( دو ) د پايتخت  معنی ورکوی  او ( فو ) په هغه زمانه کښی يو ادبی شکل و  ٠  دغه ادبی  شکل د نامتو غزل او اصطلاح څخه په استفادی سره  وليکل شو ٠ ( سان دو ) د پخوانيو ( وی ) ، ( وو ) او(  شو ) ٣ ملکونو  پايتختونو ته ويل کيده  ٠ د( سان دو فو ) په نامه  مقاله  د ( شو دو فو ) ، ( وو دو فو ) او ( وي دو فوو ) څخه عبارته وه ٠ او په هر ( فو ) کښی د خاطری سړی په قول دهمدی ځای د جغرافيا ، توليداتو او نظامونو په باب تشريحات ورکړی شوی ؤ  ٠ سره له دی د مقالی  بريالتوب  نه يوازی د مقالی په ادبی شکل کښی ليدل شوی ؤ بلکه  د محتوياتو په برخه کښی هم ؤ ٠ اديب ( ځو سه ) د مقالی د ښه ليکلو دپاره د پخوانی اثارو د تصديق او څيړنی دپاره شخصاُ دغو سيمو ته لاړ ترڅو په مقاله کښی ليکل شوی حالات او پيښی جعلی نه شی ٠ د اصلی موادو د چمتو کولو نه وروسته ( ځو سه ) په خپل کور کښی د خپلو لس کالو په وقفولو سره  بالاخره  دغه مقاله وليکله ٠

د ( سان دوفو ) په نامه ستر اثر د چين د ٣ ملکونو په دوره کښی د ټولنيز ژوند اصلی حالات منعکس کړی ؤ او د هيواد د وحدت په شمول  هغه موضوعات چه په هغه زمانه کښی د ټولو خلکو او واکمنانو له خوا ور ته  زيات د توجه وړ ؤ  زيات راياد شوی دی ٠ نو ځکه دغه مقاله   د ټولو خلکو او واکمنانو له خوا ډيره وستايل شوه او وروسته هم د وارثانو له خوا  ښه وساتله  شوه ٠ 

په حقيقت کښی د يوه پوخ اديب  په توګه ( ځوسه ) نه يوازی ددی مقالی په بشپړولوسره شهرت ترلاسه کړی  بلکی يی  نوری زياتی  ښکلی مقالی او غوره شعرونه هم ليکلی ؤ ٠ په دغو شعرونو او مقالو کښی هغه په ساده ژبه  دوطن او خلکو سره خپله ژوره مينه  څرګنده کړی وه  او په دی توګه هغه د زياتو  شاعرانو  سرمشق  ګرځيدلی ؤ  ٠