د ( نان که) د خوب په باب کيسه
中国国际广播电台


         

د ( نان که ) د خوب په نامه يوه چينايی اصطلاح ده او له دی اصطلاح څخه د خوب حالت او هغه خيالی مرام  چه ترسره نه کيږی راڅرګند شوی دی  ٠  دغه اصطلاح  د ميلاد په ٩ مه پيړۍ کښی د چين د ( تانګ ) په امپراطوری سلسله کښی د ليکوال ( لی ګونګ ځو ) په کتاب کښی د ( نان که ) د سيمه ايز مشر د بيوګرافۍ په نامه ليکله شوی ده  ٠

يو سړی چه ( چوين يوو فنګ ) نوميده  ، شراب يی ډير خوښيدل   ٠ دده د کور په انګړ کښی يو لرغونی او غټه سمسوره ونه  ولاړه ده  ٠ هغه  د دوبی په ګرمه شپه کښی په داسی حال کښی چه په اسمان کښی به سپوږمۍ رڼا ورکوله  ،  ستوری به ځليدل او  وږمه به چليدله  ،  هميشه  ددی غټی ونی تر بوټو لاندی په ارام زړه څملاست او له دی لاری به يی د ورځی ګرمتيا لری کوله   او له اسمان نه به يی خوند اخست  ٠

يوه ورځ  ( چوين يوو فنګ ) د خپلی زيږيدو  ورځ  وه ٠  نو هغه  په کور کښی ددی ورځی د نمانځنی دپاره يوه خوندوره ميلمستيا جوړه کړه ٠ او زيات خپلوان ا دوستان دده کور ته ورغلل٠ هغه د محترمو ميلمنو د راتګ څخه ډير خوشحاله ؤ ٠  په ميلمستيا کښی يی زيات شراب  وڅښل ٠  شپه راغله  او ميلمانه  بيرته خپلو کورونو ته لاړل ٠ هغه  د شرابو په نشه يی حالاتو کښی ددی  غټی ونی تر بوټو لاندی پرلوی کټ باندی څملاست او ژر ويده  شو ٠

هغه يو خوب وليد چه د دوو استازو په لارښوونی  هغه د ونی  غار ته  ننوت ٠ په دی غار کښی يوه بله دنيا دده تر سترګو شوه چه  اسمان تګ ابی ښکاری او سپينی وريځی په کراره کرارۍ سره حرکت کوی او دغه ځای د ( داهواي ) په نامه د ملک مرکز دی ٠ هغه وليدل چه   د مامورينو د انتخابولو کار اجراُ کيږی ، نو خپل نوم يی هم ثبت کړ ٠ په نتيجه کښی هغه  له ٣ امتحانونو څخه بريالی ووت  او لومړی مقام يی   ترلاسه کړ ٠ نو هغه د امپراطور حضور ته وغوښتل شو ٠ امپراطور وليدچه هغه هوښيار ځوان دی او  څيره يی ډير ژوندی او جذبه ده  ،  ډير خوشحاله  شو ٠ نو خپله لور يی ( چوين يوو فنګ ) ته ورکړه ٠ په دی توګه ( چوين يوو فنګ ) د ( دا هوای ) ملک له شهزاده ګی سره واده وکړه او په دی ډول  د امپراطور زوم  شو  ٠

( چوين يوو فنګ ) او شهزادګۍ د واده نه وروسته نيکمرغه ژوند تير کړ ٠ لږ وخت وروسته امپراطور خپل زوم ته د ( نان که ) په سيمه کښی د مشرتابه وظيفه ورکړه ٠ ( چوين يوو فنګ ) به د خپل ماموريت په موده کښی په کارونو کښی زيار ايسته او د خلکو ستونزو ته به  يی زياته پاملرنه کوله ٠ هغه به  د کاری معاينی او څيړنی دپاره  بيلا بيلو ځايونو  ته ته ٠ او له دی امله يی  په خپلو اداری سيمو کښی د قنايت وړ موفقيتونه ترلاسه کړل  ٠ او د خلکو له خوا  ډير وستايل شو ٠

٣٠ کاله تير شول او (  چوين يووفنګ ) په خپلو وتلو مؤفقيتونو  په ټول هيواد کښی زيات شهرت وموند ٠  هغه  ٥ زامن او ٢ لوڼی درلودی  ٠ او ژوند يی ډير خوږ   ؤ  ٠ امپراطور څو واره وغوښتل چه  زوم يی په خپل اړخ کښی ماموريت  ترسره کړی ٠ خو  محلی خلکو يی ونه منله ٠ دوی  قوی ارزو درلوده چه دغه ممتاز مامور په ( نان که ) کښی پاتی شی  ٠ نو امپراطور ( چوين يووفنګ ) ته زياتی مالی او مادی جايزی ورکړی ٠ او د خلکو ا رزو سره سم يی خپل زوم  په همغه ځای کښی پاتی کړ ٠  

په يوه  کال کښی   د ( شان لو) ملک  د خپلو عسکرو په ليږلو سره د ( دا هوای ) پر ملک باندی بريد وکړ ٠  د ( دا هوای ) د ملک جنرالانو او عسکرانو د امپراطور په امر له دښمنانو سره سخته او بالمثله مقابله وکړه ٠ خو وار په واره يی  ماتی وخوړله ٠ کله چه امپراطور د خپلو پوځيانو د مغلوبيدو خبر واوريد په ډيره ويره کښی و ٠ نو په تلوار سره يی  مامورين او قوماندانان خپل حضورته راوغوښتل  څو چه پر تيريکوونکو پوځيانو باندی د بری موندلو په هکله ورسره مشوره وکړی  ٠ خو دغو وزيرانو او قوماندانانو  واوريدل چه دښمنان يی ډير طاقتور دی او د ( دا هوای ) د ملک مرکز ته د مارش کولو په حال کښی دی  ، نو  ډيروارخطا شول  ٠ دوی  يو له بل سره وکتل خو هيڅ کومه طريقه او نظريات يی  وړاندی نه کړل  ٠

امپراطور چه د وزيرانو او جنرالانو وارخطايی وليدله ، ډير په قهر شو او دوی ته يی وويل چه په  عادی ورځو کښی تاسی ښه ښه ژوند تر لاسه کړی دی  ٠ خو اوس دولت له خطر سره مخامخ  شوی ،  ستاسو خولی ټولی  غلی شوی ٠   ايا  تاسی   د دولت  دپاره  څه ارزښت  لری  ؟

په دی وخت کښی صدراعظم د امپراطور زوم ( چوين يوو فنګ ) راياد کړ٠ او  امپراطور ته يی پيشنهاد وکړ چه ( چوين يوو فنګ ) بيرته راوغواړی  ٠ امپراطور سمدستی امر وکړ چه ( چوين يووفنګ ) د ټول هيواد د غښلو قواوو قوماندانی وکړی او د دښمنانو سره د مرګ او ژوند مجادله وکړی ٠ خو  ( چوين يوو فنګ ) د جګړی او  نظامی هنر په باب هيڅ نه پوهيده ٠ نو کله چه هغه له دښمنانو سره جګړه وکړه ،  لويه ماتی يی وخوړله  ٠ امپراطور چه دغه خبر واوريد  د چوين يوو فنګ څخه خورا زيات نا اميده شو ٠  نو امر يی وکړ چه د ( چوين  يوو فنګ ) څخه  ټول واکونه او صلاحيتونه  واخستل شی  ٠ او هغه خپل اصلی کور ته بيرته واستوی ترڅو د يوه عادی بزګر په توګه ژوند وکړی ٠ ( چوين يوو فنګ ) فکر وکړ چه  په خپل عمر کښی قايمه شوی  کارنامه د سترګو په يوه رپ کښی له لاسه ورکړی ده  ، نو  د ډير شرم له امله  يی  چيغی وکړی ٠  په دی وجه ( چوين يوو فنګ )  له خوب نه راويښ شو ٠ هغه   په خوب کښی د ليدلی منظری سره سم د ( دا هوای ) دولت ولټوه ،  بيا يی کشف کړ چه په انګړ کښی پر غټی ونی باندی د ميږيانو سوری  دی ٠ او يو شمير ميږيان په دی سوری کښی اوسيږی ٠ د ( نان که ) د خوب په نامه دغه اصطلاح په ځينی وخت کښی دا معنی ورکوی چه د انسان ژوند لکه خوب دی  او شتمنی او واکونه اصلی ارزښت  نه لری ٠