د ويجاړی هنداری د بيا جوړيدو په باب کيسه
中国国际广播电台


        

د هنداری کليمه د چين په عنعنوی ادبياتو کښی  زيات استعماليږی ٠  اديبان دايروی سپوږمۍ ته هنداره وايی  او  د لوړ همت او باانصافه انسان د هنداری په شان  بولی چه کومه نيمګړتيا نه لری ٠ او په ځينو وختونو کښی داسی استعماليږی چه د پلانکی سړی  زړه لکه هنداره ښه پوهيږی ٠خو د ويجاړی شوی هنداری د بيا جوړيدو په باب په متل  کښی هغه کيسه وړاندی شوی ده  چه يوه جوړه  ميړه اوميرمن د زياتو وختونو د جلا کيدو نه وروسته  بيا يو ځای  شوی دی ٠

کيسه يی د ميلاد په ٩ مه پيړۍکښی وه ٠ په هغه  وخت کښی د چين په شمال کښی د ( شوی ) په نامه غښتلی رژيم موجود ؤ ٠  خو په جنوب کښی يی څو وړوکی ملکونه برابر شوی ؤ ٠ او د ( چنګ ) نومی ملک چه مرکز يی ( جيان کانګ ) يعنی اوسنی ( نان جينګ ) ښار ؤ ، د دغو وړوکو ملکونو څخه شميرل شوی ؤ ٠ د( شوی ) غښتلی رژيم لا پخوا  د دغو وړوکو ملکونو  اشغالولو ته ليوال ؤ او چمتو ؤ چه د ټول هيواد لوی وحدت ترلاسه کړی او خپل تسلط پکښی  ټينګ کړی  ٠

( شو ده ايان ) د ( چنګ ) ملک د پاچا ( چنګ سو باو ) يو درباری مامور و ٠ هغه د پاچا له خور شهزاده ګۍ ( له چانګ ) سره واده وکړ  چه ژوند يی ډير نيکمرغه ؤ ٠څرنګه چه هغه وليدل چه  په  حکومت کښی زيات  فسادات رامنځ ته شوی دی  ٠ نو ( شو دن ايان ) هميشه په دی انديښنه کښی و چه په يوه ورځ کښی به هغه بدبخته پيښه  رامنځ ته شی چه خپل وطن  د ( شوی ) د پوځ له خوا ونيول شی  ٠

يوه ورځ هغه په غمجن اواز خپلی ميرمنی ته وويل چه د ملک د ګډوډی بدمرغه  پيښه به ژر رامنځ ته شی او په هغه وخت کښی به زه لومړی د پاچا د حفاظت دپاره ورسره ملګرتيا وکړم او مونږ دواړه به د مجبوريت له مخی جلا شو ٠ خو که مونږ  ژوندی او په اُمن سره پاتی شو ،  حتماُ به يوه ورځ  بيا سره وګورو ٠ نو اوس مونږ بايد يو شی وټاکو چه  زمونږ د بيا کتلو د  تصديق رول ولوبوی  ٠

شهزاده ګی د خپل ميړه نظريه ومنله  ٠ ( شو ده ايان ) يوه دايروی مسی هنداره   په دوو برخو جلا کړه چه يوه برخه يی ميرمنی ته ورکړه او بله برخه يی له ځان سره وساتله او ميرمنی ته يی وويل چه که مونږ جلا شو،  نو هر کال د لومړی مياشتی په ١٥ مه ورځ به تاسی د يوه  سړی په ليږلو سره دغه نيمه هنداره  په بازارکښی وپلوری ٠ که زه هم ژوندی وم ، حتماُ به بازار ته لاړشم ٠ او  خپله نيمه  هنداره به ستا د بلی نيمی برخی د هنداری سره يو کړم ٠ او که دغه دواړه جلا شوی هنداری به بيا يو ځای  کړم ، مونږ به حتماُ يو ځای  شو ٠

لږ وخت وروسته د ( شوی ) د سلطنت امپراطور ( شوی وين دی ) د پوځيانو په استولو سره د ( چنګ ) د ملک پرمرکز ( جيان کانګ ) باندی حمله وکړه او د( چنګ ) ملک له دی امله نسکور او پاچا يی هم ووژل شو ٠ او ( شو ده ايان ) مجبوراُ  له مرکز څخه وتښتيده ٠ د ( شوی ) امپراطور ( شوی وين دی ) ټولو هغو وزيرانو او قوماندانانو ته چه په دی جګړه کښی يی  کارنامی قايمی کړی وی  ، جايزی ورکړی او شهزاده ګۍ ( له چانګ ) يی چه داشغالوونکو له خوا په ژوندی توګه ونيول شوه  ، د انعام په توګه  وزير ( يانګ سو ) ته ورکړه ٠

کله چه  مهاجر ( شو ده ايان ) دا خبر واخيست چه  ميرمن يی د ( شوی ) د سلطنت مرکز ( دا شينګ ) يعنی د اوسنی ( شا سی ) ولايت ( سی ان ) ښار ته  لاړه ، نو د لری فاصلو په وهلو سره  دی ښار ته ورسيد او د خپلی ميرمنی پته يی  ترلاسه کړه ٠ په هره نيمه شپه به ( شو ده ايان ) نيمی هنداری ته په ځيرځيرکيده او خپله ميرمن به يی يادوله ٠  شهزاده ګۍ ( له چانګ ) که څه هم ښه ژوند ترلاسه کړی ؤ  او امنيت يی ښه  ؤ ، خو بيا هم به يی نيمه هنداره  په لاس کښی نيوله او د خپل ميړه  راتګ ته به  سترګی په لاره وه ٠

د نوی کال د لومړی مياشتی ١٠ مه ورځ  بالاخره راغله ٠ ( شو ده ايان ) لوی بازار ته لاړ ٠ هغه  وليدل چه يو سپين ږيری په لوړی بيی د يوی مسی هنداری نيمه برخه خرڅوله ٠ البته  هيڅ چا ونه غوښتل چه دغه نيمه  هنداره په لوړ قيمت واخلی ٠ نو دغه سپين ږيری  ها خوا دی خوا  ګرځيد ٠ ( شو ده ايان ) د سپين ږيری مخ ته لاړ او ور څخه يی غوښتنه وکړه چه دغه نيمه هنداره په دقت سره وګوری ترڅو هغه واخلی ٠ هغه دی نيمی  هنداری ته په ځير شو،  پوه شو چه دا يی د خپلی ميرمنی د لاس د هنداری  نيمه برخه  ده  ٠ بيا هغه خبر شو چه  دغه سپين ږيری  دوزير ( يانګ سو ) د کور نوکر ؤ  ٠نو ( شو ده ايان ) په يوه کاغز باندی  يو شعر وليکه چه هنداره او ميرمن دواړه لاړی ، اوس می هنداره وليدله ، خو ميرمن می  بيرته راغلی نه ده  لکه څنګه چه په سپوږمۍ کښی د ښاپيرۍ ( چانګ عه ) سيوری نه ليدل کيږی او يوازی د سپوږمۍ وړانګی د ليدو وړ دی ٠ هغه د سپين ږيری څخه غوښتنه وکړه چه دغه  شعر شهزاده ګۍ ( له چانګ ) ته ورکړی ٠

شهزاده ګۍ ( له چانګ ) چه د خپل ميړه نيمه هنداره او شعر  وليدل ، ډيره سخته په ژړا شوه  او  ډوډۍ يی هم ونه خوړله  او هم يی چای و نه څښل ٠ کله چه ددی خاوند يعنی د( شوی ) وزير ( يانګ سو ) په دی  خبر شو ، نو ( شو ده ايان ) يی خپل ځانته   راوغوښت ٠ او شهزاده ګۍ ( له چانګ ) يی بيرته ورکړه  او هم يی زيات مالونه   ورکړل ترڅو دوی په خپل اجدادی کور کښی ارام ژوند تير کړی ٠

وروسته د چين په ادبياتو کښی د ويجاړی هنداری د بيا جوړيدو په نامه دغه اصطلاح رامنځ ته شوه او  په دی وخت کښی استعماليږی  چه جلا شوی ميړه او ميرمن بيا سره يو ځای شوی دی  ٠ او هغه اصطلاح چه ويجاړه شوی هنداره نه جوړيږی دا معنی ورکوی چه د  عينی علت له مخی ميړه او ميرمن  مجبوراُ  جلا شوی دی  ٠