中国国际广播电台
د چين په تاريخ کښی يوه نامتو
کورنی وه چه پلار يی ( چاو چاو )
نه يوازی يو نظامی پوه او ممتاز
قوماندان او شاعر ؤ بلکه دده
٢زامنو ( چاو پۍ ) او ( چاو جه )
په ادبی ساحه کښی هم ډير شهرت
موندلی ؤ ٠ او دوی ٣ واړه په
تاريخ کښی ٣ ( چاو ) بلل کيدل ٠
خصوصاُ ( چاو جه ) په ادبی ساحه
کښی زيات برياليتوبونه ترلاسه
کړی ؤ ٠
( چاو چاو ) د ميلاد په ٢ مه پيړۍ
کښی د ٣ ملکونو په دوره کښی د (
وی ) ملک موسس ؤ ٠ هغه ټول عمر
په جګړو کښی تيراوه او په عين وخت
کښی يی يو شمير ښکلی شعرونه ليکلی
ؤ ٠ د ده د مړينی نه وروسته زوی
يی ( چاو پۍ ) دده ځای ناست شو ٠
( چاو پۍ ) يو ادبی انتقاد کوونکی
ؤ ٠ دده په لاس ليکل شوی مقالی او
اثارو د چين د ادبی انتقاد په
تاريخ کښی لوی ارزښت درلود ٠ د
( چاو چاو ) دوهم زوی ( چاو جه )
په ادبياتو کښی غوره استعداد
درلود ٠ ويل کيږی چه هغه په
ادبی ساحه کښی د همغی زمانی د
شاعرانو ښه نماينده ګی کوله ٠
که څه هم مشر ورور ( چاو پۍ ) د
پلار ( چاو چاو) ځای ونيوه ٠ خو
هغه د خپل کشر ورور ( چاو جه ) د
پوهی او استعداد څخه سخت حسادت
وکړ ٠ يوه ورځ ( چاو پۍ ) د خپل
کشر ورور د يوی وړوکی سهوی په
بهانه ( چاو جه ) ته سزا ورکړه او
ويی ويل چه بايد د ٧ قدمونو په
وهلو سره د ادبی قاعدو سره سم يو
ښه شعر جوړ کړی ٠ کشر ورور پوهيده
چه مشر ورور يی په قصدی توګه
ورباندی ظلم کوی ٠ خو څرنګه چه (
چاو پۍ ) د امپراطور په تخت باندی
کښيناست ، نو هغه بايد دده پر
خبرو قناعت وکړی ٠ هغه فکر وکړ
چه مشر ورور پر خپل کشر ورور
باندی ستم کوی ، نو زړه يی خورا
ډير سوزيد ٠ نو هغه په ټاکلی وخت
کښی داسی شعر جوړ کړ چه د لوبيا د
پخولو دپاره د لوبيا بوټی سوځی ،
لوبيا په ديک کښی ژاړی ، اصلاُ
ريښه يی يوه ده ، ولی په تلوار
سره يو بل وژنی ٠امپراطور ( چاو
پۍ ) د کشر ورور د شعر په اوريدو
سره ډير د شرم احساس وکړ ٠ نو
هغه نيت يی پريښود چه کشر ورور
ووژنی ٠
د ( چاو جه ) تر ټولو نه لوی
موفقيت د شعرونو په برخه کښی ؤ ٠
د ٣ ملکونو په دی تاريخی موده کښی
جګړی په پر له پسی توګه راپيښيدی
٠ او له دی امله ټولنه مړاوی وه
او خلکو غريب او بی وزلی ژوند
تيراوه ٠ ( چاو جه ) چه د اشرافو
په يوه لويه او واکداره کورنی کښی
شتمن ژوند تيراوه ، د شعرونو او
سندرو له لاری بی کوره خلکو ته
ژوره پاملرنه او توجه څرګنده کړه
او په دی ګډوډو او المناکو جنګی
حالاتو کښی د خپل وطن سره دده بی
حده مينه او تاوده احساسات اوچت
شول ٠ هغه په يوه شعر کښی چه
وروسته يی د خلکو په منځ کښی
رواج وموند او نسل په نسل ښه
ساتل شوی دی ، داسی وليکل چه د
ملی مصيبتونو او کړاونو څخه د وطن
د ژغورلو دپاره به ځان قربان کړی
او ددی مرام د ترسره کولو دپاره
به مرګ ته په پټه سترګه وګوری ٠
که څه هم ( چاو جه ) په ادبی
ساحه کښی ستر برياليتوبونه ترلاسه
کړی ؤ ٠ خو هغه وغوښتل چه په
سياسی صحنه کښی کارنامی قايمی کړی
٠ او له دی امله امپراطور (
چاوپۍ ) د ده پر وفاداری باندی
قوی شک رامنځ ته کړ ٠ نو وار په
واره يی پر ( چاو جه ) باندی ظلم
او ستم کاوه ٠ ځکه د ( چاو جه )
ژوند ډير کږليچ ؤ ٠ او امکان نه
و چه خپله سياسی ارزو ترسره کړی٠
هغه وغوښتل چه په خپلو اثارو کښی
دغه لوی غمونه څرګند کړی ٠ خو
څرنګه چه امپراطوری واک يی دخپل
مشر ورور په لاس کښی ؤ ، نو يو
داسی دلچسپ حالت رامنځ ته شو چه (
چاو جه ) په خپلو شعرونو کښی
زياتی ښکلی نجونی وليکلی ٠
مثلاُ د ښکلو پيغلو مجموعه ، په
جنوب کښی ښکلی پيغلی اوداسی نور
شعرونه ٠ په دغو شعرونو او مقالو
کښی نجونی او ښځی نه پوازی ښکلی
وی بلکی يی زياتی پوهی درلودی او
د لوړ همت خاوندی وی ٠ ليکوال د
ښکلو پيغلو د ستاينی په هکله
اثاروکښی خپلی مفکوری او احساسات
ښودلی ؤ مثلاُ د ( لو شنګ ) د
ښاپيری په نامه شعر تر ټولو نه
غوره او په زړه پوری ؤ ٠ د ( لو
شوی ) سيند د( وي ) د ملک پايتخت
ته نژدی واقع ؤ او ( چاو جه ) د
سيند د ښاپيری په مضمون د يوی
ښکلی پيغلی زياته ستانيه وکړه
او له دی لاری يی ور سره خپله
قوی مينه او لوی غم څرګند کړی ؤ
٠ که څه هم دغه ښکلی پيغله په
حقيقت کښی نه وه ، خودغه مقاله د
زر کالو راهيسی تل د خلکو له خوا
وستايله شوه ٠
باعقله او نابغه شاعر ( چاو جه )
يوازی ٤١ کاله عمر درلود ، خو دده
شعرونو پر اخلافو چينايانو باندی
زياته اغيزه اچولی ده ٠ او اوس د
٧ قدمونو په وهلو سره د شعر د
جوړيدو په باب اصطلاح د همدی کيسی
په بنسټ رامنځ ته شوی دی او د
خلکو له خوا زيات استعماليږی او
سړی ته وايی چه د ادبياتو خاوند
دی او په ډير لند وخت کښی ښه شعر
جوړوی ٠
|