لومړی غرور او وروسته احترام
中国国际广播电台

 

 لومړی تکبر او وروسته احترام  ورکول دغه  اصطلاح له يوی تاريخی  کيسی څخه جوړ شوی دی ٠  کسه يی داسی ده ٠

د ميلاد نه دمخه په ٥ مه پيړۍ کښ  چين د تاريخ  يوی  جنګی دوری ته داخل شو ٠ په دی دوره کښی زيات ملکونه ليدل کيدل  او په دی جمله کښی  ( چين ) ، ( ايان ) ، ( جاو ) ، ( چی ) ، ( چو ) ، ( هان ) او ( وی ) ٧ ملکونه تر نورو نه غښتلی ؤ ٠ او خلکو ور ته ٧    قهرمان ملکونه ويل ٠ د ( چين ) ملک چه د اوسنی ( شان سی ) په ولايت کښی پروت ؤ ، په سياسی او اقتصادی چاروکښی يو لړ اصلاحات ترسره کړل ٠ او له دی امله يی  دولتی قوت تر نورو نه ډير قوی ؤ ٠ دغه ملک  په پرله پسی توګه پر نورو ٦ ملکونو باندی بريدونه وکړل  نو په دی وجه د ٦ ملکونو په منځ کښی ٢ ډلی  پيدا شوی ٠ يوه ډله يی د ( چين ) پرسته ډله وه ٠ دوی  غوښتل چه بايد د ( چين ) له ملک سره روغی جوړی وکړی او بايد تر ممکنه حده پوری کوشش وکړی ، د ( چين ) ملک ددوی څخه په قهر نه شی  ترڅو  د ( چين ) ملک د جګړی د رامنځ ته کولو بهانه ترلاسه نه کړی ٠  خو د چين په ضد ډلی دغه نظريه درلوده چه ٦ ملکونه بايد يوه  اتحاديه جوړه کړی ترڅو له چين سره ښه مقابله وکړی ٠

په هغه زمانه کښی زيات مشاورين رامنځ ته شول  ٠ دوی به په بيلا بيلو ملکونو کښی  د خپلو نظريو او پيشنهادونو د څرګندولو دپاره هلی ځلی کولی ٠ دوی داسی فکر کاوه چه که ددوی  نظريی او پيشنهادونه د پاچا له خوا ومنل شی ، دوی  به په يوه ورځ  شهرت ترلاسه کړی  او زياتی جايزی به ترلاسه کړی ٠( سو چينګ ) همداسی مشاور ؤ ٠

( سو چينګ ) لومړی د ( چين ) ملک ته لاړ او پاچا ته يی خپله نظريه څرګنده کړه  چه لومړی دی له نورو ٦ ملکونوسره  يو اتحاد جوړکړی او وروسته به ګام په ګام د دغو ٦ ملکونو څخه يو يو الحاق کړی ٠ خو د ( چين ) پاچا دده نظريه رده کړه ٠ د ( چين ) پاچا په ظاهره کښی وويل چه  د ( چين ) ملک پر نورو ملکونو باندی د تيری کولو  کوم حرص نه لری ، نو  ضرورت  نه شته چه له نورو سره اتحاد جوړ کړی ٠ خو په حقيقت کښی به د ( چين ) ملک د هيواد د وحدت دپاره په پټ ډول تياری نيوله ٠  ( سوچينګ ) چه د ( چين ) په ملک کښی يی د سفر مصارف  خلاص شوی ؤ او کالی   يی هم زړی  شوی وی ، نو مجبوراُ په غمجن زړه  بيرته خپل کور ته لاړ ٠

کورنی غړو يی وليدل چه  ( سو چينګ ) په بی نتيجی او شرمناکه توګه  بيرته راغلی  ، نو ور سره يی هيڅ خبری ونه کړی٠ ماندينی يی هم ورته په ښه سترګه ونه کتل ٠ لنډا دا چه د کورنی ټولو غړو ور سره سړه رويه غوره کړه او ( سو چينګ) په کور کښی د يوازيتوب سخت احساس کاوه ٠ نو هغه ټينګه اراده وکړه چه هرومرو به د خپل مرام د ترسره کولودپاره کوشش وکړی او  کاميابی به ترلاسه کړی٠  هغه شپه ورځ  د عسکری هنر په باب  زيات کتابونه ولوستل او ور باندی يی زياتی څيړنی وکړی ٠ هغه د ځان دپاره يو تيزه رينه په خپل اړخ کښی کيښوده او کله به چه خوب يی راته ،  په زور سره به يی رينه پرپښی باندی وهله  تر څو خوب يی د سخت درد له امله لاړشی ٠

( سو چينګ ) وار په واره د ٦ ملکونو د حالاتو په باب زياتی څيړنی وکړی ٠ او دا نتيجه يی ترلاسه کړه چه دغه ٦ ملکونه به حتماُ د اتحاد د جوړلو په باب دده نظريه ومنی ٠ هغه لومړی د ( اين ) ملک ته لاړ ، په پای کښی  دده کوششونه  کامياب شول  ٠  او د( چو ) د ملک  په مشرۍ د ( ايان ) ، ( جاو ) ، ( چی ) ، ( چو ) ، ( هان ) او( وي ) په شمول د ٦ ملکونو يو اتحاد  جوړ شو ، ترڅو د ( چين ) د مخ په غښتلی قوت سره مقابله وکړی ٠ او ( سو چين ) د ٦ ملکونو د اتحاد  لوی درستيز په حيث  وټاکل شو ٠ د( چين ) ملک ددی خبر د اوريدو نه وروسته ور ته زياته توجه وکړه ٠ نو دا نيت يی پريښود چه  د دغو ٦ ملکو پر کوم يو ملک باندی  حمله وکړی ٠ او  حالات د ١٥ کالو دپاره وساتل شول ٠  خو په اخر کښی د ( چين ) ملک دغه برابری ماته کړه او د ټول هيواد وحدت يی ترلاسه کړ ٠

( سوچين ) د ٦ ملکونو د لوی درستيزپه حيث د نورو درناوی ترلاسه کړل ٠ يوه ورځ هغه د خپل اجدادی کور څخه تيريده ،  محلی مامورينو وختی لاری پاکی کړی او خلکو يی د لاری په دواړو غاړو کښی دده هرکلی وکړ ٠ د(  سو چين ) پلار اومور هم په لاره کښی دده د راتګ دپاره  په انتظار کښی ولاړ ؤ  ٠ کله چه ( سو چين )کور ته ورسيد ٠ ماندينی يی د ويری او شرم له امله حتی خپل سر ټيټ کړ او ور ته يی د کتلوجراُت   هم نه درلود  ٠(  سو چين ) په سختو احساساتو سره وويل چه که څوک غريب وی ،  پلار مور به يی هم ورسره خبری نه کوی او که شتمن شی ، خپلوان به يی ور څخه ويريږی ٠ او په تلوار سره ور ته د خپلو درناويو او احتراماتو مراتب څرګندوی ٠ نو دا يو طبيعی حالت دی چه خلک  واکونو او شتمنيو ته په درنه سترګه ګوری ٠