中国国际广播电台
په ميلادی ٨مه پيړۍ کښی د چين د ( شوی ) په امپراطوری سلسله
کښی امپراطور د بااستعدادو کسانو
د پيداکولو دپاره د امتحان نظام
جوړکړ يعنی د بيلا بيلو
امتحانونو له لاری مامورين وټاکل
شی ترڅو ددوی په ګډون د حکومتی
چارو ښه اداره وکړی شی ٠ د (
تانګ ) په سلسله کښی دغه نظام
نوره وده موندلی وه ٠ او معمولی
منورينو هم وکولای شول چه د
مامورينو سره يو ځای په لوی
امتحان کښی ګډون وکړی او د بيلا
بيلو درجو د ازموينو څخه د
بريالی وتلو له لاری ماموريت
ترلاسه کړی ٠
د ( تانګ ) په امپراطوری سلسله کښی امتحانونه په ٣ مرحلو تر
سره کيدل او ګډون کوونکو منورينو
په جلا جلا توګه دلومړی درجی د(
شيو څای ) ، د منځنی درجی د ( جيو
ژن )اود دريمی درجی د ( جينګ شه )
په ٣ درجو امتحانونو کښی برخه
واخستله ٠ او د ( جينګ شه ) په
درجه امتحان تر نورو ٢ امتحانونو
نه جګ ؤ او له دی امتحان څخه د
بريالي وتلو کسانو ته د ( جينګ شه
) باافتخاره لقب ورکول کيده او
په پای کښی امپراطور ( جينګ شه
) ګان خپل حضور ته راغوښتل او په
امپراطوری سالون کښی يی مخامخ
امتحان اخسته او بريالي کسان
يی د بيلا بيلو درجو مامورينو په
توګه مقررول ٠
هر منور به ډير غوښتل چه د ( جينګ شه ) په درجه امتحان کښی
ګډون وکړی او د ( جينګ شه ) لقب
ترلاسه کړی ٠ ځکه چه دغه کسان
به دا امکان پيدا کړی چه د لوړو
رتبه و د مامورينو په توګه وټاکل
شی ٠ څرنګه چه دغه لوړامتحان ډير
مشکل ؤ او عموماُ له سلو تنو څخه
به زيات ترزياته شل تنه بريالی
وتل او نورو زياتو کسانو په
خپل عمر کښی کاميابی نه شوای
ترلاسه کولای ٠
د ( تانګ ) په سلسله کښی به د ( جينګ شه ) په درجه امتحان
دکال په لومړی مياشت کښی په مرکز
( چانګ ان ) کښی اخستل کيده او
په دوهمه مياشت کښی به د( جينګ
شه ) نومونه اعلاميدل او د پسرلی
په معتدله هوا کښی به د امپراطور
له خوا د ( چيو جيانګ ) په نامه
باغ کښی لويه ميلمستيا جوړيدله
او د نويو ( جينګ شه ) منورينو
ته به جايزی ورکول کيدی ٠
د ( چيو جيانګ ) په نامه باغ د ( چانګ ان ) ښار په جنوب ختيځه
برخه کښی واقع ؤ ٠ هلته يو لوی
حوض ليدل کيده او د حوض په شاو
خوا کښی ښکلی ګلان ؤ او د ( څه
انګ ) معبد، ( دا ايان ) او (
سياو ايان ) په نامه دوه نامتو
بودايی څلی او داسی نور د ليدو وړ
ځايونه برابر شوی ؤ او امپراطور
، وزيران او اشراف به تل د سيل
دپاره هلته تلل او زيات شمير
شاعرانو او اديبانو هم دا عادت
درلود چه په دی ځای کښی به يی
شراب څښل او شعرونه به يی جوړول ٠
د ( چيو جيانګ ) په دی درنه ميلمستيا کښی له امتحان نه د
بريالی وتلو نويو ( جينګ شه )
ګانو د شراب نه ډکی پيالی د ( چيو
جيانګ ) سيند په اوبو باندی په
کراره کرارۍ سره کيښودلی او دغه
پيالی به د اوبو سره سم روانيدی
او که پياله د چا په مخ دريده ،
نو هغه به د پيالی شراب څښل او
شعر به يی جوړاوه ٠ سر بيره په
دی به ٠ ٢ تنه ځوان او جذاب (
جينګ شه ) ګان باغ ته ورليږل
کيدل او دوی به په باغ کښی ښکلی
او قيمتی ګلان شکول او د ( جينګ
شه ) ګانو په منځ کښی به يی ويشل
او دغو ( جينګ شه ) ګانو ښکلی
ګلان پر جامو باندی تړل ٠ خلکو
دی ميلمستيا ته د( تان هوا )
ميلمستيا ويله او ګلان شکوونکو
ته به يی د ( تان هوا ) استازی
ويل ٠
په يوه کال کښی ددی ميلمستيا د پای ته رسيدو نه وروسته ( جينګ
شه ) ګانو د( څه انګ ) د معبد
سيل وکړ ٠ کله چه دوی د ( دا ايان
) څلی ته ورسيدل، يو ( جينګ شه )
خپل نوم د څلی په اړخ پر يوی ډبری
باندی حکاک کړ ٠ وروسته دغه عمل
به يو رواج بدل شو ٠ او نوی (
جينګ شه ) ګان به د ميلمستيا نه
وروسته د ( دا ايان ) څلی ته
لاړل او يو استازی چه په ښکلی
خطاطۍ کښی تکړه ؤ ، د دوی نومونه
به يی پر خاصی کتيبی باندی وليکل
٠ وروسته به که څوک په جنرال او
صدراعظم مقرر شی ، نو دده پرتور
رنګ نوم باندی به سور رنګ
وپوښول شی ٠
د ( تانګ ) په سلسلی کښی منورينو د ( چيو جيانګ ) په ميلمستيا
کښی خپل ګډون کول او د ( داايان
) څلی پر کتيبی باندی د خپل نوم
ليکل يو لوی فخر وباله ٠ د (
تانګ ) په سلسلی کښی لوی شاعر (
بای جو ايی ) له نورو ١٦ تنو
منورينو سره يو ځای د ( جينګ شه )
له عالی رتبه امتحان څخه بريالی
ووت او هغه ددوی تر منځ ډير وړوکی
و چه يوازی يی ٢٧ کاله عمر درلود
٠ هغه په افتخار سره په يوه شعر
کښی وليکل چه د ( څه اينګ ) د
څلی پر کتيبی باندی مو نومونه
وليکل او د ١٧ تنو څخه زه تر ټولو
نه وړوکی يم ٠ اوس د ( سی ان ) د
ښار د ( دا ايان ) د څلی په اړخ
کښی پر کتيبو باندی د تاريخی (
جينګ شه ) ګانو نومونه هم ليدل
کيږی ٠
د ( تانګ ) په سلسله کښی د امتحان په باب نظام هغو منورينو ته
په دولتی او سياسی فعالتيونوکښی
د ګډون کولو فرصت برابر کړی ؤ
چه کورنی حالات يی خراب ؤ او
ټولنيز مقام يی ټيټ ؤ ٠ او په دی
وجه د حکومت له خوا د دولتی چارو
د اداره کولو سويه لوړه شوی وه ٠
خو د امپراطوری سلسلی د پرله پسی
بدلون له امله د فيوډالی ټولنی په
وروستی زمانه کښی د امتحان نظام
مخ په فاسديدو ؤ ٠ خصوصاُ د ١٩می
پيړی د ( مينګ ) او ( چينګ ) په
دوو سلسلو کښی د امتحان محتويات د
کانفيوسياليستی نامتو اثارو څخه
نه جلا کيدل او مقاله يی د ټاکلی
صورت او قاعدو سره سم تر سخت
محدوديت لاندی وه ٠
د امتحان په باب د نظام د فاسديدو
له امله د ( چينګ ) په سلسله کښی
د ( پوسونګ لينګ ) له خوا ليکل
شوی د( لياو ځای جه ايی ) په
نامه ممتازکتاب او د ( وو جينګ ځه
) له خوا ليکل شوی د( ژولينګ وای
شه ) په نامه غوره کتاب په ژوندی
توګه د امتحان فساد او ضرر څرګند
کړی دی ٠
|