د شاوخواو ځايونو څخه د ( چو) د ملک سندره  راپورته کيږی
中国国际广播电台


        

 که يو سړی له زياتو لويو مشکلاتو سره مخامخ شی او د شاوخوا حالات څخه دا اټکل کيږی چه هغه به ماتی وخوری ، په دی حالت کښی دغه اصطلاح استعماليږی چه د شاوخوا څخه د ( چو ) سندری راپورته شوی دی  ٠

د ميلاد نه دمخه په ٢٠٢ م کال کښی په چين کښی  لومړی واحد فيوډالی سلطنت يعنی د ( چين ) په نامه امپراطوری دولت  تايسس شو ٠ او اوس د نړيوال کلتوری ميراث په حيث د چين د ( شان سی ) ولايت د ( چين شه هوانګ ) د عسکرو او اسونو خاورينی مجسمی ددی سلطنتی دولت څخه پاتی شوی اثاربلل کيږی ٠ او يو بل نړيوال کلتوری ميراث لوي ديوال دی چه هم يی د چين په امپراطوری دوره کښی يی هم په ابتدايی توګه خپل صورت موندلی و ٠

د چين لومړی امپراطور ( چين شه هوانګ ) يو ډير مغرور سړی ؤ  هغه د خپلی شانداری شاهی ماڼی او مجللی مقبری د ابادولو دپاره زياتی پيسی مصرفی کړی  ٠ نو ځکه دغه مستبد امپراطور پر خلکو باندی سخت ظلمونه وکړل او د خلکو څخه يی بی شميره شتمنی او ګټی واخستلی ٠  په دی وجه  د خلکو قوی پاڅونونه او قيامونه وار په واره راپورته شوی ؤ ٠ او  د ١٥ کالو نه وروسته د ( چين ) امپراطوری تسلط نسکور شو ٠ د ( چين ) د سلسلی د نسکوريدو نه وروسته  ٢ځواکونو چه يو يی د ( سيانګ يوو ) په قوماندانۍ او بل يی د ( ليو بانګ ) په مشرۍ ؤ ، د دولتی واکونو د ترلاسه کولو دپاره  اوږدی او  سختی جګړی وکړی  ٠ 

 ( سيانګ يوو ) اصلاُ د ( چو ) پوځ  يو جرار ، زړه ور او په جګړه کښی تکړه  جنرال ؤ ٠ خو هغه د خپل جنګی برياليتوبونو له امله هم يو ډير مغرور قوماندان بلل کيده  ٠ ( ليو بانګ ) د ( چين ) سلسلی  په وروستنی زمانه کښی يو ټيټ رتبه مامور او هم يوحيله ناک سړی ؤ ٠ هغه بااستعداده کسان ښه پيژندل او ور څخه يی ښه استفاده کوله ٠ د چين د امپراطوری تسلط د نسکوريدو په جګړو کښی دوی دواړو د ورورګلوی دوستی قايمه کړی وه چه يو د بل ملاتړ به يی کاوه ٠ خو د ( چين ) د سلسلی د پای ته رسولو نه وروسته  يو د بل دښمن شول ٠

په لومړی وخت کښی ( سيانګ يوو ) مطلق تفوق درلود او هغه  د ( سی چو باوانګ ) يعنی د لويديځ ( چو) د بادار لقب له ځان سره وتاړه ٠ په بل عبارت هغه خپل ځان امپراطور وباله او ( ليو بانګ ) ته يی د ( هان ) د ملک لقب ورکړ ٠ ( ليو بانګ ) به د خپل قوت د ساتلو دپاره په  ظاهره کښی  د ( سيانګ يوو ) باداری مقام مانه ، خو په پټ ډول به يی بااستعداده کسان راجلبول  او خپل  پوځيان به يی پراخول ٠ ورو ورو د ( ليو بانګ ) قوت د ( سيانګ يوو) د ځواک سره برابر شو ٠

د ( سيانګ يوو ) او ( ليو بانګ ) تر منځ جګړه د زياتو کالو دپاره ساتله شوی وه چه په تاريخ کښی د ( چو) او ( هان ) تر منځ د رقابت په نامه ياديده  ٠ يو وار ( سيانګ يوو ) په جګړه کښی ( ليو بانګ ) ته سخت ضرر ورساوه او د ( ليو بانګ )  پلار او ماندينه يی ژوندی ونيول ٠ ( سيانګ يوو ) د ( ليو بانګ )  د پلار څخه د يرغمل په توګه استفاده وکړه او  ( ليو بانګ ) يی تهديد کړ چه که تسليم نه شی ، نو  پلار به يی  ووژنی او د پلار له غوښو څخه به يی  ښوروا جوړه کړی ٠ خو ( ليو بانګ ) ( سيانګ يوو ) ته وويل چه مونږ له پخوا نه د وروڼو په شان ؤ  ٠ نو زما پلار هم ستا پلار دی ٠ که تاسی زمونږ د پلار په غوښو  ښوروا جوړه کړی  حتماُ  هير نه کړی چه ما ته يوه کاسه ښوروا راکړۍ ٠ ( سيانګ يوو ) د دغو خبرو په اوريدو سره  مجبوراُ  د ( ليو بانګ ) پلار او ماندينه بيرته ( ليو بانګ ) ته وروسپارله ٠

د ( ليو بانګ ) او ( سيانګ يوو ) تر منځ د ژوند او مرګ جګړه د ( های شيا)  يعنی  د اوسنی ( ان خوی ) په ولايت کښی رامنځ ته شوی وه  ٠ او د سختی جګړی نه وروسته د ( ليو بانګ ) پوځ  ( سيانګ يوو ) او دده پوځ   کلابند کړ ٠ که څه هم د ( سيانګ يوو ) حالات ډير خراب ؤ ، خو يو لک تنه عسکران يی لا هم په لاس کښی درلودل ٠ نو ( ليو بانګ ) په يوه ګزار سره ( سيانګ يوو )  نه شوای تباه کولی ٠

يوه شپه د ( سيانګ يوو ) عسکران چه د ( ليو بانګ ) د پوځ له خوا کلابند شوی ؤ ، د شاوخواو ځايونو څخه يی اشنا سندری واوريدی  ٠ کله چه دوی  ور ته غوږ ونيوه ، نو په دی پوه شول چه نوموړی  سندری د خپل اجدادی کور يعنی د ( چو ) فولکلوری سندری دی  او د ( ليو بانګ ) له نظامی کمپ څخه راپورته شوی دی ٠ ( سيانګ يوو ) او دده پوځيان ډير حيران شول او داسی يی ګمان کاوه چه ( ليو بانګ ) ددوی اجدادی کور نيولی دی ٠ او زيات کليوالان يی دلته راوړلی دی ٠ او دغو اشنا سندرو هم له اجدادی کور سره د ( چو ) عسکرو د سختی يادونی احساسات رااوچت کړل ٠ نو په يوه وخت کښی د ( سيانګ يوو ) په پوځ کښی ګډوډۍ رامنځ ته شوه  او عسکران يی  د سپوږمی په رڼا کښی وتښتيدل  چه په نتيجه کښی د ( چو ) په کمپ کښی يوازی څو سوه تنه پاتی شوی ؤ ٠

په اصل کښی دا د ( ليو بانګ )  دسيسه وه ٠ هغه خپل پوځيان ترتيب کړل ٠ دوی  د( چو ) محلی غمجنی سندری  وويلی او له دی لاری يی د ( سيانګ يوو ) په مقابل کښی  پوځی پاڅون راپورته کړ ٠

د ( های شيا ) په نامه جګړه بالاخره د ( ليو بانګ ) په بری سره پای ته ورسيده ٠ او ( سيانګ يوو ) مجبوراُ خپل ځان وواژه ٠ وروسته ( ليو بانګ ) د ( هان ) امپراطوری تسلط قايم کړ ٠ د ( هان ) امپراطوری زمانه د چين په تاريخ کښی د زياتو سمسورو او سعادتمنو دورو څخه شميرل کيده  ٠ او په اقتصادی او کلتوری ساحو کښی يی د ليدووړ مؤفقيتونه ترلاسه کړی ؤ ٠