٢ شفتالو  ٣سربازان  وژنی
中国国际广播电台


      

د ميلاد نه دمخه په ٧ پيړۍ کښی لرغونی چين په  زياتو ملکونو وويشل شو  ٠ د ( چی ) په ملک کښی ٣ سرتيری  چه په جلاتوګه  ( تيان کای چيانګ ) ، ( ګو ايان ځه ) او ( ګونګ شوين جيې ) نوميدل ، ډير توريالی او په جګړه کښی ډيرتکړه ؤ ٠ او خلکو به ورته ٣ توريالی سرتيری ويل ٠ دغه ٣ سرتيری  د ( چی ) د ملک د پاچا له خوا زيات خوښ  ؤ ٠ د وخت په تيريدو سره دوی د زياتو کارنامو له امله ډير مغرور شوی ؤ او په خپله خوښه به يی په هرځای کښی نيلی ځغلول ٠ په دی وخت کښی يو حيله ناک سړی  شوم نيت درلود چه په زياتو پيسو دغه ٣ سرتيری  خپل کړی څو چه پاچا ووژنی او سياسی واک ترلاسه کړی ٠

د ( چی ) د ملک صدراعظم ( ايان اين ) ددی حيله ناک سړی په حرص ښه پوهيده ٠ نو زياته انديښنه يی درلوده ٠ ( ايان اين ) د دولتی امنيت دپاره پريکړه وکړه چه د فرصت څخه په استفادی سره ٣ سرتيری  ووژنی ٠ خو هغه يو منور سړی  ؤ ، څنګه ٣ غښتلی سرتيری چه پر پاچا باندی ډير ګران ؤ  ووژنی ؟  هغه سخت چرت وواهه ٠ يوه ورځ  د ( لو) ملک پاچا چه د ( چی ) د ملک ګاونډی  ؤ ، د سفر دپاره راغی ٠ د( چی ) د ملک پاچا دخپلو ګاونډيانو په درناوی  يوه ميلمستيا ترتيبه کړه او ( ايان اين ) او ٣ غښتلی سرتيری  او د ( چی ) ملک ټولو  وزيرانو او قوماندانانو هم په دی ميلمستيا کښی ګډون وکړ ٠ ( ايان اين ) وليدل چه ٣سرتيری  ډير مغرور دی  او هيچا ته په سمه سترګه نه ګوری  ، نو په زړه کښی يی يو پلان جوړ کړ ٠ د ميلمستيا په نيمه برخه کښی ( ايان اين ) له پاچا څخه اجازه واخستله چه  شاهی باغ  ته لاړشی او د محترمو ميلمنو دپاره د شفتالو ځينی خوندوری ميوی وشکوی ٠ پاچا ورسره موافقه وکړه ٠ نو ( ايان اين ) له شاهی باغ څخه  د شفتالو ٦ خوندوری ميوی وشکولی ٠ ٢ پاچاګانو ته يی ٢ دانی وړاندی کړی ، ٢ صدراعظمانو ته يی هم ٢ دانی ورکړی او د پاتی ٢ دانو د ويشلو په باب ( ايان اين ) پاچا ته پيشنهاد وکړ چه د وزيرانو او قوماندانانو تر منځ به يوه سيالی پرځای کړی  او د کارنامو د لويوالی سره سم به ٢ تنه وټاکی  او د شفتالو ٢دانی به ددوی په منځ کښی وويشی  ٠

د پاچا په نظر دا يوه ښه نظريه ده ٠  نو وزيرانو او قوماندانانو د خپلو  کارنامو  په رايادولو پيل وکړ ٠ له  ٣ غښتلو سرتيرو  څخه يو سرتيری   چه ( ګونګ شوين جيې ) نوميده ،  لومړی يادونه وکړه ٠ هغه وويل چه  پخوا ما په ښکارولو کښی د پاچا ملګرتيا وکړه او په خپل لاس می يو ببر وواژه ٠ او په دی توګه می پاچا له خطر څخه  بچ کړ ٠ ايا زما کارنامه لويه نه ده ؟ ( ايان اين ) وويل چه دده کارنامه په ريښتيا لويه ده ٠ نو بايد دی سرتيری  ته يوه دانه شفتالو ورکړی ٠ نو پاچا يوه دانی شفتالو د انعام په توګه ورکړه ٠( ګونګ شوين جيې ) ډير خوشحاله شو ٠ دوهم سرتيری  ( ګو ايان ځه ) چه دغه حالت وليد ،  په تلوار سره  له مځکی نه ولاړ شو او  ويی ويل چه په تيره زمانه کښی ما د ژيړ سيند په څپاندو اوبو کښی يو لوی شمشتۍ ووژله  او پاچا می له دی خطر څخه بچ کړ ايا زما کارنامه د ( ګونګ شوين جيې ) نه زياته نه ده ؟  پاچا دده خبری  ومنلی او هغه ته يی هم   يوه دان شفتالو  ورکړه ٠

په دی حالت کښی د ٣ تنو سرتيرو څخه پاتی سرتيری  ( تيان کای چيانګ ) له صبر  و نه شوی  زغملی ، نو خپله کارنامه يی ياده کړه ٠ هغه وويل چه ما د دښمنانو سره په جګړو کښی څه دپاسه ٥٠٠ تنه اسيران  نيولی او د خپل دولت د پياوړتيا دپاره می لويه کارنامه قايمه کړی ده ٠هغه له پاچا څخه پوښتنه وکړه چه ايا زما کارنامه لويه نه ده ؟ پاچا مجبوراُ وويل چه هو ستا کارنامه ډيره لويه ده ،  خو تا ناوخته  ويلی دی اوس شفتالو خلاص شوی دی ٠ زه به په راتلونکی وخت کښی  حتماُ تا ته جايزه درکړم ٠

( تيان کای چيانګ ) فکر وکړ چه ما د دولت دپاره  زيات قوتونه وقف کړی دی ٠ خو  نورو  زما کارنامی ته په درنه سترګه ونه کتل ٠ نو هغه ډير په قهر شو او په توری يی ځان وواژه ٠ لومړی سرتيری ( ګونګ شوين جيې ) دغه حالت وليد په لوړ اواز سره يی وويل چه ما د خپلی کارنامی له مخی جايزه ترلاسه کړی ده ٠ خو زما ملګری جنرال ( تيان کای چيانګ ) په خپلی لويی کارنامی  انعام نه دی ترلاسه کړی ٠ دا عادلانه کار نه دی ٠ نو هغه  هم په توری ځان وواژه ٠  پاتی سرتيری ( ګو ايان ځه ) چه دغه حالت وليد داسی يی وويل چه مونږ دريواړه پخوا سوګندکړی ؤ چه يو ځای   مرګ او ژوند وکړو ٠ اوس زما ٢ ملګری مړه شوی دی ، نو زه څنګه يوازی په دنيا کښی پاتی شم ؟ د دغو خبرو نه وروسته  هغه هم په توری انتحار وکړ ٠

د سترګو په يوه رپ کښی دريواړه  سرتيری  مړه شول ٠ د ( چی ) پاچا او محترم ميلمانه ټول  حيران شول ٠ خو هيڅ چاره يی نه درلوده ٠  نود( چی ) دملک صدراعظم  ( ايان اين ) په خپله هوښيارۍ  په ٢ دانو شفتالو ٣ توريالی سرتيری  ووژل او په چابکۍ سره يی د دولت دپاره خطرله منځه يووړ ٠