中国国际广播电台
د ميلاد نه دمخه په ٥ مه پيړۍ کښی چين په زياتو وړوکو
ملکونو ويشل شوی ؤ ٠ او د (
جاو ) د ملک واک چاری د ملکی په
لاس کښی وی ٠ په هغه وخت کښی (
چين ) ملک تر نورو نه زيات
غښتلی ؤ٠ هغه وغوښتل چه د ( جاو
) پر ملک باندی حمله وکړی ٠ نو د(
جاو ) ملک چه د ( چين ) پر شوم
نيت باندی خبر شو ، له خپل دوست
ګونډی ملک ( چی ) څخه يی د مرستی
غوښتنه وکړه ٠ د( چی ) ملک د ځانی
ګټی دپاره د ( جاو ) له ملک څخه
غوښتنه وکړه چه بايد لومړی
شهزاده ( چانګ ان ) د يرغمل په
توګه د ( چی ) ملک ته وسپاری
٠څرنګه چه شهزاده ( چانګ ان ) د
( جاو ) پر ملکی باندی ډير ګران
و ٠ د( جاو ) ملکه په دی ويره
کښی وه چه د( چی ) په ملک کښی خپل
وړوکی زوی ته کوم خطر ورسول شی ٠
نو هغه په چوپه خوله ناسته وه او
کوم ځواب يی ور نه کړ ٠ وزيرانو د
خپل ملک د امنيت دپاره وار په
واره ملکی ته وويل چه بايد د( چی
) غوښتنه ومنی ٠ نو ملکه ډيره په
قهر شوه او دوی ته يی وويل چه که
څوک د ( چی ) د غوښتنی په باب
بيا څه ووايی ، نو زه به دده
پرمخ باندی څپيړه ووهم ٠
يوه ورځ وزير ( چو لونګ ) چه د زياتوکارنامو له امله د ټولو له
خواد درناوی وړ و ، له ملکی څخه
وغوښتنه وکړه چه ور سره وګوری ٠
ملکی فکر وکړ چه ( چولونګ ) به
حتماُ د يرغمل د موضوع په باب له
ما سره خبری وکړی ٠ نو په قهر
سره پر چوکۍ کيښناسته ٠ کله چه (
چو لونګ ) د ملکی مخ ته راورسيد ،
يوازی د ملکی د حال احوال په باب
يی زياتی خبرې وکړی او نور يی
هيڅ و نه ويل ٠
د صحت د حال احوالو د پوښتنی په بهير کښی د ملکی قهر کم او
اواز يی هم نرم شو ٠ په دی وخت
کښی ( چو لونګ ) وويل چه زما يو
١٥ کلن وړوکی زوی دی چه ( شو چی )
نوميږی او راباندی ډير ګران دی ٠
زه غواړم چه دغه زوی په درباری
ګارد کښی شامل شی ٠که څه هم هغه
وړوکی دی ، خو زه غواړم چه د
مړينی نه مخکښی دغه بچی ملکی ته
وسپارم څو چه هغه ښه وروزی ٠
ملکی وويل چه دا زما د فکر نه بهر
دی چه سړی هم له خپل ماشوم سره
زياته مينه لری ٠ وزير( چو لونګ
)چه وليدل د ملکی طبيعت اوس ښه
شو، نو ور ته وويل چه دا يو
طبيعی حالت دی چه پر مور او
پلار باندی بچی ډير ګران دی ٠
خو زما په نظر ملکی د خپل زوی
دپاره ښه راتلونکی نه دی هوار کړی
٠ ولی چه د لرغونی زمانی نه
راهيسی داسی شهزاده او شاهی لمسی
لږ ليدل کيدل چه د ميراث په توګه
د پلار په شاهی تخت ټينګ ناست ؤ
٠ ايا دوی د واک چارو د اداره
کولو طاقت نه درلود ؟ نه ! علت
يی دا دی چه دوی که څه هم د پلار
په حمايت لوړ مقام ترلاسه کړی ؤ
، خو د دولت دپاره يی کومه
کارنامه نه وه قايمه کړی ٠ نو کله
چه دوی سياسی واک ترلاسه کړی خو
په خپل لاس کښی يی نه شو ټينګ
نيولی ٠ اوس که څه هم شهزاده (
چانګ ان ) ستاسو په تضمين جګ مقام
ترلاسه کړی دی او زياتی مځکی او
جايدادونه هم ګټلی دی ، خو د
دولت دپاره د کارنامی د قايمولو
فرصت ور ته نه دی برابر شوی ٠
نو که يوه ورځ ملکی له دنيا څخه
سترګی پټی کړی ، شهزاده ( چانګ ان
) به څنګه په خپل دولت کښی اصلی
مقام تينګ وساتی ؟ ٠ نو ځکه زما
په نظر ملکی د شهزاده ( چانګ ان )
د راتلونکی په باب دومره زيات
فکر نه دی کړی ٠
ملکه چه د وزير ( چو لونګ ) دغی خبری يی واوريدی ، ور سره يی
موافقه وکړه او د ( چو لونګ )
خبری ومنلی ٠ نو د شهزاده ( چانګ
ان ) دپاره يی ګاډی او نوکران
برابر کړل او د يرغمل په توګه يی
هغه د ( چی ) ملک ته وسپاره ٠
په دی حال کښی د( چی ) پاچا
ژمنه وکړه : کله چه د ( جاو )
ملک د خارجی تيری سره مخامخ شی ،
د ( چی ) ملک به د عسکرو په
ليږلو سره ور سره مرسته وکړی ٠
|