中国国际广播电台
په چين کښی ( جو ګه ليانګ ) يو ډير مشهور او هوښيار شخصيت دی
٠ که يوه سړی ته د ( جو ګه ليانګ
) لقب ورکړ شو ، نو دده د
هوښياری په باب زياته قدردانی ده
٠ اوس به تاسو ته د ( جو ګه ليانګ
) په باب يوه کيسه وړاندی کړم ٠
د ميلاد نه دمخه په ٢ مه پيړۍ کښی د چين په خاوره کښی ٣ عمده
ملکونه ساتل کيدل چه يو يی د ( وي
) ملک ، يو يی د( شو) نومی ملک او
بل يی د ( وو ) ملک ؤ ٠ او دغه
تاريخی دوره د ٣ ملکونو دوره
بلله کيدله ٠ که څه هم د دغو ٣
ملکونو تر منځ بی شميره جګړی
رامنځ ته شوی ، خو يو پر بل
باندی غلبه نه شو موندلی ٠ ( جو
ګه ليانګ ) د( شو ) ملک نظامی
مشاور و اود جګړو دپاره به يی د
پوځيانو ښه قوماندانی کوله ٠
يو وار د ( وی ) ملک دغه خبر واوريد چه د( شو ) ملک په لويديځ
ستراتيجيکی ښارکښی دومره زيات
پوځيان ميشته نه ؤ نو د لوی
جنرال ( سه ماايی ) په مشرۍ يی
څه دپاسه سل زره تنه عسکران
وروليږل څو چه ددی فرصت څخه په
استفادی سره دغه ښار ونيسی ٠ کله
چه د ( شو) ملک د دښمنانو د
لښکرکشۍ په باب اطلاع واخسته
ټول يی وارخطا شول ٠ ځکه چه په
دی ښارکښی يوازی لس زره تنه ضعيف
عسکران ميشته دی ٠ که له د
ښمنانو سره مخامخ جګړه وکړی ،
حتماُ به ناکامی ترلاسه کړی ٠ او
که له نورو سيمو څخه عسکر
راوغواړی ، وخت يی کم دی ٠ او
په لږ وخت کښی به دغه عاجله
اړتيا پوره نه شی ٠ نو دوی
خپل نظامی مشاور ( جوګه ليانګ )
ته د اميد په سترګه کتل ٠ ( جو ګه
ليانګ ) هم په لوی غم کښی ولويئد
او سخت چرت يی وواهه ٠ بالاخره
يوه ستراتيژی يی وټاکله ٠ هغه
امر ورکړ چه ټول ښاريان او عسکران
له دی ښار څخه بهر ته ولاړشی او
په يوه امن ځای کښی ځانونه پټ کړی
٠ بيا وروسته هغه د ښار روازه
خلاصه کړه اوهغه پخپله په دی ښار
کښی د دښمنانو د راتګ څخه انتظار
وايست ٠ لږ وخت وروسته د لوی
جنرال ( سه ما ايی ) په مشرۍ د (
وی ) د ملک پوځيان دی ښار ته
ورسيدل ٠ دوی وليدل چه د ښار
دروازه خلاصه ده او يوازی يو
سپين ږيری د روازی په وړاندی مځکه
جارو کوله ٠ دوی ټول ډير حيران
شول او د دروازی په مخامخ ميدان
کښی ودريدل ٠ په دی وخت کښی دغو
پوځيانو د دروازی دپاسه په
ديوالی برج کښی ( جو ګه ليانګ )
وليد ٠ هغه په ارام زړه خپله کالی
يی منظمه کړه ، بيا يی په کرار
کرارۍ سره د يوی موسيقی الی په
اړخ کيښناست ٠ ور پسی د موسيقی
خوږه نغمه له دی برج څخه راپورته
کيده ٠ د ( وی ) د ملک پوځيان
نه پوهيدل چه د جګړی په دی
اضطراری وخت کښی ولی ( جو ګه
ليانګ ) موسيقی وهی ٠
جنرال ( سه ماايی ) اصلاُ په جګړه کښی د ( جو ګه ليانګ ) څخه
ويريدل ٠ ځکه چه ( جو ګه ليانګ )
په ريښتيا يو ښه نظامی پوه سړی
و او په تيرو جګړو کښی يی په
غوره ستراتيژی او هوښيارو
نيرانګونو بی شميره بريالتوبونه
ګټلی ؤ ٠( سه ما ايی ) اوس نه
پوهيده چه ( جو ګه ليانګ ) ولی
په جراُت سره د ښار دروازه خلاصه
کړه او په ارام زړه موسيقی وهی ٠
په پای کښی هغه په دی ټينګار
وکړ چه په دی ښار کښی حتماُ زيات
شمير پوځيان پټ شوی دی ٠په دی
وخت کښی د( جو ګه ليانګ ) موسيقی
نغمه تيزيده او لکه څنګه چه
طوفانی باران به راشی ٠د ( سه ما
ايی ) په نظر دا د ( جوګه ليانګ
) جنګی علامه ده او په دی ښار
کسی پټ شوی عسکران به ددی تيزی
نغمی په اوريدو سره ژر ور باندی
حمله وکړی ٠ نو هغه سمدستی خپلو
ټولو پوځيانو ته امر وکړ چه شا
ته بيرته لاړشی ٠
په دی توګه ( جو ګه ليانګ ) بی د
يوه عسکر نه دغه ښار ښه وساته ٠
او دا کيسه په تاريخ کښی د خالی
ښار د ساتلو په هکله نيرنګ
وبلل شو ٠
|