( جو يا فو ) د ٧ ملوک الطوايفو لوی شورش  خنثی کړ
中国国际广播电台


      

په چين کښی يوه اصطلاح ده ، وايی چه د يوه پسه په قوماندانۍ  زمريان د يوه زمری په قوماندانی پر پسونو باندی غلبه نه شی موندلی ٠  له دی اصطلاح څخه څرګنده شوی ده چه په جګړه کښی قوماندان او جنرال ډير مهم رول لوبوی ٠

د ميلاد نه دمخه په ٢مه پيړۍ کښی د چين په خاوره کښی د ( هان ) امپراطوری دولت  ټينګ شو ٠ د ( هان ) سلطنتی حکومت  د شهزاده ګۍ  د ورکولو له لاری د ( هونګ ) قوم  له اشرافو سره سوله ايزی اړيکی   وساتلی  او د دواړو خواوو تر منځ  لويه جګړه پيښه نه شوه ٠ خو وروسته د ( هونګ ) مشر د نورو په  لمسون د هان له حکومت سره خپلی اړيکی  قطع کړی  ٠ د ميلاد نه دمخه په ١٥٨ م کال کښی د ( هونګ ) قوم د خپلو پوځيانو په ليږلو سره د ( هان ) د سلطنت پر سرحداتو باندی وار په واره بريدونه وکړل ،  د ( هان ) خلک به يی وژل او مالونه به يی تالا کول ٠ نو د ( هان ) له سرحداتو څخه  اخطاری  اور  بل  شو او د اور سلسله  په  مرکز ( چانګ ان ) کښی هم وليدله  شوه ٠ نو امپراطور ( هان وين دی  ) ٣ جنرالانو ته امر وکړ چه د ٣ ډلو پوځيانو په وړلو سره د ( هونګ ) له قوت سره مقابله وکړی ٠علاوه په دی  د مرکز( چانګ ان ) د ساتلو دپاره امپراطور نورو ٣ قوماندانانو ته امر وکړ چه خپل پوځيان د ( چانګ ان )  ښار  په شاوخواو ځايونو کښی ميشته کړی ٠ په دی توګه د جنرال ( ليو لی )  عسکر په ( با شانګ ) کښی ، د جنرال ( سيو لی ) پوځيان  په جين منګ کښی  او د جنرال ( جو يا فو ) قوت  په ( سی ليو) کښی ميشته شول  ٠

يو وار امپراطور ( هان وين دی ) د شاهی ګارد  په وړلو سره   دغو ٣ ځايونو ته لاړ څو چه  ددوی  د حال احوالو پوښتنه وکړی  ٠ امپراطور لومړی ( با شانګ ) ته ورسيد ٠ جنرال ( ليو لی ) او پوځيانو يی  د امپراطور په درناوی مجلل مراسم پرځای کړل ٠ او  نظامی کمپ ته د امپراطور د داخليدو مخه يی و نه نيوله  ٠ور پسی امپراطور ( هان وين دی ) د ( جين منګ ) ته ورسيد او هلته يی هم  د منصبدرانو او پوځيانو له خوا تود هرکلی ترلاسه کړ  ٠ په پای کښی امپراطور ( هان وين دی ) د ( جو يا فو ) په مشری د  ( سی ليو ) د نظامی کمپ خوا ته حرکت وکړ  ٠ د( جو يا فو ) عسکر له لری ځايه وليدل چه يو موټی کسان د اسونو په سپرلی راروان دی ، نو سمدستی يی جنرال ( جو يا فو ) ته خبر ورکړ ٠ د( جو يا فو ) منصبداران او عسکران ددی خبر په اوريدو سره سمدستی ځانونه مسلح کړل ، غشی ، ليندۍ او توری يی په لاسونو ونيولی  او په  جنګی تياری کښی يی ځانونه  بيدار ښه وساتل  ٠ کله چه د ( هان وين دی ) د شاهی ګارد  لومړی  ډله  نظامی کمپ ته ورسيدله ،  عسکرانو  ددوی مخه ونيوله ٠ نو ددوی تر منځ تضادونه راپيدا شول ٠  په دی وخت کښی د امپراطور( هان وين دی ) ګاډی هم د کمپ مخ ته ورسيده ٠ عسکرانو هم په قطعی توګه  دامپراطور د داخليدو مخه  ونيوله ٠ امپراطور مجبوراُ  د يوه عسکر په ليږلو سره  خپل امپراطوری سمبول  جنرال ( جويافو ) ته وښود او ور ته يی وويل چه زه غواړم  په کمپ کښی د عسکرانو د حال احوالو پوښتنه وکړم او د عسکری مورال څخه معاينه وکړم ٠ په داسی حال کښی جنرال ( جو يا فو ) عسکرانو ته امر وکړ چه دروازه خلاصه کړی  ٠ په دی توګه امپراطوری ګاډی نظامی کمپ ته داخله  شوه ٠ کله چه شاهی ګارد  د اسونو په سپرلی دروازی ته داخل شو ،  منصبدار يی دوی  ته وويل چه د نظامی مقرراتو له مخی په عسکری کمپ کښی د ګاډی او اسونو ځغاستی ته اجازه نه ورکول کيږی ٠ د امپراطور د سفر ملګری  ټول په قهر شول ٠ خو ( هان وين دی ) په خوشحالۍ سره وويل چه مونږ بايد د نظامی مقرراتو سره سم  په خپلو  پښو  ورشو  ٠  

د کمپ په مرکز کښی جنرال ( جو يا فو ) خپل بدن  مسلح کړ ،  په لاس کښی يی وسله ونيوله  او په قوی جنګی مورال سره  د امپراطور مخی ته لاړ او په احترام سره يی وويل چه څرنګه چه زه مسلح شوی يم ، نو تاسو ته عادی تشريفات  نه شم عملی کولی ٠ او ماته اجازه راکړۍ  چه  د جنګی تشريفاتو سره سم تاسو ته احترام څرګند کړم  ٠ امپراطوری ماڼی ته د بيرته ورتګ په لاره کښی دغو وزيرانو امپراطور ته د ( جو يافو ) څخه شکايت وکړ چه دغه سړی يو سخت مغرور او  بی ادبه سړی دی ٠ خو امپراطور د ( جويافو )  زياته ستاينه وکړه او په دی يی ټينګار وکړ چه ( جو يافو ) يو نظامی پوه او تکړه قوماندان دی ٠

په دوهم کال کښی امپراطور( هان وين دی ) سخت ناروغ شو ٠ هغه  د مړينی نه مخکښی شهزاده ځان ته  راوغوښت او ورته يی وويل چه  که په راتلونکی کښی په هيواد کښی کوم شورش راپيدا شی ،  حتماُ به ( جويافو ) ته د پوځ د قوماندانی صلاحيت ورکړی ٠ هغه به هرومرودغه شورش له منځه يوسی  ٠ د ( هان وين دی ) د مړينی نه وروسته دده زوی ( هان جين دی ) په امپراطوری تخت کيښناست ٠ څرنګه چه په هغه وخت کښی ( هان جين دی )  يو هلک و ، نو ٧ ملوک الطوائفانو ددی فرصت څخه په استفادی سره شورش جوړ کړ ٠ تر څو  امپراطوری واک ترلاسه کړی  ٠ ( هان جين دي ) د خپل پلار د خبرو سره سم ( جو يا فو ) ته د پوځ د قوماندانۍ صلاحيت ورکړ ٠ ترڅو دغه شورش له منځه يوسی ٠ د دغو ٧  ملوک الطوائفو د قوی حملو په مقابل کښی ( جويا فو )  په سړه سينه د غوره تاکتيک او ښکلی ستراتيژی په ټاکلو سره دغه شورش خنثی کړ ٠ د ٧ ملوک الطوائفو د شورش له منځه ايستنی نه وروسته د لويديځ ( هان )  سلطنتی لوی وحدت وساتل شو  او  د مرکزی حکومت د پياوړتيا دپاره يی مثبت رول ولوباوه ٠ او په دی توګه د چين په تاريخ کښی د يوی سعادتمنۍ او سمسورتيا نه ډکه دوره هواره شوه ٠