د( وی ) پر دولت باندی د محاصره کولو له لاری  د ( جاو ) ملک ته نجات ورکول  

中国国际广播电台


        

( شوين بين ) د لرغونی چين په جنګی دوره کښی يو نامتو نظامی پوه و ٠ هغه او ( پانګ چوين ) دواړه   د يوه  استاز شاګردان ؤ چه نظامی تاکتيک يی ور څخه زده کړی  ؤ ٠   وروسته دوی دواړو د ( وی ) د ملک دپاره خدمت کاوه ٠ څرنګه چه ( پانګ چوين ) د شوين بين ) د استعداد څخه زيات حسادت درلود ،  نو وارپه واره يی د( شوين بين ) د وژلو دپاره دسسی جوړی کړی  او ( شوين بين ) د هغه د تهمت له امله د ( وی ) د پاچا سخته سزا وګټله او د پښی زنګون يی وايستل شو ٠ وروسته ( شوين بين ) د ( چی ) د ملک د جنرال ( تيان جی ) په مرسته  په پټ ډول د(  چی ) ملک ته ورسيد ٠ د ( وی )  ملک د محاصری له لاری د ( جاو ) ملک ته ژغورل  د( شوين بين ) او ( پانګ چوين ) تر منځ په يوه جګړه کښی د شوين بين  يو نظامی تاکتيک  و ٠

د ميلاد نه دمخه په ٤ مه پيړۍ کښی  چين يوی  جنګی تاريخی دوری ته  داخل شو ٠ د ( وی ) ملک تر ټولو نه مخکښی په خپلو سياسی او نظامی اصلاحاتو لاس پوری کړ،  نو دولتی طاقت يی ورځ په ورځ پياوړی شو  او ځينی وړوکی ملکونه  يی   الحاق کړل ٠ ( چی ) ملک او ( چين ) ملک د( وی ) له ملک سره برابر غښتلی شوی ؤ  ٠ او ( جاو ) او ( وای ) دوه  ملکونه د  وړوکو او ضعيفو  ملکونو څخه شميرل کيدل  ٠

د ميلاد نه دمخه په ٣٦٨م کال کښی د ( جاو ) ملک د ( چی ) ملک په ملاتړۍ د ( وی ) ملک پر وابسته وړوکی ملک ( واۍ ) باندی  بريد وکړ ٠ د ( وی ) د ملک پاچا ( هوی وانګ ) خپل  جنرال ( پانګ چوين ) ته امر وکړ چه د سل زرو  تنو عسکرو په وړلوسره د ( جاو ) ملک پر مرکز ( هان دان )  باندی حمله وکړی ٠ نو د ( جاو ) ملک د ( چی ) له ملک څخه مرسته وغوښته ٠

د ( چی ) د ملک  وزير ( جوجی ) دا نظر درلود چه بايد د ( جاو ) د ملک سره مرسته ونه کړی ٠ ځکه چه په دی جګړه کښی د ( چی ) د ملک په ګډون سره  به يی خپل دولتی  قوت کمزور شی ٠ خو وزير ( دوان ګان لوين ) وويل چه که د ( وی ) ملک د( جاو ) پر ملک باندی غلبه ومومی ، نو  د ( وی ) د ملک طاقت به لا زيات تقويه شی ٠ او دا  به د(  چی ) ملک ته ګواښ ورسوی  ٠ نو بايد د ( جاو ) د ملک سره مرسته وکړی  ٠

 د ( چی ) ملک پاچا ( وۍ وانګ ) د وزير ( دوان ګان لوين ) نظريه ومنله  او د جنرال ( تيان جی ) په قوماندانی او د( شوين بين ) په نظامی مشاورۍ   ٨٠ زره تنه عسکر  د ( جاو ) د ملک سره د مرستی په هکله وروليږل  ٠

د ( شوين بين ) د نظامی استعداد په باب  کيسه په چين کښی د زړو او وړو له خوا ويله کيږی ٠

د ( چی ) ملک په اشرافو کښی د اسونو سيالی ډيره مشهوره  وه ٠ جنرال ( تيان جی ) څو واره د خپل پاچا او شهزاده ګانو سره د اسونو په سياليو کښی په زياتو پيسو قماربازی وکړی ٠ که څه هم ددوی اسونه زيات توپير نه درلود ،خو ( تيان جی ) هميشه  په قماربازی کښی مغلوب کيده ٠ يو وار ( شوين بين ) ( تيان جی ) ته وويل چه ته بايد  د خپلی  ٣مه درجه   اس  د پاچا د لومړی درجی د اس سره  سيالی وکړی ،  خپله  ٢ مه  درجه   اس د پاچا د ٣می درجی له اس سره مسابقه وکړه او  لومړی درجه   اس د پاچا د ٢می درجی اس سره مقابله وکړی ٠ ( تيان جی ) د ( شوين بين ) د خبرو سره سم له پاچا سره بيا قماربازی  وکړه او په نتيجه کښی ( تيان جی ) د يو په مقابل کښی په ٢   بری ترلاسه کړ٠  په دی وجه ( شوين بين )  د نورو له خوا وپيژندل شو ٠

اوس به د( جاو ) ملک ته د ( تيان جی ) او(  شوين بين ) د نجات ورکولوپه باب کيسی ته دوام ورکړم ٠

نظامی مشاور ( شوين بين ) د جنګی حالاتو د تحليل نه وروسته دا نظر درلود چه د ( وی ) د ملک پوځ  ډير غښتلی دی ٠ که ور سره مخامخه جګړه وکړو ،   د ( چی ) ملک ته به سخت تاوان ورسول شی ٠نو اوس مونږ بايد  د ( وی ) ملک پر مرکز ( دا ليانګ ) ښار باندی حمله وکړو  ٠ څو چه  د ( وی ) پوځ  دی ته اړ کړو  چه د خپل مرکز څخه د دفاع  دپاره تيريکوونکی پوځ بيرته لاړشی  ٠ او له دی لاری به د( جاو ) ملک ته نجات ورکړو  ٠

( شوين بين ) لومړی په قصدی توګه  په يوی ډلی  ضعيف عسکر سره  د(  وی ) ملک پر مهم نظامی ښار ( پينګ لينګ ) باندی بريد وکړ ٠  البته په جګړه کښی د( چی ) ملک ماتی وخوړه ٠  د ( وی ) د ملک د جنرال ( پانګ چوين ) په  نظر د ( چی ) عسکر لوړ جنګی طاقت نه درلود  ٠ له دی امله  هغه  ډير مغرور شو او  په يوه زړه يی د( جاو ) پر ملک باندی سخته حمله وکړه ٠

په دی وخت کښی ( شوين بين ) په شخصی توګه د غښتلی او طاقتور پوځ په وړلو سره د ( وی ) د ملک پر مرکز ( دا ليانګ ) ښار باندی سخته حمله وکړه ٠ د( وی ) جنرال ( پانګ چوين ) چه دغه خبر واوريد، د خپل مرکز د ساتلو دپاره يی په تلوار سره د خپل پوځ په وړلو سره بيرته د خپل ملک پر خوا  منډی ووهلی ٠   په نيمه لاره کښی  د ( شوين بين ) پوځ  د ( وی ) پر دغو سختو ستړی شويو قواوو  باندی قوی ګذار وکړ  او ور ته يی سخت تاوان ورساوه ٠ په دی جګړه کښی د ( پانګ چوين ) پوځ پوره ماتی وخوړله ٠

د ( وی ) پرملک باندی د محاصری له لاری د ( جاو ) ملک د ژغورلو په باب د ( شوين بين ) دغه  تاکتيک د چين په نظامی تاريخ کښی د يوه غوره  هنر په حيث ومنل شو اووروسته يی د  چين  پر تاريخ  باندی   ژوره  اغيزه اچولی ده