د ( جينګ  شينګ  ) د جګړی په باب کيسه  
中国国际广播电台


        

د ميلاد نه دمخه په ٢٠٦ م کال کښی د چين په تاريخ کښی لومړنی فيوډالی واحد هيواد يعنی د ( چين ) نومی امپراطوری دولت نسکور شو ٠ اوپه دی توګه  د چين تاريخ يوی نوی مرحلی ته داخل شو ٠ په هغه وخت کښی د ( چو ) په نامه د پخوانی ملوک الطوائفی کورنی لمسی ( شيانګ يوو ) او د ( هان ) په نامه ملک  ( ليو بانګ ) په جلا توګه  په هيواد کښی ٢ نوی نظامی قوتونه ټينګ کړل او دواړو خواوو په  ټول  هيواد کښی د تسلط د مقام د ترلاسه کولو دپاره شديده جګړه وکړه  ٠ او د( چو ) او ( هان ) د قواوو تر منځ جګړه چه په تاريخ کښی ډير مشهوره جګړه بلل کيده ،  رامنځ ته شوه ٠ په دی ٥ کلن جنګی دوره کښی د ( هان ) د ملک  لوی جنرال ( هان شين ) وتلی نظامی استعدادونه وښودل او د ( جينګ  شينګ ) په نامه جګړه  دده د ځلاندو جنګی  ثمرلرونکو جګړو څخه يو ښه مثال  بلل کيده ٠

د ميلاد نه دمخه د ٢٠٤ م کال په لسمه مياشت کښی جنرال ( هان شين ) وغوښتل چه د لس زرو تنو نويو پوځيانو په وړلو سره د ( تای هانګ ) نومی غرونو په طی کولو  سره د ( چو ) د ملک  پر وابسته  ملک ( جاو ) باندی حمله وکړی ٠ د ( جاو ) د ملک پاچا ( شيې ) او لوی جنرال ( چنګ يوو ) د ( تای هانګ ) د غرنی  سلسلی  پر ( جينګ شينګ ) نومی  دری کښی دوه  سوه  زره  تنه پوځيان  ځای پر ځای کړل  څو چه د ( هان شين ) له جنګی قواوو سره د مرګ او ژوند جګړه وکړی ٠

د ( جينګ شينګ ) په نامه  غرنی دره د( جاو ) پر ملک باندی د ( هان )د ملک د پوځ د حمله کولو په هکله ددوی د تيريدو يوازنی لاره  وه  ٠ د دری چاپيريال خطرناک ؤ  او جغرافيايی مؤقعيت يی ستراتيجيکی اهميت لری ٠ د(  جاو ) ملک پوځ  له دی نه مخکښی ددی دری  خوله او شاوخوا غرونه   په لاس کښی ونيول څو چه له جګو غرونو څخه پر دی دری باندی د حمله کولو دتفوق  څخه ښه استفاده وکړی ٠   دوی  چمتو شوی ؤ چه د خپل غښتلی  قوت او غوره جغرافيايی مؤقعيت په اتکا د ( هان شين ) پر پوځ  باندی قوی حمله وکړی ٠ خو د ( هان ) د ملک لوی جنرال ( هان شين ) يوازی لس زره تنه عسکر درلودل  او د لری فاصلی په وهلو سره ډير ستړ شول ٠  نو دغه پوځ له زياتو مشکلانو سره مخامخ شو او په جګړه کښی يی د بری د ترلاسه کولو امکان ډير کم  و  ٠ د ( جاو ) د ملک د پوځ  يو نظامی مشاور ( لی جو چه )  لوی قوماندان ( چنګ يوو ) ته پيشنهاو وکړ چه بايد په زيات قوت سره د ( هان ) له پوځ سره مخامخه جګړه وکړی او پاتی قوت دی د دښمنانو شا ته لاړشی او د دښمنانود غلودانو منبع دی قطع کړی او د دښمنانو د مخ او شا  له دواړو خواوو څخه دی د( هان ) پر پوځيانو باندی بريد وکړی ٠ څو چه  ( هان شين )  ژوندی ونيسی ٠ خو لوی  قوماندان ( چنګ لی ) د مشاور ( لی جو چه ) دغه پيشنهاد رد کړ ٠

( هان شين ) په دی ښه پوهيده چه د دښمنانو په نسبت يی قوت ډيرکمزوری دی  ٠ که د ( هان ) پوځ  د دښمنانو سره مخامخه جګړه وکړی ، نو حتماٌ به ماتی وخوری ٠ نو هغه لومړی خپل پوځ د دری څخه  په لری ځای کښی ځای پر ځای کړ ، وار په واره يی د دری  جغرافيايی مؤقعيت او د دښمنانو د عسکری ترتيباتو په هکله جدی څيړنی  وکړی  ٠ او پوره معلومات يی ترلاسه کړل ٠  کله چه ( هان شين  ) خبر شو چه د ( جاو ) د ملک لوی قوماندان ( چنګ يوو ) دوی ته په سپکه سترګه ګوری او غواړی چه دغه جګړه ژر پای ته ورسوی  نو يو تاکتيک يی وټاکه  ٠

په نيمه شپه جنرال ( هان شين ) ٢ زره تنه غوره عسکر په پټ ډول  د(  جاو ) پوځ  شا ته وروليږل او ځانونه يی ښه غلی کړل  ٠ ترڅو په دوهمه ورځ له کمپ څخه  د ( جاو)  پوځيانو د وتلو نه وروسته  دوی  د ( جاو ) خالی کمپ ونيسی او د ( هان ) بيرغ  د ( جاو ) د کمپ دپاسه پورته کړی ٠ د دوهمی  ورځی  په سهار وختی   د ( هان ) لوی جنرال ( هان شين  ) په قصدی توګه  د ( جاو ) پر پوځ  باندی  د قوی  حمله کولو دپاره د ( جاو ) د نظامی کمپ خوا ته مارش وکړ  ٠ کله چه دوی د ( جينګ شينګ ) دری ته ورسيدل ، اسمان روښان شو ٠ په دی وخت کښی د ( جاو ) د ملک لوی قوماندان ( چنګ يوو )  هم د خپلو پوځيانو په وړلو سره له  نظامی کمپ څخه  جنګی ميدان ته ورسيدل  ٠ هغه وليدل چه د ( هان شين ) پوځيان ډير لږ دی او ګټور جغرافيايی مؤقعيت يی  په خپل لاس کښی نيولی دی ، نو امر يی وکړ چه ټول پوځيان دی د ( هان ) پر پوځيانو باندی سخت بريد وکړی ٠ د دواړو خواوو تر منځ  جګړی  نيمه ورځ  ونيوه  خو د ( جاو ) پوځ  بريالی نه شو ٠

په دی وخت کښی (  هان شين ) ٢ زره تنه عسکران چه په نيمه شپه  د( جاو ) د کمپ تر شا پټ شوی ؤ ،  دغه خالی کمپ يی ونيوه  او په هر ځای کښی يی د ( هان ) بيرغونه  پورته کړل ، او په لوړ غږ  يی  ډولونه  ووهل او  اوازونه يی فضا ته پورته شول ٠ کله چه د ( جاو ) پوځ دغه حالت وليد خورا وارخطا شو ٠ ( هان شين  ) ددی فرصت څخه په استفادی سره د ( جاو ) پر پوځ باندی سخت بريد وکړ او د ( جاو ) ملک ٢ سوه  زره تنه پوځيان يی تيت و پرک کړل ٠ په دی جګړه کښی د( هان ) پوځ   د(  جاو ) لوی قوماندان ( چنګ يو ) وواژه او پاچا ( شيې ) يی ژوندی ونيوه ٠

د ( جينګ شينګ ) په  جګړه کښی ( هان شين ) په خپلو لس زرو تنو عسکرو سره د ( جاو ) د ملک پر دوو سوو زرو تنو پوځيانو باندی غلبه وموندله او په دی توګه يی  د چين په نظامی تاريخ کښی  يوه ځلانده پاڼه واړوله ٠