د ( فۍ شوی ) د جګړی په باب کيسه
中国国际广播电台


        

د ميلاد د ٤ می پيړی په لومړی  وخت کښی په چين کښی  مرکزی واکمن حکومت  ريزمريز شو او په هيواد کښی د شمال او جنوب دوه رژيمونه رامنځ ته شول  ٠ په جنوب کښی د ( هان ) قوم رژيم چه ختيځ ( جين ) نوميده ، د يانګځی سيند په سواحلو کښی خپل تسلط ټينګ کړ او مرکز يی په ( جيان کانګ ) يعنی اوسنی ( نان جينګ ) کښی و ټاکه ٠ په شمال کښی دپخوانی  ( چين ) په نامه   رژيم و چه  د ژيړ سيند سواحل يی تر خپل کنترول  لاندی ونيول او پايتخت يی په ( چانګ ان ) يعنی اوسنی ( سی ان ) کښی ټينګ کړ ٠

د پخوانی ( چين ) لوی خان  ( فوجيان ) يو باعقله او زيرک  سړی ؤ ٠ هغه  د ( هان ) قوم بااستعداده پرسونلو ته په درنه سترګه وکتل ، خپل مامورين يی ښه اداره کړل او د قانون له مخی يی هغو اشرافو ته چه ناوړه کړوه وړه  يی کړی سخته سزا ورکړه ٠ مرکزی واک يی په خپل لاس کښی ټينګ ونيوه ، د اوبود منابعو څخه د بهربردارۍ او زراعتی چارو ته د انکشاف ورکولو په باب يی غوره پاليسۍ وټاکلی او  عملی يی کړی ٠ په عين وخت کښی ( فوجيان ) خپل نظامی ځواک  تقويه کړ٠ او هيله يی وکړه چه د ختيځ  ( جين ) ملک  نسکور کړی او د هيواد وحدت ترلاسه کړی ٠

د ميلاد په ٣٨٣ م کال کښی د پخوانی ( چين ) لوی خان ( فوجيان ) د بيلابيلو قومونو خلکو په راغونډولوسره په ٨ لکو ٧٠ زرو تنو کسانو  قوی  پوځ  جوړ کړ او د ختيځ ( جين ) په نامه د ملک د نسکورولو دپاره يی جنوب ته لښکرکشۍ وکړه ٠  کله چه ( فوجيان ) خبر شو چه  د ختيځ ( جين ) ملک يوازی څه دپاسه يو لکه تنه عسکران لری ، نو  په غرور سره يی وويل چه که زما پوځ  دخپل اس تازيانه  په سيند وغورځوی ، نو د سيند اوبه به پری کړی ٠ زه پوره طاقت لرم چه  دغه ملک به  نسکور کړم  ٠

د ختيځ ( جين ) د حکومت مشر په دی خبر شو چه د ( فوجيان ) پوځ  ور باندی حمله کوی ،  نو خپلو ٢ جنرالانو (  شيې شه ) او ( شيې شوان ) ته يی امر وکړ چه د ٨٠ زرو تنو پوځيانو په وړلوسره  د دښمنانو سره مقابله وکړی ٠ په دی وخت کښی د ( فوجيان )  پيشقدمه ډله د ختيځ ( جين ) مرکز ته  نژدی  شوه او د ( هوای  هه ) سيند د اوبو ترانسپورتی لاره يی هم قطع کړه چه وضع يی د ختيځ ( جين ) دپاره  خورا زياته خطرناکه وه ٠ د ختيځ ( جين ) دوو جنرالانو  د ٥ زرو تنو غښتلی قواوو په ليږلو سره  پر دښمنانو باندی ناڅاپه حمله وکړه او لوی  بری يی ترلاسه کړ٠ په دی توګه د ختيځ ( جين ) د پوځيانو جنګی  مورال زيات جګ شو  او د وچی او اوبو په دوو لارو  د ( هوای هه ) سيند په ختيځه غاړه (  فۍ شوی ) کښی ځای  پر ځای  شول ٠

( فوجيان ) چه خبر شو  عسکرو يی  په لومړی جګړه کښی ماتی وخوړله ، نو په تلوار سره  د ښار برج ته وخوت او د ( فۍ شوی ) سيند په ختيځه غاړه کښی دميشته شويو دښمنانو د حالاتو  څيړنه وکړه ٠ هغه وليدل چه د سيند په مخامخه غاړه کښی نظامی کمپونه په منظمه توګه  ولاړ دی او جنګی جندۍ د کمپونو دپاسه رپيږی او د ډولونو اوازونه له کمپونو څخه دده غوږونو ته رسيږی  ٠ هغه بيا شمال ته په ځير شو ، يوه داسی شانداره منظره دده تر ستګو شوه چه په غرونو کښی واښه او ونی لکه د دښمنانو جنګی جندۍ  د باد په چليدو سره خوځيږی  ٠  هغه  په ډيره ويره کښی ولويئد  ٠نورو ته يی وويل چه ګوری ! د ( جين ) د ملک پوځيان  دومره  قوی دی ٠ خو  تاسی ولی وايی چه دوی  ډير ضيعف دی ؟

د ( جين ) دوو جنرالانو ( شيی شه ) او( شيې شوان ) د دښمنانو د حالاتو د څيړنو نه وروسته دا نظر درلود چه  که څه هم د(  فوجيان ) پوځيان زيات دی ، خو  د عسکرو جنګی مورال يی جګ  نه دی او دوی  د لری فاصلی په وهلو سره ډير زيات ستړ شوی دی ٠ نو مونږ بايد په بيړی سره  ور باندی بريد وکړو ،  نو دوی ( فوجيان ) ته يو ليک وروليږه او ور څخه يی غوښتنه وکړه چه د ( هوای هه ) سيند له غاړی څخه شا ته ولاړشی څو چه د د دواړو خواوو د پوځيانو تر منځ د ژوند او مرګ جګړه  په دی خالی ميدان  کښی ترسره شی ٠  ( فو جيان ) دغه غوښتنه ومنله ٠ هغه يو پلان جوړ کړ  چه د سيند نه د ( جين ) د پوځ   د پوری وتلو په وخت کښی به ور باندی بريد وکړی او په اسانه توګه به د جګړی پوره  بری ترلاسه کړی ٠ نو هغه خپل پوځ ته امر وکړ چه په يوی فاصلی شاته  لاړشی ٠خو څرنګه چه د ( فوجيان ) پوځ د بيلا بيلو قومونو څخه جوړ شوی ؤ  او دوی نه غوښتل چه د خپل قوم قوت يی په جګړه کښی ضعيف شی ،  کله چه دوی  د شا ته تګ امر واوريد ، ګمان يی کاوه چه مخکښنی پوځ ماتی خوړلی ده ٠ نو سمدستی يی د شا پر خوا منډی ووهلی ٠ په دی توګه د ( فوجيان ) پوځ  تيت او پرک شو ٠ د ( جين ) پوځيان  د دی فرصت څخه په استفادی سره ژر ژر له سيند نه پوری ووتل او پر دښمنانو باندی يی سخت بريد وکړ ٠  د سترګو په يوه رپ کښی د ( فوجيان ) پوځيانو ها خوا دی هوا ته په لالهانده منډی ووهلی  او( فوجيان ) هم د خپلو نژدی ملګرو سره بيرته خپل ملک ته وتښتيد ٠ په نيمه لاره کښی دوی د ستړتيا له امله وغوښتل چه لږ څه دمه وکړی ٠ خو په دی وخت کښی دوی د باد د لګيدو اواز او د قازانو غږونه واوريدل ٠  ګمان يی وکړ چه د ( جين ) پوځ ددوی پسی تعقيبوی  ٠ نو په ډير وارخطايی سره يی بيا منډی ووهلی ٠ په پای کښی د پخوانی ( چين ) ملک   پوره ماتی  وخوړله  ٠ او دغه  ملک ددی جګړی نه وروسته خورا کمزوری شو او  ٢ کالو نه وروسته  له منځه لاړ ٠

د ( فۍ شوی ) په جګړه کښی د ( جين ) پوځ په خپلو ٨٠ زرو تنو عسکرانو د پخوانی ( چين ) پر ٨ لکو ٧٠ زروتنو يوځيانو باندی غلبه وموندله چه دغه جګړه د چين په تاريخ کښی پر غښتلی ځواک  باندی د ضعيف قوت د بری د موندلو په باب يوه مشهوره جګړه بلل کيده ٠