中国国际广播电台
د ( وو) او ( چو ) دوه ملکونه د ميلاد نه دمخه په ٦ مه پيړۍ
کښی ؤ او د ميلاد نه دمخه له ٥٨٤
م کال نه تر ٥١٤ م کال پوری په
٧٠ کالو کښی د باداری مقام د
لټولودپاره ددغو دوو ملکونو تر
منځ لس لويی جګړی وشوی ٠ د ميلاد
نه دمخه په ٥١٥ م کال کښی د ( وو
) ملک شهزاده ( ګوانګ ) د ( وو )
پاچاهی ځای ونيوه او د ( هه ليو
) لقب يی له ځان سره وتاړه ٠( هه
ليو ) چه په شاهی تخت کيښناست ،
ټينګه اراده يی وکړه چه د
نوروخاوری خپلی کړی او پکښی خپل
باداری مقام ټنيک کړی ٠ هغه
اقتصادی انکشاف ته زياته توجه
وکړه ، په نظامی چارو کښی يی
زيات قوت واچاوه او نظامی پوه (
شوين وو ) يی د خپل لوی جنرال په
توګه مقرر کړ٠ ترڅو په غوره نظامی
هنر او تاکتيک پوځيان وروزل شی ٠
د دغو قوی تدابيرونو په نيولو سره
د ( وو ) ملک ورځ په ورځ شتمن شو
او نظامی قوت يی هم مخ په پياوړی
کيدو و ٠
د ( چو) ملک په جنوب کښی يو داسی لوی ملک ؤ چه د اوږدی مودی
راهيسی يی زيات کوچنی ملکونه له
ځان سره تړلی ؤ ٠ د ميلاد نه
دمخه په ٥١٦ م کال کښی ( چو جاو
وانګ ) په شاهی تخت کښيناست ٠ خو
له هغه وخت نه وروسته دده په
حکومت کښی زيات فسادونه وليدل
شول ٠ علاوه په دی دغه ملک د
شاوخواو ګاونډيو ملکونو مثلاٌُ (
تانګ ) ، ( چای ) او نورو ملکونو
سره شخړی پيدا کړی ، نو سلطنتی
قوت يی مخ په کمزوريدو ؤ ٠ د
ميلاد نه دمخه په ٥١٢ م کال کښی د
( وو ) پاچا ( هه ليو ) په وار
سره د ( چو ) د ملک په اړه فرعی
وړوکی ملکونه ( شو ) او ( جونګ
وو ) الحاق کړل او ويی غوښتل چه
ددی غوره فرصت څخه په استفادی
سره د ( چو ) پر ملک باندی په
لويی پيمانی سره بريد وکړی ٠
د ( وو ) د ملک د لوی جنرال ( شوين وو ) په نظر د( چو ) د ملک
خاوره د ( وو ) څخه ارته ده او
نفوس يی هم د ( وو) څخه زيات دی ٠
که څه هم د ( چو ) د ملک قواوی
اوس کمزوری شوی ، خو نظامی قوت يی
لا هم غښتلی دی ٠ مقابلتاُ د ( وو
) ملک په دی مسلسلو زياتو کالو کی
له نورو سره زياتی جګړی کړی ، او
په جګړو کښی يی زيات نظامی
لګښتونه له لاسه ورکړی دی نو اوس
د ( وو ) د ملک دپاره د لويی جګړی
کولو وخت نه دی او د ( وو ) ملک
بايد ښه موقع پيدا کړی ٠ ( شوين
وو ) بيا پاچا ته پيشنهاد وکړ چه
پوځيان دی په ٣ ډلو وويشی څو چه
دوی په نوبت سره د ( چو ) پر ملک
باندی وار په واره حمله وکړی ٠
د ( وو ) پاچا د ( شوين وو ) پيشنهاد ومانه او دغو پوځيانو به
په ډله ايزه توګه په وار سره د (
چو ) پر سرحدی سيمو باندی
بريدکاوه ٠ حال دا چه د ( چو)
ملک د( وو ) د پوځی حملو په
مقابل کښی خپل زيات پوځيان سرحدی
سيمو ته وروليږل څو چه د ( وو )
له پوځ سره مقاومت وکړی ٠ خو
کله چه د ( چو ) قوی پوځ سرحد
ته ورسيد ، د ( وو ) عسکری ډله
په سرعت سره بيرته خپل ملک ته
ستنه شوه ٠ او کله چه د( چو )
پوځ په تش لاس له سرحدی سيمو څخه
بيرته په شا تلل ، د ( وو ) بلی
عسکری ډلی د ( چو ) پر سرحد
باندی بريد وکړ ٠ په دی توګه په
مسلسلو ٦ کالو کښی به د ( وو ) د
ملک پوځيانو په نوبت سره د ( چو
) پر سرحدی سيمو باندی حملی کولی
٠ د ( چو ) پوځيان له دی امله
ډير ستړی شوی ؤ او انسانی اومادی
قوتونه يی زيات له لاسه ورکړی
ؤ او دولتی قوت يی هم له دی
سببه لا زيات کمزوری شوی و ٠
د ميلاد نه دمخه په ٥٠٦ م کال کښی د ( وو ) د پوځ په نظر اوس
د( چو ) پر ملک باندی د حمله کولو
وخت راغلی دی ٠ خو څرنګه چه د(
چو ) نظامی قوت لا هم د ( وو ) په
نسبت څو چنده زيات دی ٠ نو لوی
قوماندان ( شوين وو ) دغه تاکتيک
وټاکه چه په بيړی سره دی پر ( چو
) باندی بريد وکړی او ډير ژر دی
دغه جګړه په بری سره پای ته ورسوی
٠ نو هغه څو زره تنه غوره
عسکران انتخاب کړل او دوی په چتکۍ
سره او په پټ ډول د ( چو ) د ملک
سرحد ته ورسيدل ٠
کله چه د ( چو ) پاچا په دی خبر شو د ( وو ) پوځ د ( چو )
سرحد ته رسيدلی دی ، نو په تلوار
سره يی لوی جنرالان ( ژانګ وا )
او ( شنګ ايی شو ) ځانته
راوغوښتل او ور ته يی امر وکړ چه
د( چو ) د ټولو پوځيانو په وړلو
سره سرحدی سيمو ته لاړشی او د
دښمنانو د تيری مخه ونيسی ٠ دوو
متحاربو خواوو د ( بوه جيو ) يعنی
د اوسنی ( هو بی ) ولايت د ( ان
لو ) په سيمه کښی د ژوند او مرګ د
فيصله کوونکی جګړی دپاره تياری
ونيوله ٠ د ( چو ) جنرال ( شنګ
ايی شو ) خپل مشر ( ژانګ وا ) ته
پيشنهاد وکړ چه د ( ژانګ وا ) په
مشرۍ د ( چو ) قوی پوځ دی د
دښمنانو سره مخامخه جګړه وکړی او
هغه به د يوی ډلی پوځ په
وړلوسره د دښمنانو شا ته لاړشی
او ددښمنانو د شا نه ور باندی
بريد وکړی ٠ ترڅو دوی د مخ او شا
له دواړو خواوو څخه د ( وو ) پر
پوځ باندی ګډی حملی وکړی او په
يوه ګذارسره ور باندی غلبه ومومی
٠دا د ( وو ) د تيريکوونکو
پوځيانوسره د ( چو ) د مقاومت
کولو ډيره ښه لاره ده ٠ او په
لومړی وخت کښی جنرال ( ژانګ وا )
د خپل همکار ( شنګ ايی شو )دغه
پيشنهاد ومانه ٠
په دی توګه ( شنګ ايی شو ) دخپلو پوځيانو په وړلو سره ( چو
) له نظامی کمپ څخه ولاړ ، خو
وروسته ( ژانګ وا ) د نورو بی
ځايه خبری واوريدی او دا انديښنه
يی پيدا کړه چه د جګړی د بری
موندلو نه وروسته به د( شنګ ايی
شو ) کارنامی ور څخه زياتی شی ،
نو په قطعی توګه پخوانی پلان
بدل کړ او په يو اړخيزه توګه يی د
( وو ) پر پوځ باندی حمله وکړه ٠
په دی جګړه کښی ( ژانګ وا ) ماتی
وخوړله ٠ کله چه ( شنګ ايی شو )
خبر شو چه د ( ژان وا ) په مشرۍ
د( چو ) عمده پوځ په جګړه کښی
مغلوب شو ، نو په تلوار سره
بيرته لاړ او ويی غوښتل چه د (
ژانګ وا ) سره مرسته وکړی ٠ خو د
( وو ) پوځ د( شوين وو ) په
قوماندانۍ د( شنګ ايی شو )د
بيرته ورتګ مخه ونيوله او دغه
پوځ يی محاصره کړه ٠ ترڅو د (
شنګ ايی شو ) پوځ ( ژانګ وا )
ته نژدی نه شی ٠ په دی مايوسانه
حالت کښی ( شنګ ايی شو ) خپل عسکر
ته امر وکړ چه دده سر دی پری کړی
او د سر په وړلو سره دی د ( چو )
پاچا ته د جګړی اصلی حالت بيان
کړی ٠ د (چو) پاچا چه د پوځ د
مغلوبيدو خبر واوريد ، د خپلو
وزيرانو د مخالفت سره سره له
خپلو کورنيو غړو سره په پټ ډول له
پايتخت څخه وتښتيد٠ کله چه د پاچا
د تښتيدو خبر جنګی محاز ته خپور
شو ٠ د ( چو ) په پوځ کښی سمدستی
ګډوډی رامنځ ته شوه ٠ نو د ( وو
) پوځ ) په اسانۍ سره د ( چو )
مرکز ونيوه ٠ وروسته د ( چو )
وزير ( شنګ باو شو ) بل غښتلی ملک
( چين ) ته لاړ او دده په کوشش د
( چين ) ملک موافقه وکړه چه د (
وو ) پر ملک باندی بريد وکړی او
له دی امله د ( وو) ملک مجبوراُ
د( چو ) له خاوری څخه خپل عسکر
بيرته وايستل ٠
د ( بوه جو ) جګړه د چين په جنګی تاريخ کښی هغه روښانه نمونه
ګرځيدلی وه چه کمزوری پوځ په
يوه ګذار سره قوی پوځ ته ماتی
ورکړی وه ٠ د جګړی په لومړی وخت
کښی د ( وو ) ملک يوازی٣٠ زره تنه
پوځيان درلودل ٠ خو د ( چو ) ملک
٢ لکه تنه پوځی قوت درلود ٠ څرنګه
چه د ( چو ) ملک خپل پوځ بی ځايه
استعمال کړی او غلطه تاکتيک يی
غوره کړی و ، نو په پای کښی يی
پوره ناکامی وخوړله ٠
|