د ( هونګ من ايان ) د ميلمستيا په باب کيسه
中国国际广播电台


       

د چين په لرغونی زمانه کښی چين کله کله واحد اوکله کله تجزيه شوی و او د  يو  بل سره د جګړو په بهير کښی  زياتی مشهوری کيسی رامنځ ته شوی چه وړوکی او کوچنی قوت پر قوی او عښتلی ځواک باندی او هوښيارۍ پر توريالی باندی غلبه وموندله ٠ 

د ميلاد نه دمخه په ٢٢١ م کال کښی د چين په تاريخ کښی لومړی واحد فيوډالی هيواد يعنی د ( چين ) لوی سلطنت تاُسس شو ٠ څرنګه چه د ( چين ) مستبد امپراطور په خپله خوښه  نيلی ځغلاوه  او پر خلکو باندی  يی سخت او بی رحمه ظلمونه  وکړل  نو د خلکو ژوند دومره تريخ  و ، لکه  په اور کښی چه سوځيدل ٠ په نتيجه کښی د خلکو شورشونه  پرله پسی پيښيدل  ٠ او هغو دوو وسله والو ډلو چه يوه يی د پخوانی ( چو ) په نامه د ملوک الطوائف ( سيانګ يوو ) په قوماندانۍ او بله يی د ( چين ) د سلطنت  د  ټيټی رتبی د مامور ( ليو بانګ ) په مشرۍ وه  په چتکۍ سره وده موندلی وه  ٠

( سيانګ يوو ) يو ډير مغرور او سرسخت شخصيت ؤ ٠  هغه په جګړه کښی ډير تکړه او سرتير قوماندان هم و چه دده تورياليتوب  او شجاعت  په ټول هيواد کښی د خلکو له خوا وستايل شو ٠  ( ليو بانګ )  يو حيله ناک او زيرک سړی ؤ ٠ هغه  بااستعداده کسانو ته د احترام په  سترګه کتل ٠  ( سيان يوو ) او ( ليو بانګ ) د ( چين ) د سلطنتی تسلط سره د مقابله کولو په جګړو کښی اتحاد جوړ کړ او يو له بل سره يی مرستی او همکارۍ کړی وی ٠ نو دواړه قواوی ورځ په ورځ پياوړی شوی  ٠ دوی دواړو موافقه وکړه چه که څوک لومړی د ( چين ) د سلطنت  مرکز ته داخل شی ، نو هغه به  پاچاهی  واک ترلاسه کړی ٠ د ميلاد نه دمخه په ٢٠٧ م کال کښی ( سيانګ يوو ) د ( جولو ) په سيمه کښی د ( چين ) سلطنتی عمده و قواوو ته شکست ورکړ ٠ او  ( ليو بانګ ) د خپل پوځ په وړلو سره  د( چين ) مرکز ( سيان يانګ ) ښار ونيوه  ٠ ( ليو بانګ ) د خپل مشاور نظريه ومنله او خپل پوځ يی د ( سيان يانګ ) څخه په  نژدی ځای ( با شانګ ) کښی ميشته کړ  او ( سيان يانګ ) ښار ته  داخل نه شو ٠ ( ليو بانګ ) د ( چين ) شاهی ماڼۍ وتړلی او مالی او مادی خزانی يی ښه وساتلی ،  د ( سيان يانګ ) د ښاريانو څخه يی د حال او احوالو پوښتنه وکړه او ددوی انديښنی يی لری کړی ٠ خلکو وليدل چه ( ليو بانګ ) د خلکو سره ډيره پاملرنه درلوده او پوځی انظباط يی ډير جدی و ، نو انديښنه يی لری شوه ٠ دوی  هيله  وکړه چه ( ليو بانګ )  پر شاهی تخت کښينی   ٠

کله چه ( سيانګ يوو ) په دی خبر شو چه ( ليو بانګ )  د ( سيان يانګ ) ښار ته ننوتلی دی ،  ډير په قهر شو ٠ نو  خپل ٤ لکه  تنه  پوځيان  يی  د ( سيان يانګ ) ښار ته په نژدی ځای يعنی د اوسنی ( شان سی ) ولايت د ( لين تونګ ) په ختيځ اړخ کښی ځای په ځای کړل او ويی غوښتل چه ( سيان يانګ ) ښارد ( ليو بانګ ) له لاسونو څخه ونيسی ٠ د ( سيانګ يوو ) مشاور ( فان جنګ ) پيشنهاد وکړ چه بايد په يوه ګذارسره د ( ليو بانګ ) قوت پوپنا کړی  ٠ هغه وويل چه ( ليو بانګ ) پخوا په  مالونو لوی حرص درلود او  زياتی ښځی يی  خپلی کړی وی ٠ خو اوس هغه خپل  پخوانی خويونه پريښودل او دغو ټولو ته يی په پټه سترګه ګوری  ٠ له دی نه څرګنديږی چه دغه سړی غټ سياسی حرص لری  ٠  نو مونږ بايد په اوسنی وخت   چه دده  قوت  دومره پياوړی نه دی  ، ووژنو ٠

کله چه دغه خبر د ( ليو بانګ ) غوږ ته ورسول شو ، دده د مشاور ( جانګ ليانګ )  په نظر اوس د ( ليو بانګ ) پوځ  يوازی يو لک تنه دی چه قوت يی د ( سيانګ يوو ) نه ډير کمزوری دی٠  نو د ( سيانګ يوو ) سره مخامخه مقابله نه شی کولی ٠ ( جانګ ليانګ ) د خپل دوست يعنی د ( سيانګ يوو ) د کاکا ( سيانګ بو ) څخه غوښتنه وکړه  چه د ( سيانګ يوو )  مخ ته لاړشی څو چه ( سيانګ يوو) د ( ليو بانګ ) سره  روغه جوړه وکړی  ٠ وروسته ( ليو بانګ ) دخپل مشاور ( جانګ ليانګ ) او لوی جنرال ( فان کوای ) په ملګرتيا سره د ( هونګ منګ ) ځای  ته لاړ او ( سيانګ يوو ) ته يی وويل چه زه يوازی ( سيان يانګ ) ښار ساتم ٠ تر څو تاسی  پر پاچاهی تخت باندی کينی ٠ ( سيانګ يوو ) د ( ليو بانګ ) د خبرو د اوريدو نه وروسته ور باندی اعتبار ټينګ کړ  نو  ددوی دپاره يی يوه ميلمستيا جوړه کړه ٠

د ( سيانګ يوو ) مشاور ( فان جنګ ) چه د ( سيانګ يوو ) په اړخ کښی ناست و  ، څو واره ( سيانګ يوو ) ته اشاره وکړه چه  بايد ( ليو بانګ) ووژنی ٠ خو( سيانګ يوو ) دده اشاری ته په پټه سترګه کتل ٠ نو ( فان جنګ ) لوی جنرال ( سيانګ جوانګ ) ته اشاره وکړه چه په ميلمستيا کښی  د توری په وسيله  نمايش وکړی ٠ هغه وغوښتل چه فرصت پيدا کړی او  ( ليوبانګ ) ووژنی ٠ خو د ( سيانګ يوو ) کاکا ( سيانګ بو ) د ده پر نيت باندی ښه پوهيده ، نو  توره  په لاس ونيوله ، او د ( سيانګ جوانګ ) سره يی  ګډ  نمايش وکړ څو چه  د خپل بدن په واسطه د ( ليو بانګ ) امنيت وساتی ٠ په دی وجه ( سيانګ جوانګ ) د ( ليو بانګ ) د  وژلو  فرصت  له لاسه ورکړ ٠ د ( ليو بانګ ) مشاور ( جانګ ليانګ )  جنرال ( فان کوای ) راوغوښت او د دغه خطرناک حالت په هکله يی ور ته وويل ٠ نو ( فان کوای ) چه وسله يی په لاس ټنيګه نيولی وه ، د ( سيانګ يوو ) مخی ته ورغی او په لوړ اواز سره يی ور ته وويل چه ( ليو بانګ ) د ( سيان يانګ ) ښار د ماتولو نه وروسته  ښار ته نه دی ننوتلی او يوازی په ( باشانګ ) کښی ستاسو د راتګ په انتظار کښی دی ٠ هغه دومره زياته کارنامه قايمه کړی ده ، خو تاسو ور ته نه کومه جايزه ور کړه او نه مو هغه وستايه   ،  بلکه  تاسو د نورو په لمسون وغوښتل  چه هغه ووژنی ٠ ( سيانګ يوو ) د دغو خبرو د اوريدونه وروسته وشرميده  ٠ په پای کښی ( ليو بانګ )  د خپلو ملګرو سره بيرته ( باشانګ ) ته لاړ ٠ د ( سيانګ يوو ) مشاور ( فان جنګ ) وليدل چه  پلان يی بی نتيجی پاتی  شو ٠  ډير په قهر شو ٠ نو ويی ويل چه ( سيانګ يوو) لوی کار نه شی کولای   ٠ ګورۍ  ! ( ليو بانګ ) به هرومرو په ټول هيواد کښی خپل تسلط ټينګ کړی  ٠

دا د چين په تاريخ کښی د ( هونګ من ايان )د ميلمستيا په نامه ډيره نامتو کيسه وه ٠ په هغه وخت کښی ( سيانګ يوو ) په خپلو غښتلو قواوو سره  ( ليو بانګ ) ته په سپکه سترګه وکتل او ور باندی يی اعتبار ټينګ کړ  او ( ليو بانګ ) له دی فرصت څخه په استفادی سره له دی ميلمستيا څخه وتښتيد ٠ وروسته ( سيانګ يوو ) پر خپل ځان باندی  د لويديځ ( چو ) د بادار لقب ټينګ کړ او ( ليو بانګ ) ته يی  د خان لقب ورکړ ٠ لږه موده وروسته ( ليو بانګ ) په خپل قوت ( سيان يانګ ) ښار ونيوه او د ( سيانګ يوو ) او ( ليو بانګ ) تر منځ د ( چو ) ( هان ) په نامه  ٤کلنه جګړه پيښه شوه  ٠ د ( چو ) پوځ  د خپل نظامی تفوق  څخه  څو واره  د ( هان ) پر پوځ  باندی غلبه وموندله ٠ خو څرنګه چه د ( سيانګ يوو ) يو مستبد بادار  او  طبيعت يی ډير خراب و ٠ او دده  عسکرانو په هر ځای کښی نيلی ځغلولی او د خلکو کورونه يی سوځول  ،  نو د خلکو ملاتړ يی له لاسه ورکړ ٠ په دی حال کښی د ( چو ) پوځ  مخ په کمزوريدو ؤ  برعکس ( ليو بانګ ) د خلکو د ژوند سره زياته پاملرنه وکړه ، د خلکو د غم ښادی په باب يی زيات فکر وکړ ، په دقت سره يی بااستعداده کسان راټول کړل  او ځواک يی مخ په قوی کيدو شو او په پای کښی يی پر( سيانګ يوو ) باندی غلبه وموندله ٠

د ميلاد نه دمخه په ٢٠٢ م کال کښی ( ليو بانګ ) د خپلو پوځيانو په وړلو سره  د( های سيا) په سيمه  يعنی د اوسنی ( ان خوی ) ولايت د ( لين بی ) په جنوب کښی د ( چو )  پوځيان محاصره کړل ٠ ( سيانګ يوو ) د محاصری د ماتولو نه وروسته د ( ليو بانګ ) د پوځ په تعقيب بيا هم مجبوراٌ ځان وواژه ٠ په دی توګه ( ليو بانګ ) امپراطوری مقام ترلاسه کړ او د چين په تاريخ کښی يی ٢م واحد فيوډالی سلطنت يعنی د ( هان ) سلطنت تاسيس کړ ٠