ياو او سون
中国国际广播电台


     

تقريبأ څلور زره کاله دمخه د چين په لرغوني زمانه کي د چيني ملت درې نامتو او برجسته مشران رامنځته شول  يعني ياو ، سون او يو .

   د افسانې لمخې ياو د چيني ملت د  لومړي نيکه هوانګ دي له اولادونو څخه و  او د شپاړس کلنۍ په وخت کي د قبايلو د مشر په توګه انتخاب شو . د تاريخي کتاب سره سم ياو  په پينګ يانګ ښار کي يعني د اوسني چين د شمالي ولايت شان شي د لين فن په ښار کي پايتخت جوړ کړ ، نن ورځ  په لين فن کي د ياو يو معبد موجود دی چه شپاړس سوه کاله دمخه جوړ شو ی او د ياو مقبره هم ليدل کيږي چه زر کاله دمخه د تانګ په سلسله کي جوړه  شويده  . 

 ياو د  قبايلو ترمنځ  د يووالي د ټينګتيا دپاره کوشش وکړ ، د موفقيتونو او خدمتونو سره سم يي مامورينو ته جايزې ورکړې او بدو کسانو ته يي سخته سزا ورکړه  چه په دي وجه اداري نظام منظم  شو .  د افسانې لمخې د ياو په موده کي د جنتري نظام  جوړ شو ، نو بزګرانو وکولي شول چه د فصلونو سره سم  بزګري وکړي ، دغه راز  ياو د سيلاوونو د مخنيوي دپاره هم ستر خدمتونه تر سره کړل .

  ياو په شاهي تخت باندي د اوياوو کلونو د کيناستلو نه وروسته پريکړه وکړه چه نوي مشر انتخاب کړي . د قبايلو د مشرانو په سپارښتنه  او د ياو د درو کالو د ډول ډول أزموينو  نه وروسته سون  د نوي مشر په توګه وټاکل شو.

 د سون په دوره کي د توليد د پراختيا او  د بااستعدادو کسانو د استخدام  له امله کرنې او صنايعو ډيره  ترقۍ وموندله . سون د هيواد د اداره کولو په برخه کي د خپل غوره اخلاق سره سم د خلکو سره په غم او خوښۍ کي شريک و چه په نتيجه کي هيواد أباد شو او خلک شتمن شول سون د يو سلو لسو کالو په شاوخوا کي مړ شو او دده مقبره د جنوبي چين د هو نان ولايت د نين يون ولسوالۍ له جنوب نه په شپيتو کيلومترۍ کي واقع  ده .