شن نون
中国国际广播电台


      

شن نون  چه پنځه زره کاله دمخه د يوې قبيلې مشر و ، په هغه وخت کي د قبيلې مشر د نورو معمولي خلکو سره يو ځاي په کرنې لګيا و  او  په چين کي يي لومړني زراعتي وسيله اختراع کړه . د شن نون د ژوند موده  د پلرني  قبايلو د کميون په لومړني موده کي وه  چه په هغه وخت کي استثماراو ظلم  نه و او خلکو د مساوات او دوستۍ په فضا کي ژوند کاوه . نارينه  په کرنه  او ښځې په کور کي په اوبدلو بوخت وې .

 شن نون د چين لومړني طبيب هم و ، د افسانې لمخې شن نون وليدل چه خلک  کله کله  په ډول ډول ناروغيو اخته کيږي  ، نو ډير انديښمن و . هغه له دي څخه چه د غله جاتو د خوړلو نه وروسته د خلکو روغتيا وساتله شوه ،دا الهام واخيست چه ګواکي د بوټو او وښو  ريښې يا تخمونه د ناروغيو د علاج  دپاره اثرونه ولري .  په افسانه کي ليکل شوي چه شن نون په غرونو رغونونو کي راز راز طبي بوټي راغونډ کړل او ددوي خاصيت د پيژندلو دپاره  به يي لومړي په خپله  دغه بوټي خوړل  ، نو کله ناکله  به مسموم هم شو حتي په يوه ورځ  له اوياو نه زيات ځله مسموم  شو . وايي چه د سلو ډولو بوټو د پيژندلو په نامه طبي کتاب د شون نون لخوا وليکل شو او د ډول ډول ناروغيو د علاج دپاره نسخې هم پکي شاملې وې .

 شن نون نجوم پيژندونکي هم و ، دغه راز هغه وليدل چه هغه شيان چه  د ژوند دپاره  د اړتياوړ وي ، خلک يي په خپله نشي جوړولي ، خو هغه شيان ډير وو چه د اړتياوړ نه و او د خلکو ژوند ته يي زيات مشکلات رامنځته کول  ، نو شن نون خلکو ته خبر ورکړ چه په يو خاص ځاي کي خپل شيان يو له بل سره تبادله کولي شي چه دا د چين په تاريخ کي   لومړني بازار بلل کيږي .

شن نون د کار نه د ساعت تيري دپاره پنځه تارونه لرونکي موسيفي اله اختراع کړه او ورپسې دده زوي د جونګ په نامه بله موسيقي اله جوړه کړه او زياتې سندرې يي وليکلې  چه دغه موسيقي الې لا تر اوسه ليدل کيږي .

  شن نون   يو سلو څلويښت کلونه په شاهي تخت باندي کيښاست او دده واکمني د بل مشرلخوا چه هوانګ دي نوميده، ونيوله شوه . شن نون د مرګ نه وروسته د جنوبي چين د هو نان ولايت په مرکز چان شا ښار کي ښخ  شو او مقبره يي لا تر اوسه موجوده ده ،  شن نون  د چينايانو لخوا د  يان دي په نامه ياديږي .