قانون پوه  هان في
中国国际广播电台


      

هان في دوه زره درې سوه کاله دمخه د چين په لرغوني زمانه کي مشهور فيلسوف او قانون پوه او د نثر ليکوال  و  او دده لخوا د قانون په هکله رامنځته تيوري د دولتي قدرت د مرکزي ادارې د نظام د زيږيدنې دپاره تيوريکي دلايل برابر کړل .

 هان في د هان مملکت اشراف زاده  و ، خو دده د ژوند په وخت کي د هان مملکت ډير ضعيف شو او د خپل وطن سره د مينې د احساساتو سره سم يي پاچا ته د اصلاحاتو پيشنهاد وکړ څوچه دولت قوي او غښتلي شي . مګر دده پيشنهاد د پاچا لخوا رد  شو ، نو هان في د هيواد د اداره کولو په هکله  د تيرو واکمانانو د  مثبتو او منفي تجربو او واقعي ټولنيز وضعيت لمخې زياتې سياسي رسالې وليکلې ، خو دغه رسالې  د هان په مملکت کي د توجه وړ نه وې ، مګر د هان د غښتلي ګاونډي هيواد د چين د  د پاچا لخوا ومنلې شوي . ورپسې د چين مملکت  په هان باندي بريد وکړ ، د هان پاچا د سولې د لاس ته راوړلودپاره هان في د استازي په توګه د چين مملکت ته وروليږه ، د چين پاچا وغوښتل چه هان في ته درندې دندې ورکړي ، خو د چين د وخت صدراعظم لي سه  چه د هان في همصنفی و ، د هان في د استعدادونو د حسادت له امله د چين د پاچا په وړاندي د هان في بدنامه کړ  چه په پاي کي هان في د چين د پاچا لخوا ووژل شو.    

  د هان في لخوا په ليکل شوي کتاب کي پنځه پنځوس مقالې لا تر اوسه پاتي دي او دده تيوري په عمده توګه د قانوني ټولني د جوړولو په اساس ولاړه ده او د کانفوسيوس د تيوري په خلاف ده .