منفوسيوس
中国国际广播电台


      

منفوسيوس يو ستر متفکر و او د کانفوسيوس د مکتب عمده نماينده و .هغه د قبل الميلاد په څلورمه پيړۍ کي ژوند کاوه او د کانفوسيوس د افکارو د په ميراث اخيستلو او پرمخبيولو په عين وخت کي يي  خپل يو مکمل او بشپړ ايډيالوژيکي سيستم جوړ کړ  او  په راتلونکو نسلونو باندي يي زياتې اغيزې واچولې .

منفوسيوس له يوې خوا په جدي توګه  د حاکمې طبقې او محکومې طبقې ترمنځ  طبقاتي مقام تميز کړ او دا نظر يي درلود چه هغه کسان چه  فکري او مغزي کار کوي ، حاکمه طبقه ده .، هغه کسان چه جسمي کار کوي ، د نورو تر تسلط لاندي دي . ، له بلې خوا يي د حاکمانو او محکومانو روابط د پلار مور او زامنو ترمنځ  د روابطو تشبيه وکړه او غوښتنه يي وکړه چه حاکمان بايد د پلار و مور په شان د خپلو زامنو کړاوونو او مشکلاتو ته پاملرنه وکړي  ، همداشان خلک بايد د خپل پلار و مور په شان  د حاکمانو احترام او خدمت وکړي .

  منفوسيوس د ځينو هيوادونو د تباهۍ او د ځينو هيوادونو د أبادۍ تجربې راغونډې کړې او داسي ديمکراتيکه تيوري يي وړاندي کړه چه ولسونه د لومړي ورجه ، هيواد د دوهمې درجې او پاچا د دريمې درجې اهميت لري .

     منفوسيوس اخلاق او سياست ترمنځ د نژدي روابطو د ذکرولو په وخت کي تاکيد وکړ چه اخلاقي روزنه د سياسي چارو د ښه پلي کولو بنسټ دی ، هغه وويل چه هيواد د نړۍ ، کور د هيواد او اخلاق د کور بنسټ دی.

 د منفوسيوس په نظر اخلاقي معيارونه د مهربانۍ ، عدالت ، أداب او عقل په شمول څلورو برخو ويشل کيږي چه پکي مهرباني او عدالت ډير اهميت لري . که په ټولنه کي هر غړی د مهربانۍ او عدالت لمخې د انسانانو ترمنځ روابط حل کړي ، نو ټولنيز نظام به أرام او د هيواد وحدت او يووالي به  تامين شي .