中国国际广播电台
د چين د عنعنوي کلتور د ذکرولو په
وخت کي به حتما کانفوسيوس ياديږي
. د تيرې پيړۍ په اومه لسيزه کي د
امريکې يو پوه د انسانانو په
تاريخ کي د سلو مشاهيرو د ليکلو
په وخت کي کانفوسيوس د پنځم لمبر
مشهور شخص په نامه وباله ، خو د چينايانو په نظر د کانفوسيوس اغيزه تر ټولو نه لويه ده
ځکه چه هر تن دده د تيوري تر لږې
يا ډيرې اغيزې لاندي دی .
د دوو زرو کالو راهيسې د کانفوسيوس افکار نه يوازي د چين
په سياسي او کلتوري برخو ، بلکې
د هر چيني په رفتار او کردار
باندي هم ستره اغيزه لري . د ځينو
بهرنيو پوهانو په اند د
کانفوسيوس افکار د چين د مذهبي
افکارو په حيث ګڼل کيږي . په
حقيقت کي د کانفوسيوس عقايد فقط
په لرغونې زمانه کي د چين د زياتو
عقايدو څخه شميرل کيږي او يو
ډول فلسفي افکار دی ، نه مذهب .
يوازي د چين د دوو زرو کالو په
فيوډالي ټولنه کي د رسمي افکارو
په توګه بلل کيدل . د کانفوسيوس
افکار نه يوازي د چين په کلتور ،
بلکي د اسيا د نورو هيوادونو
باندي يي هم ژورې اغيزې اچولې .
اوس چه په نړۍ کي زيات شمير
چينايان اوسيږي ، نو د کانفوسيوس
افکارو اغيزې نه يوازي په چين او
اسيا کي بلکي په ټوله نړۍ کي هم
خپري شويدي.
کانفوسيوس د قبل الميلاد په پنځه سوه يو پنځوس کال کي
وزيږيده او په څلور سوه نهه
اويايم کال کي مړ شو ، هغه د درې
کلنۍ په وخت کي يي پلار مړ شو او
ورپسې د خپلې مور سره د چين په
ختېځه برخه کي د اوسني شان دونګ
ولايت په چيو فو کي اوسيده . د
کانفوسيوس د ژوند موده د چين په
تاريخ کي د پسرلي او مني د دورې
په نامه ياديږي چه په هغه وخت کي
واحد هيواد په څو کوچنيو مملکتونو
ويشل شوي وو او کانفوسيوس د
لو نومي په مملکت کي ژوند کاوه
چه د لو مملکت په هغه وخت کي ډير
مترقي کلتور درلود .
کانفوسيوس د ماموريت لوړې پوړې ته و نه رسيده ، خو هغه ډير
پوه و ، په لرغوني چين کي د
ښوونې منل د اشراف زاده ګانو
امتياز و ، خو کانفوسيوس دغه
امتياز مات کړ او د بيلا بيلو
طبقو څخه راغلي شاګردان يي ومنل
څو چه دوي ته پوهه او خپلې سياسي
غوښتني او اخلاقي افکار ورزده کړي
، د تاريخي کتاب لمخې کانفوسيوس
درې زره تنه شاګردان درلودل چه څو
تنه شاګردان يي په مشهورو پوهانو
بدل شول او دده افکار يي پراخ او
خپاره کړل .
ولي د کانفوسيوس تيوري د چين په فيوډالي زمانه کي تر احترام
لاندي وه ، په لنډ ډول ويل کيږي
چه د طبقو او سياسي اصلاحاتو په
باب دده افکار او غوښتني د
حاکمو طبقو له ګټو سره سم او د ټولنيزې أرامې او پرمختګ د
تامين دپاره هم ګټورې وې . دده
په نظر که ټيټه درجه مامور د لوړې
پوړې مامور يا زوي د پلار په
خلاف عمل وکړي ، سخته ګڼاه ده .
دده د تيوري لمخې پاچا بايد په
ښه توګه خپل هيواد اداره وکړي ،
خلک بايد د چاپا وفا وکړي . هر
څوک بايد په بيلا بيلو ځايونو کي
په جدي توګه د دغو اصولو مراعات
وکړي چه په دي توګه به هيواد
ارام شي او د خلکو ژوند به ښه شي
.
د کانفوسيوس تيوري په لومړي وخت کي د ټولنې د عمده افکارو
په توګه و نه بلل شوه او د قبل
الميلاد په دوهمه پيړۍ کي چين په
داسي قوي او واحد هيواد بدل شو چه
د دولت د متمرکز قدرت نظام پکي
اجرا کيده . د وخت حاکمانو په نظر
د کانفوسيوس تيوري د دوي د تسلط د
ساتلو دپاره ډيره مساعده وه ، نو
د دولت د رسمي افکارو په نامه
ياديده .
هغه کتاب چه د کانفوسيوس او دده د شاګرانو ترمنځ د
مذاکراتو له لاري دده افکار او د
قصار کلمات ثبت شوي ، د لون يون
په نامه ياديږي او په لرغوني
زمانه کي د مسيحيانو يا مسلمانانو
د مقدسو کتابونو په شان وبلل شو
. په دي کتاب کي د مطالعې ،
موزيک ، سياح او انساني روابطو
په باب د قصار کلمات ليدل کيږي .
د مثال په توګه د کانفوسيوس يو
شاګرد چه ځه ګون نوميده ، پوښتنه
وکړه چه که د اردو ، غله جاتو او
خلکو څخه بايد يو وايستل شي ،
هغه څه دی ؟ کانفوسيوس بي له
ځنډه ځواب ورکړ چه اردو . د بل
مثال په توګه په دي کتاب کي داسي
معقوله شته چه وايي د هرو درو تنو
څخه به حتمأ زما ښوونکې شته .
مانا يي دا ده چه هر تن خپلې
ښيګڼې لري او د نورو د زده کړي وړ
دي .
|