د داويستي مکتب موسس --- لاو  دان
中国国际广播电台


      

لاو  دان  دوه نيم زره کاله دمخه  د څو نومي په هيواد کي وزيږيده او د کتابونو د اداره کولو دنده يي په غاړه درلوده  نوځکه دده غني پوهې خاوند و . کانفوسيوس د ځوانتوب په وخت کي د تشريفاتو په باب ور څخه پوښتنې وکړې ، ورپسې لاو دان  له پايتخت څخه ووت او د تګ په لاره کي يي د اخلاق د قانون په نامه   اثر وليکه .

  د اخلاق د قانون په نامه کتاب پنځه زره کلمات لري او د چين د لرغوني کلتور يو لوي ميراث ګڼل کيږي . لاو دان ساده مترياليستې متفکر و  .  دده په نظر هر شي په منفرد ډول موجوديداي نشي ، بلکې يو په  بل باندي اتکا کوي او نژدې اړيکي لري ، دغه راز نيکمرغي په بدبختۍ او بدبختۍ په نيکمرغۍ بدليږي . هغه وويل چه يو تخم  ډير کوچنی دی ، خو په پاي کي په يوه لويه ونه بدليږي . هغه هم وويل چه هر څوک بايد له مشکلاتو څخه و نه ويريږي ، يوازي زيار وباسي ، مشکلات به له منځه يووړل شي او ستر موفقيتونه به تر لاسه شي .

 د لاو دان په زړه کي برتره ټولنه داسي ټولنه وه چه هيواد به يي کوچنی ، خلک به  يي کم وي . که څه هم وسلې لري ، خو د استعمال وړ نه وي . سره له دي چه ګاډي او بيړۍ لري ، هم  د استفادې وړ نه وي . خلک به يي ښه ښه ژوند وکړي او ګاونډي هيوادونه به يي  ليدي شي ، خو خلک به يي اړيکي و نه لري . له دي څخه څرګنديږي چه لاو دان د مسلسلو کلونو د جګړو څخه نفرت وکړ او هغې ارامې ټولنې ته يي اړتيا درلوده چه د وخت  د  بزګرو غوښته ده .