ځو څون ځه او د دايرې د محيط نسبت
中国国际广播电台


      

په رياضياتو کي د دايرې د محيط د نسبت حساب يو مشکل کار و او د چين  لرغوني زمانه کي  ډير رياض دان په دي حساب بوخت وو ، په پنځمه پيړۍ کي د چين مشهور رياضي دان  او ستوري پيژندونکي ځو څون ځه د پنځه ديرش کلنۍ په وخت کي په دي حساب لګيا و او په پاي کي د دايرې د محيط نبست د اعشاريې نه اوو ارقامو ته ورسيد يعني درې اعشاريه يو څلور يو پنځه نهه دوه شپږ .  خو په رياضياتو کي دغه موفقيت يو زر کاله وروسته د بهرنيو رياضي دانانو لخوا تر سره شو . نو بهرني رياضي دانان  د دايرې د محيط نسبت د ځو په نامه يادوي . پرته له دي نه ځو څون ځه  د خپل زوي سره يو ځاي د کرې د مساحت حساب هم بشپړ کړ  چه د رياضياتو په ساحه کي دغه تيوري د کاواليري تيوري په نامه ياديږي چه يو زر کاله وروسته د ايتالوي رياضي دان کاواليري لخوا جوړه شوه .

 
 
په حقيقت کي د څوارلسمې پيړۍ نه مخکې چين د رياضياتو په برخه کي د نورو هيوادونو نه مخکي و او زياتې رياضي قضيې يي وموندلې ، مثلا د فيثاغورث قضيه او د د لسمې درجې د معادلې د حل طريقه په ديارلسمه پيړۍ کي د چينايي رياضي دانانو لخوا پيدا شوه ، خو  په شپاړسمه پيړۍ کي اروپايي رياضي دانانو يوازي د دريمې درجې معادلې د حل طريقه وموندله .